Превод на значењата на Благородниот Куран - Превод на паштунски на Скратениот коментар на Благородниот Куран.

external-link copy
4 : 98

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ

او يهود چې تورات ورکړل شوی و او نصارا چې انجيل ورکړل شوی و وروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې د هغه د نبي پر رېښتينولۍ پوهېدل. info
التفاسير: |
Придобивки од ајетите на оваа страница:
• فضل ليلة القدر على سائر ليالي العام.
د قدر د شپې غوراوی پر ټول کال باندې. info

• الإخلاص في العبادة من شروط قَبولها.
په عبادت کې اخلاص د هغو د قبوليت شرط دی. info

• اتفاق الشرائع في الأصول مَدعاة لقبول الرسالة.
په اصولو کې د ټولو دينونو اتفاق د رسالت د قبوليت لامل دی. info