Check out the new design

ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߐ߲߬ߞߍ   ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫:
اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟
ووایاست دا کوم جادو دی؟او که تاسې څه نه وینئ.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
ورننه ووځئ!اوس یې تاسې ته زغمل او نه زغمل یو برابر دي.بې شکه چې تاسې ته د همغو اعمالو بدل در کولی شي چې تاسو به کول.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ
بې شکه چې متقیان به په جنتونو او نعمتونو کې وي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟
له هغو نعمتونونه خوند اخلي چې رب ورته ور کړي دي او د دوزخ له عذاب نه یي ژغورلي دي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او ورته به وویل شي.چې د خپلو تیرو کړنو په بدل کې ښه په مزو او چړ چو سره خوراک او څښاک وکړئ.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟
هلته به یې په کتاروشوو تختونوتکيي کړي وی.او مونږ به ښایسته تکې سپینې د غټو سترګو والا ښځې ورته په نکاح کړو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟
او کومو کسانو چې ایمان راوړی،او اولادونو یې هم د ایمان لار ور پسې نیولي ده نو مونږ به یې اولادونه ورسره یو ځای کړو او د پلرونو له کړنو به یې هیڅ شی کم نه کړو.هر څوک د خپلو کړنو په بدل کې ښکیل دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟
او مونږ به هر ډول میوې،غوښې او هر څه چې د هغوی زړه یې وغواړي لاپسې ورته ډیروو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟
هلته به په ډیرې خوښۍ سره یو له بل نه د هغو شرابو کاسې تښتوي چې نه به پکې چټي او عبثې خبرې وي او نه په ګناه اخته کیدل.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
په خدمت کې به يي هغه هلکان منډې وهي چې یوازي به د همدوی وي او د پوښل شوو ملغلرو په څير به ځلیږي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او مخ په مخ به یوله بل نه پوښتنې کوي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟
او وایې به چې:مونږ خو پخوا د خپلو کورنیو په مینځ کې د ډار شپې[۴]تیرولې.
[۴] ـ د اخرت له عذاب نه ډاریدلو.(فتح القدیر د امام الشوکاني).
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟
نو الله را باندې لورینه وکړه او د ګرم او سوزوونکی عذاب نه یې وژغورلو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠
په رښتیا چې مونږ په پخواني ژوند کې یوازې هغه باله.او هغه ډیر زیات ښیګڼه کوونکی او ډير زیات مهربان دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ
نو ای پیغمبره!خلکو ته پند وړاندې کړه.ته د خپل رب د لورینې له مخې نه فال ګریې او نه لیونی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟
ایا هغوی وایې چې دا یو شاعر دی؟او مونږ پرې د حوادثو او پیښو او وښتون ته منتظر یو.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ
ورته ووایه چې انتظار کوئ زه هم له تاسې سره په انتظار کوونکو کې یم.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߐ߲߬ߞߍ
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

ߡߎ߬ߤ߭ߊߡߡߊߘߎ߫ ߖߊߣߌߓߊߛߌ߫ ߛߙߝߙߊߛߌ߫ ߟߊ߫

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲