Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'roum   Aya:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟
ای محمده! هغوی ته ووایه چې په ځمکه کې وګرځي او وګورئ چې د هغو پخوانیو خلکو پای څه شو چې ډیر یې مشرکان وو؟
Tafsiran larabci:
فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟
ای پيغمبره! خپل مخ د روغ او سم دین په لور د هغې ورځې له راتګ نه وړاندې واړه وه چې د راتګ مخنیوي یي په هیڅ صورت د الله له لورې نشته.او خلک به ټول سره تیت او پرک شي.
Tafsiran larabci:
مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ
څوک چې کافر شوی دی نو د خپل کفر پیټې یې پر غاړه دی.او چا چې نیکې کړی نو د خپلو ځانو لپاره د ارام ځایونه برابر وي.
Tafsiran larabci:
لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟
تر څو الله پاک هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړې او نیکې کړني یې خپلي کړي دي ښه مکافات ورکړي.دا باوري خبره ده چې الله پاک کافران نه خوښوي.
Tafsiran larabci:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
د الله له نښانو نه یوه داده چې زیری ورکوونکي بادونه لیږي.تر څو خپل رحمت تاسې ته دروڅکي.او تر څو کښتۍ د هغه په امر رواني او هغه فضل ولټوئ او شکر ویستونکي شئ.
Tafsiran larabci:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
مونږ له تانه وړاندې هم ډیر رسولان خپلو قومونو ته لیږلي دي.هغوی ته يي ښکاره نښي راوړي.خو بالاخره مونږ له مجرمانونه غچ واخیست.ځکه چې د مؤمنانو ملاتړ پر مونږ و.
Tafsiran larabci:
اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې بادونه لیږي. وریځي راپورته او بیا یې د اسمان په څنډو کې د خپلې خوښي په رڼا کې غړوسکي،غړوسکي خپروي بیا نو ته ګورې چې له مینځ نه یې باران راوریږي. نو کله چې هم الله پاک خپل کوم بنده ته باران ورورسوي نو ناببره هغوی خوښي څرګند وي.
Tafsiran larabci:
وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟
که څه هم د باران له راښکته کیدلو وړاندې خورا مایوسه او ناهیلي وو.
Tafsiran larabci:
فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
د الله د رحمت نښو ته وګوره چې: مړه ځمکه څرنګه را ژوندۍ کوي؟ بې له شکه چې همدغه ذات مړي هم را ژوندي کوي او هغه پر هر څه توانا او پياوړی دی.
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'roum
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Sarfaraz - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassara da Mualulawi Janbaz Sarfaraz

Rufewa