Check out the new design

ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߏߟߊߒߞߘߐߢߐ߲߯ߦߊ   ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫:
وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟
او ته به وګورې چې دوزخ ته وړاندې کولای شي نو د ذلت او سپکاوي له کبله به يې سرونه ښکته وي او د سترګو په کونجونو کې به په پټه، پټه د هغه په لور ګوري. او مؤمنان به وايې چې: رښتیني زیانمن همغه کسان دي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځانونه او کورنۍ له زیان سره مخ کړل واورئ چې ظالمان به په تل پاتې عذاب کې وي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
او هیڅ ډول دوستان به يي نه وي چې د الله له عذاب نه يې وژغوري او الله چې هر څوک بې لارې کړ نو بیا د هغه لپاره هیڅ لار نشته.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟
ای خلکو! د خپل رب خبره د هغې ورځې له راتګ نه وړاندې ومنئ چې د الله له لورې را روانه او هیڅ ډول تم کیدونکې نه ده. په هغه ورځ به مو د تیښتې ځای نه وي او نه به له خپلو ګناهونو انکار کولی شئ[۴]
[۴] د ایت ددې برخې نورې معنی ګاني دا دی: څوک به نه وي چې ستاسې په عذاب اعتراض وکړي. ۲ـ څانونه به ناکاره کولاری نه شي. ۳ـ ځانونه به ناپیژندلی شوي نشي کولی ۴ـ له کوم حال سره چې مخ شوي یاست هغه به نه شي یادولی ۵- په هغه به تاسې په خپله اعتراض نه شئ کولای ( فتح القدیر د امام الشوکانی)
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟
نو ای محمده! که هغوی مخ واړولو ننو ته مو پرې ساتونکی نه يي لیږلی. ستا دنده یوازې رسونه ده او بس: او مونږ چې کله هم انسان ته د خپلې لورینې له مخې کوم رحمت وروڅکو، نو هغه پرې خوښي ښکاره کوي. او که د هغوی د خپلو لاسونو د کړنو له کبله ورته کومه ستونزه ورسیږي نو بیا همدا انسان ډير ناشکره وي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د یو الله ده. څه يې چې خوښه شي پیدا کوي يې. چاته يي چې خوښه شي ښځینه اولاد ورکوي او چاته چې خوښه شي نارینه اولاد وربښي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟
او چا ته يې چې خوښه شي نارینه او ښځینه دواړه اولادونه ورکوي. او چا ته يې چې خوښه شي شنډيې ګرځوي. بې له شکه چې هغه په هر څه پوه او د هر څه توان لري.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟
هیڅ بشر ددې توان نه لري چې الله ورسره مخامخ خبرې وکړي. هو! له الله سره خبرې به په وحې وي، یا د پردې تر شا او یا به یو رسول ورلیږي نو په خپل حکم به هغه څه وحي کوي چې خوښه يي وي. په رښتیا چې هغه له هر څه پورته او د حکمت څښتن دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߏߟߊߒߞߘߐߢߐ߲߯ߦߊ
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

ߡߎ߬ߤ߭ߊߡߡߊߘߎ߫ ߖߊߣߌߓߊߛߌ߫ ߛߙߝߙߊߛߌ߫ ߟߊ߫

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲