Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'qasas   Aya:
وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
او چې کله موسی د مدین په لور مخه کړه نو ویې ویل: زما هیله ده چې رب مې سمه لار راوښايې.
Tafsiran larabci:
وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ ؗ۬— وَوَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ ۚ— قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ؕ— قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ ٚ— وَاَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ ۟
کله چې د مدین اوبو ته ورسید نو هلته يي یوه ډله خلک مینده کړل چې له څاه يې خپل مالونه خړوبه ول. او هلته يې په یوه څنډه کې دوه ښځې هم ولیدې چې خپل مالونه يې ایسارول. موسی هغوی ته وویل: تاسې ولې داسې يئ؟ هغوی وویل: مونږ تر هغو خپلو څارویو ته اوبه نه ورکوو تر څو ټول شپانه ولاړ شي او زمونږ پلار خورا ډیر بوډا دی.
Tafsiran larabci:
فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ ۟
موسی د دواړو څاروي خړوبه او بیا د یوه سیورې په لور ولاړ او ویې ویل: زما ربه! هره ښیګڼه چې دې پر ما نازله کړې ړه ورته اړ یم.
Tafsiran larabci:
فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ ؗ— قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ؕ— فَلَمَّا جَآءَهٗ وَقَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ ۙ— قَالَ لَا تَخَفْ ۫— نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
نو له دواړو څخه یوه خور په حیا کې راغله ـ او ويي ویل زما پلار تا غواړي تر څو ستا هغه مزدوري درکړي چې زمونږ څاروي دې خړوبه کړي دي. کله چې موسی شعیب ته ورغی او خپله کیسه يې ورته وکړه نو شعیب ورته وویل: مه ډاریږه. ته اوس له ظالمو خلکو څخه خلاص شوی يي.
Tafsiran larabci:
قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ ؗ— اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ ۟
له هغو دوه وو نه یوې يي وویل: پلارجانه! دا سړی مزدور کړه. بې شکه هغه غوره مزدور چې ته نیسې باید ډیر پیاوړی او امین وي.
Tafsiran larabci:
قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ ۚ— فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۚ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ؕ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
شعیب وویل: زه له دغو دوه لورګانو یوه تاته په نکاح کوم خو ته باید له ما سره اته کلونه مزدوري وکړې، که لس کلونه دې پوره کړل دا به ستا لورینه وي. او زه پر تا سختي نه کوم. که د الله خوښه وه نو ته به وګورې چې زه له نیکانو نه یم.
Tafsiran larabci:
قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ ؕ— اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟۠
موسی وویل: دا خبره زما او ستا ترمینځ پخه شوه ـ هر یوه موده چې ما پوره کړه پر ما به بیا تیری نه وي. او الله پاک زمونږ پر خبرو شاهد دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'qasas
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa