Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran   Aya:
اَلَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اِنَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟ۚ
دوی هغه خلک دي چې وایې : ای زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړی دی ګناهونه مو وبښه او د اور له عذاب څخه مو وژغوره.
Tafsiran larabci:
اَلصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْمُنْفِقِیْنَ وَالْمُسْتَغْفِرِیْنَ بِالْاَسْحَارِ ۟
صبر کوونکي، رښتیني، د خدای د احکامو په ځای راوړونکي مال خیراتوونکي او د شپې په اخرنیو شیبو کې د بښنې غوښتونکي دي.
Tafsiran larabci:
شَهِدَ اللّٰهُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۙ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَاُولُوا الْعِلْمِ قَآىِٕمًا بِالْقِسْطِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ؕ
الله پاک د دې خبرې شاهدي ویلي ده چې پرته له هغه څخه بل هیڅ شی د عبادت وړ نه دی، ملایکو او دعلم څښتنانو هم په همدې شهادت ورکړی د الله واکمني په عدل او انصاف ولاړه ده ـ بې له یو الله څخه بل هیڅوک د عبادت وړ نه دی، الله زوره ور او د حکمت والا دی.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الدِّیْنَ عِنْدَ اللّٰهِ الْاِسْلَامُ ۫— وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَاِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
بې شکه چې د الله په وړاندې ( تر ټولو غوره) دین اسلام دی او اهل کتابو وروسته له هغه اختلاف وکړ چې علم او پوهه ورته راغله خو د خپل مینځي کینې له کبله یې اختلاف ته ملا وتړله او څوک چې د الله له آیتونو څخه منګر شي ( نو پوه دې شي چې) الله پاک ډیر تیز حساب کوونکی دی.
Tafsiran larabci:
فَاِنْ حَآجُّوْكَ فَقُلْ اَسْلَمْتُ وَجْهِیَ لِلّٰهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ؕ— وَقُلْ لِّلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْاُمِّیّٖنَ ءَاَسْلَمْتُمْ ؕ— فَاِنْ اَسْلَمُوْا فَقَدِ اهْتَدَوْا ۚ— وَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟۠
که ( اهل کتاب او نور کافران) له تاسره جګړه او شخړه کوي نو ورته ووایه چې ما او زما ملګرو په بشپړ ډول ځانونه الله پاک ته سپارلي دي، اهل کتابو او امیانو ته ووایه چې ایا تاسې اسلام راوړی دی؟ که اسلام یې راوړو نو سمه او ورغه لاریې وموندله، او که په څټ وګرځیدل نو ستا دنده یوازې د حق رسونه ده الله پاک خپل بنده ګان ښه ویني.
Tafsiran larabci:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَیَقْتُلُوْنَ النَّبِیّٖنَ بِغَیْرِ حَقٍّ ۙ— وَّیَقْتُلُوْنَ الَّذِیْنَ یَاْمُرُوْنَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
بې شکه کوم کسان چې د الله جل جلاله، په آیتونو کافران کیږي رسولان او هغه کسان چې: په عدل او انصاف امر کوي، په ناحقه وژني نو(ای محمده) دوی ته په درد ناک عذاب زیری ورکړه.
Tafsiran larabci:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
د دوی ټولې کړنې په دنیا او اخرت کې بابیزه شوي دي او ملاتړ یې نشته.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Aal'Imran
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa