Check out the new design

Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya * - Teburin Bayani kan wasu Fassarori


Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dalaq   Aya:

طلاق

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَطَلِّقُوْهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَاَحْصُوا الْعِدَّةَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ رَبَّكُمْ ۚ— لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْ بُیُوْتِهِنَّ وَلَا یَخْرُجْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— لَا تَدْرِیْ لَعَلَّ اللّٰهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ اَمْرًا ۟
65-1 اى نبي! (دوى ته ووایه) كله چې تاسو (خپلې) ښځې طلاقول غواړئ، نو دوى په خپل (مناسب) وخت د عدت كې طلاقې كړئ او عدت وشمېرئ او له خپل رب الله نه ووېرېږئ (او) تاسو دغه (خپلې ښځې) د دوى له كورونو نه مه وباسئ او دوى دې (پخپله) هم نه وځي مګر په دې حال كې چې دوى ښكاره بې حیايي وكړي او دغه د الله حدونه دي او هر څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو یقینًا ده په خپل ځان ظلم وكړ، (اى طلاق وركوونكیه!) ته نه پوهېږي، كېدى شي چې الله له دغه نه وروسته كوم (ښه) كار پیدا كړي
Tafsiran larabci:
فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ وَّاَشْهِدُوْا ذَوَیْ عَدْلٍ مِّنْكُمْ وَاَقِیْمُوا الشَّهَادَةَ لِلّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ۬— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًا ۟ۙ
65-2 نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي
Tafsiran larabci:
وَّیَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَالِغُ اَمْرِهٖ ؕ— قَدْ جَعَلَ اللّٰهُ لِكُلِّ شَیْءٍ قَدْرًا ۟
65-3 او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده
Tafsiran larabci:
وَا یَىِٕسْنَ مِنَ الْمَحِیْضِ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ اِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلٰثَةُ اَشْهُرٍ وَّا لَمْ یَحِضْنَ ؕ— وَاُولَاتُ الْاَحْمَالِ اَجَلُهُنَّ اَنْ یَّضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ اَمْرِهٖ یُسْرًا ۟
65-4 او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي كه چېرې تاسو شك وكړئ، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي
Tafsiran larabci:
ذٰلِكَ اَمْرُ اللّٰهِ اَنْزَلَهٗۤ اِلَیْكُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یُكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُعْظِمْ لَهٗۤ اَجْرًا ۟
65-5 دغه د الله حكم دى، چې تاسو ته يې دغه نازل كړى دى او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي
Tafsiran larabci:
 
Fassarar Ma'anoni Sura: Al'dalaq
Teburin Jerin Sunayen Surori Lambar shafi
 
Fassarar Ma'anonin Alqura'ni - Fassarar Poshto - Abu Zakariyya - Teburin Bayani kan wasu Fassarori

Fassarata Abu Zakariyya Abdussalam.

Rufewa