Alkʋrãɑn wɑgellã mɑɑnɑ wã lebgre - Sẽn lebg ne Paštu goamã - Goɑmã lebgr sãntrã

نمل

external-link copy
1 : 27

طٰسٓ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْقُرْاٰنِ وَكِتَابٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

طس [1]، دا د قرآن او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 27

هُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ

لارښوونه او زېرى دى مومنانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 27

الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟

هغوى چې لمونځونه ترسره كوي، زكات وركوي او پر آخرت باور كوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 27

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ زَیَّنَّا لَهُمْ اَعْمَالَهُمْ فَهُمْ یَعْمَهُوْنَ ۟ؕ

بې شكه كوم كسان چې پر آخرت باور نه لري، موږ يې (بد) اعمال ورته ښايسته كړي؛ نو هغوى په همغو كې لالهانده دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 27

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟

دا هغه كسان دي چې د هغوى لپاره بد عذاب دى او همدوى به په آخرت كې ډېر تاوانيان وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 27

وَاِنَّكَ لَتُلَقَّی الْقُرْاٰنَ مِنْ لَّدُنْ حَكِیْمٍ عَلِیْمٍ ۟

او بې شكه چې تاته دا قرآن د يو ډېر پوه حكمت لرونکي ذات لخوا درښوول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 27

اِذْ قَالَ مُوْسٰی لِاَهْلِهٖۤ اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا ؕ— سَاٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ اٰتِیْكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟

ياد کړه کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: ما يو اور وليد، زر به څه خبر درته ترې راوړم يا به څه سكروټه درته راوړم تر څو تاسو تاوده شئ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 27

فَلَمَّا جَآءَهَا نُوْدِیَ اَنْ بُوْرِكَ مَنْ فِی النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

خو بيا چې ورغی نو آواز ورته وشو چې: مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې چاپېره يي دى او د مخلوقاتو پالونكي الله لره پاکي ده. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 27

یٰمُوْسٰۤی اِنَّهٗۤ اَنَا اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

اى موسى همدا زه الله يم ډېر حكمت والا برلاسى. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 27

وَاَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰی لَا تَخَفْ ۫— اِنِّیْ لَا یَخَافُ لَدَیَّ الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۗۖ

او لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ويې ليدل چې هغه داسې خوځيږي لكه مار، نو (موسی) په څټ تاو شو او بيرته را ونه ګرځېد، ای موسى مه ويرېږه، بې شكه زما پر وړاندې رسولان نه وېريږي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 27

اِلَّا مَنْ ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوْٓءٍ فَاِنِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

پرته له هغه چا چې ظلم يې كړى بيا يې له بدۍ وروسته ښېګڼه په بدل كې راوړه، نو بې شكه چې زه ډېر مهربان بخښونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 27

وَاَدْخِلْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ۫— فِیْ تِسْعِ اٰیٰتٍ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

او خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه سپين ځلاند به راووځي بى عيبه (دا دواړه نښانې) په نهو نښانو كې دي فرعون او د هغه قوم ته، بې شكه هغوى بدكاره خلك وو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 27

فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ اٰیٰتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوْا هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو كله چې زموږ څرګندې نښانې هغوى ته ورغلې، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 27

وَجَحَدُوْا بِهَا وَاسْتَیْقَنَتْهَاۤ اَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَّعُلُوًّا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

او هغوى د ظلم او لويۍ له كبله نټه ترې وكړه، حال دا چې زړونو يې يقين پرې كړى و، نو ګوره چې د هغو مفسدانو پايله بيا څنګه شوه؟ info
التفاسير:

external-link copy
15 : 27

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ عِلْمًا ۚ— وَقَالَا الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ فَضَّلَنَا عَلٰی كَثِیْرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او په رېښتيا داود او سليمان ته موږ پوهه ورکړې وه او دواړو ويل چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ ته يې پر خپلو ډېرو مومنو بندګانو غوراوی راكړى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 27

وَوَرِثَ سُلَیْمٰنُ دَاوٗدَ وَقَالَ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنْطِقَ الطَّیْرِ وَاُوْتِیْنَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِیْنُ ۟

او سليمان بيا د داود وارث شو او ويې ويل: ای خلكو موږ ته د مرغانو ژبه زده کړل شوې او هر څه راكړل شوي دي، دا خامخا (د الله) ښكاره لورينه ده. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 27

وَحُشِرَ لِسُلَیْمٰنَ جُنُوْدُهٗ مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ وَالطَّیْرِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟

د سليمان لپاره د پيريانو او انسانانو او مرغانو لښكرې راغونډې كړاى شوې وې او هغوى تر پوره انضباط لاندې ساتل كېدل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 27

حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَوْا عَلٰی وَادِ النَّمْلِ ۙ— قَالَتْ نَمْلَةٌ یّٰۤاَیُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوْا مَسٰكِنَكُمْ ۚ— لَا یَحْطِمَنَّكُمْ سُلَیْمٰنُ وَجُنُوْدُهٗ ۙ— وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

تر دې چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل، يو مېږي وويل: اې مېږيانو خپلو کورونو ته ننوځئ، هسې نه چې سليمان او د هغه لښكرې مو مات كړي او هغوى به خبر هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 27

فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَدْخِلْنِیْ بِرَحْمَتِكَ فِیْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

نو سليمان د هغه په خبره مسكی په خندا شو او ويې ويل: زما ربه! توفیق راکړې ماته چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې پېرزو كړى او دا چې زه سم كارونه وكړم كوم چې ته يې خوښوې او په خپل رحمت سره مې خپلو نېكو بندګانو كې شامل كړې! info
التفاسير:

external-link copy
20 : 27

وَتَفَقَّدَ الطَّیْرَ فَقَالَ مَا لِیَ لَاۤ اَرَی الْهُدْهُدَ ۖؗ— اَمْ كَانَ مِنَ الْغَآىِٕبِیْنَ ۟

او (يو بل ځل) هغه د مرغانو پلټنه کوله نو ويې ويل: څه خبره ده چې هغه ملاچرګك نه وينم؟ كه (رېښتيا هم) ناسوب دى. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 27

لَاُعَذِّبَنَّهٗ عَذَابًا شَدِیْدًا اَوْ لَاَاذْبَحَنَّهٗۤ اَوْ لَیَاْتِیَنِّیْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

هرومرو به سخت عذاب ورکړم، يا به يې حلالوم يا دا چې څه ښكاره دليل به راته راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 27

فَمَكَثَ غَیْرَ بَعِیْدٍ فَقَالَ اَحَطْتُّ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَاٍ بِنَبَاٍ یَّقِیْنٍ ۟

نو لاډېر ځنډېدلى نه و چې ويې ويل: زه له يو داسې څه خبر شوم چې ته نه يې ترې خبر او له (سبا) نه مې يو باوري خبر درته راوړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 27

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟

ما يوه ښځه وموندله چې د هغوى پاچايي يې کوله، هغې ته هر څه وركړل شوي وو او د هغې لوى تخت دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 27

وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

ما هغه او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجده كوله او شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړي وو نو له سمې لارې يې ايسار كړي وو، اوس هغوى لار نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 27

اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

دا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د آسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 27

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

الله، هغه چې له هغه پرته بل معبود نشته، د لوى عرش رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 27

قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

سليمان وويل: اوس به موږ وګورو چې رېښتيا دې ويلي دي كه له درواغجنو يې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 27

اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟

زما دا ليك وېسه، هغوى ته يې وروغورځوه، بيا ترې شاته شه، ګوره چې هغوى څه (ځواب را) ګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟

هغې وويل: اى سردارانو! ماته يو عزتمن ليك راغورځول شوى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 27

اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

هغه د سليمان لخوا او د ډېر مهربان بخښونكي الله په نوم دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 27

اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠

چې پر ما لويي مه كوئ او مسلمان شوي راته راشئ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟

ملكې وويل: اى سردارانو! زما په دې كار كې مشوره راكړئ زه تر هغه د يو كار پرېکړه كوونكې نه يم څو چې تاسو نه ياست حاضر شوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 27

قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟

هغوى وويل: موږ خو د ځواك څښتنان او د سخت جنـګ والا خلك يو او نور ستا كار دى نو ګوره چې (موږ ته) څه امر كوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 27

قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

هغې وويل: شك نشته چې كله پاچايان يوه كلي ته ننوځې نو ورانوي يې او عزتمن خلك يې خواروي او دغسې دوی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 27

وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

او زه هغوى ته يوه ډالۍ ورلېږم، بيا به ګورم چې هغه استازي له څه ځواب سره راګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 27

فَلَمَّا جَآءَ سُلَیْمٰنَ قَالَ اَتُمِدُّوْنَنِ بِمَالٍ ؗ— فَمَاۤ اٰتٰىنِ اللّٰهُ خَیْرٌ مِّمَّاۤ اٰتٰىكُمْ ۚ— بَلْ اَنْتُمْ بِهَدِیَّتِكُمْ تَفْرَحُوْنَ ۟

كله چې هغه (استازى) سليمان ته ورغی، وېلې تاسو په مال زما مرسته كوئ؟ نو څه چې الله راكړي، له هغه څه غوره دي چې تاسو ته يې دركړي، خو تاسو په خپله ډالۍ خوشالېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 27

اِرْجِعْ اِلَیْهِمْ فَلَنَاْتِیَنَّهُمْ بِجُنُوْدٍ لَّا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِّنْهَاۤ اَذِلَّةً وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟

بېرته هغوى ته ورشه، موږ به له داسې لښكرو سره ورشو چې هغوى به يې د مقابلې نه وي او له هغه (ځايه) به يې په رسوايۍ وباسو او هغوى به خواران وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 27

قَالَ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟

بيا يې وويل: ای درباريانو! ستاسو كوم يو به د هغې عرش راته راوړي، مخکې تر دې چې هغوی مسلمان شوي راشي؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 27

قَالَ عِفْرِیْتٌ مِّنَ الْجِنِّ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ تَقُوْمَ مِنْ مَّقَامِكَ ۚ— وَاِنِّیْ عَلَیْهِ لَقَوِیٌّ اَمِیْنٌ ۟

له پېريانو څخه يوه ستر ځواكمن (عفریت) وويل: زه به يې درته راوړم، مخكې له دې چې ته له خپله ځايه پاڅېږې، او زه خامخا په هغه باندې زورور او امانتداره يم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 27

قَالَ الَّذِیْ عِنْدَهٗ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتٰبِ اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهٗ قَالَ هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ ۫— لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُ ؕ— وَمَنْ شَكَرَ فَاِنَّمَا یَشْكُرُ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ رَبِّیْ غَنِیٌّ كَرِیْمٌ ۟

هغه كس چې د كتاب څه پوهه ورسره وه، وويل: زه به يې مخکې د سترګو له رپ څخه درته راوړم، نو كله چې هغه (تخت) يې خپلې خواته اېښودل شوى وليد، ويې ويل: دا زما د رب فضل دى، تر څو ما وازمويي چې شكر باسم كه ناشكري كوم او چا چې شكر واېست؛ نو يوازې د خپل ځان لپاره يې باسي او څوك چې ناشكري وكړي نو زما رب يقيناً بې پروا سخاوت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 27

قَالَ نَكِّرُوْا لَهَا عَرْشَهَا نَنْظُرْ اَتَهْتَدِیْۤ اَمْ تَكُوْنُ مِنَ الَّذِیْنَ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟

سليمان وويل: تخت يې ورته نا اشنا (بدل غوندې) كړئ چې وګورو دا يې پېژني او كه له هغو كسانو ده چې سمه لار نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 27

فَلَمَّا جَآءَتْ قِیْلَ اَهٰكَذَا عَرْشُكِ ؕ— قَالَتْ كَاَنَّهٗ هُوَ ۚ— وَاُوْتِیْنَا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهَا وَكُنَّا مُسْلِمِیْنَ ۟

نو كله چې راغله ورته وويل شول: آيا ستا تخت همداسى دى؟ وېلې: دا لكه چې همغه دى، موږ ته لا مخكې علم راكړى شوى و او موږ مسلمانان وو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 27

وَصَدَّهَا مَا كَانَتْ تَّعْبُدُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهَا كَانَتْ مِنْ قَوْمٍ كٰفِرِیْنَ ۟

او له هغه څه يې ايساره كړه چې له الله پرته به يې لمانځل، يقيناً هغه له يو كافر قوم څخه وه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 27

قِیْلَ لَهَا ادْخُلِی الصَّرْحَ ۚ— فَلَمَّا رَاَتْهُ حَسِبَتْهُ لُجَّةً وَّكَشَفَتْ عَنْ سَاقَیْهَا ؕ— قَالَ اِنَّهٗ صَرْحٌ مُّمَرَّدٌ مِّنْ قَوَارِیْرَ ؕ۬— قَالَتْ رَبِّ اِنِّیْ ظَلَمْتُ نَفْسِیْ وَاَسْلَمْتُ مَعَ سُلَیْمٰنَ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

(بيا) هغې ته وويل شول: بنګلې ته ننوځه، نو چې ويې ليده، ګومان يې وكړ چې ډنډ دى او پايڅې يې له پنډيو پورته كړې سليمان وويل: دا د شيشې هواره بنګله ده، هغې وويل: زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم كړى و او (اوس) ما له سليمان سره د مخلوقاتو پالونكي الله ته غاړه كېښودله. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 27

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ فَاِذَا هُمْ فَرِیْقٰنِ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

او بې شكه موږ ثموديانو ته د هغوى ورور صالح ورلېږلى وو چې (يوازې) الله ولمانځئ نو يو دم هغوى دوې ډلې شول چې سره جنګېدل به. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 27

قَالَ یٰقَوْمِ لِمَ تَسْتَعْجِلُوْنَ بِالسَّیِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ ۚ— لَوْلَا تَسْتَغْفِرُوْنَ اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

(صالح) وويل: زما قومه! له نېكۍ وړاندې ولې د بدۍ لپاره بيړه كوئ؟ ولې له الله بخښنه نه غواړئ چې رحم درباندې وكړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 27

قَالُوا اطَّیَّرْنَا بِكَ وَبِمَنْ مَّعَكَ ؕ— قَالَ طٰٓىِٕرُكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تُفْتَنُوْنَ ۟

هغوى ويل: موږ په تا او ستا په ملګرو پورې بدمرغي نيولې ده! (صالح) وويل: ستاسو (بدمرغي) الله سره ده، خو تاسي يو قوم ياست چې ازمويل کېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 27

وَكَانَ فِی الْمَدِیْنَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ یُّفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

او په هغه ښار كې نه (9) ټولي مشران وو چې په هغه سيمه كې يې فساد خپرولو او څه سمون يې نه كولو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 27

قَالُوْا تَقَاسَمُوْا بِاللّٰهِ لَنُبَیِّتَنَّهٗ وَاَهْلَهٗ ثُمَّ لَنَقُوْلَنَّ لِوَلِیِّهٖ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ اَهْلِهٖ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

ويې ويل: پر الله قسم سره وكړئ چې هرومرو به پر هغه او كورنۍ يې د شپې يرغل كوو بيا به يې خپلوانو ته وايو چې موږ د هغه د كورنۍ د وژنې په ځاى كې حاضر نه وو او موږ بالكل رښتيني يو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 27

وَمَكَرُوْا مَكْرًا وَّمَكَرْنَا مَكْرًا وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

هغوى يوه دسيسه جوړه كړه خو موږ هم يو تدبیر جوړ كړ چې هغوى خبر هم نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 27

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ ۙ— اَنَّا دَمَّرْنٰهُمْ وَقَوْمَهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

نو ګوره چې د هغوى د دسيسې پايله څه وه؟ دا چې موږ هغوى او ټول قوم يې تباه كړ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 27

فَتِلْكَ بُیُوْتُهُمْ خَاوِیَةً بِمَا ظَلَمُوْا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

هغه دي كورونه يې وران تش پراته دي په دې چې ظلم يې كړى وو، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده هغو خلكو لپاره چې پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 27

وَاَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟

او هغه خلك مو وساتل چې ايمان يې راوړى و او تقوا يې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 27

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ وَاَنْتُمْ تُبْصِرُوْنَ ۟

او (در په ياد كړئ) لوط كله چې خپل قوم ته يې وويل: آيا تاسو په (رڼو) سترګو وينئ بدكاري كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 27

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّنْ دُوْنِ النِّسَآءِ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟

آيا تاسو ښځې پرېږدئ، سړيو ته د شهوت لپاره ورځئ؟ بلكې داسې خلك ياست چې ډېر جهالت كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 27

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْۤا اٰلَ لُوْطٍ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟

نو نه و جواب د قوم د هغه مګر دا چې ویې ویل هغوی وباسئ کورنۍ د لوط لره له خپل کلي خپل څخه، یقینا دوی خلک دي چې د پاکۍ دعوا کوي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 27

فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ؗ— قَدَّرْنٰهَا مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟

پس وژغوره موږ هغه او کورنۍ د هغه، پرته د هغه له مېرمنې څخه ځکه موږ ( په کلي کې ) د هغې پاتې کېدل ټاکلي و. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 27

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟۠

او موږ پر دوی ناشنا باران را ووراوه، نو ناکاره و باران د ویرولیو شوو. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 27

قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ وَسَلٰمٌ عَلٰی عِبَادِهِ الَّذِیْنَ اصْطَفٰی ؕ— ءٰٓاللّٰهُ خَیْرٌ اَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

ووايه الله لره ستاينه ده او د ده پر هغو بندګانو دې سلام وي چې غوره كړي يې دي آيا (يو) الله غوره دى كه هغه (معبودان) چې هغوى يې (ورسره) شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 27

اَمَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً ۚ— فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ حَدَآىِٕقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ ۚ— مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُنْۢبِتُوْا شَجَرَهَا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ یَّعْدِلُوْنَ ۟ؕ

ایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 27

اَمَّنْ جَعَلَ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّجَعَلَ خِلٰلَهَاۤ اَنْهٰرًا وَّجَعَلَ لَهَا رَوَاسِیَ وَجَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حَاجِزًا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؕ

آیا هغه ذات چې ګرځولې یې ده ځمكه ځای د آرام ، او د هغې منځ كې يې سيندونه پيدا كړل، هغې ته يې محكم ولاړ غرونه پيدا كړل او د دوو سمندرونو تر منځ يې پرده اچولې ده، آيا له الله سره په دغه کارونوکې بل معبود شته؟ بلكې زياتره انسانان له عقل څخه کار نه اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 27

اَمَّنْ یُّجِیْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَیَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَیَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ

آیا هغه څوك چې د ډیر ناچاره دعا قبلوي كله يې چې را وبولي او هغه كړاو لرې كوي او تاسي د ځمكې خليفه ګان ګرځوي، آیا الله سره كوم بل معبود شته؟ تاسي ډېر لږ نصيحت منئ. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 27

اَمَّنْ یَّهْدِیْكُمْ فِیْ ظُلُمٰتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَنْ یُّرْسِلُ الرِّیٰحَ بُشْرًاۢ بَیْنَ یَدَیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— تَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟ؕ

آیا هغه ذات چې د وچې او سمندر په تیارو كې لاره درښايي او هغه ذات چې د خپل رحمت [باران] څخه مخكې زېرى وركوونكي بادونه ليږي؟ آيا الله سره كوم بل معبود شته؟ چې دا کارونه وکړي؛ الله ډېر اوچت دى له هغو شيانو چې هغوى يې ورسره شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 27

اَمَّنْ یَّبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَمَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

آیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 27

قُلْ لَّا یَعْلَمُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ الْغَیْبَ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟

ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 27

بَلِ ادّٰرَكَ عِلْمُهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ ۫— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْهَا ۫— بَلْ هُمْ مِّنْهَا عَمُوْنَ ۟۠

بلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 27

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا وَّاٰبَآؤُنَاۤ اَىِٕنَّا لَمُخْرَجُوْنَ ۟

او كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 27

لَقَدْ وُعِدْنَا هٰذَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

بې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 27

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

ورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 27

وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُنْ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

پر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 27

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 27

قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ رَدِفَ لَكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

ووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ]. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟

او يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 27

وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 27

وَمَا مِنْ غَآىِٕبَةٍ فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟

او په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 27

اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَقُصُّ عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَكْثَرَ الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

بې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 27

وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 27

اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ

بې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 27

فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟

نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 27

اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

یقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 27

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

او نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 27

وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

او کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 27

وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟

او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 27

حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

تر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟ info
التفاسير:

external-link copy
85 : 27

وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟

او را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 27

اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 27

وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟

او هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 27

وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟

او ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 27

مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَهُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ ۟

څوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 27

وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
91 : 27

اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ

ماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 27

وَاَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟

او دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 27

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠

او ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير: