Check out the new design

ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߐ߲ߛߐ߲ ߠߎ߬   ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫:
فَلَمْ تَقْتُلُوْهُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ قَتَلَهُمْ ۪— وَمَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ رَمٰی ۚ— وَلِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِیْنَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
تاسې هغوی ونه وژل بلکې الله ووژل او تاندي ویشتلي کله چې تا ویشتنه کوله بلکې الله پاک وویشتل تر څو الله پاک مؤمنان په ازمووینه کې ښه بریمن کړي بې شکه چې الله پاک ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
ذٰلِكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ مُوْهِنُ كَیْدِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
دا ستاسې برخه وه او الله پاک د کافرانو د پټو پروګرامونو کمزوری کوونکی دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنْ تَسْتَفْتِحُوْا فَقَدْ جَآءَكُمُ الْفَتْحُ ۚ— وَاِنْ تَنْتَهُوْا فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَعُوْدُوْا نَعُدْ ۚ— وَلَنْ تُغْنِیَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَوْ كَثُرَتْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
ای کافرانو! تاسې د پریکړې غوښتنه کوئ[۱۸]نو داده اخرنی پریکړه درغله که له دښمنۍ نه لاس واخلئ نو دا مو په ګټه ده او که بیرته خپلې لیارې ته وکرځئ[۱۹]نو مونږ به هم خپل عذاب بیا در باندې راولو او ډیروالی مو هیځکله ګټه درته نشي رسولی ځکه چې الله پاک د مؤمنانو مل دی.
[۱۸] د بدر له جګړې نه وړاندې ابوجهل سوال کړی و چې:خدایه په مونږ کې چې هره ډله حقه وي بری ورپه برخه کړي.(ابن جریر الطبری)
[۱۹] کفر او د پیغمبر دښمنۍ ته
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَاَنْتُمْ تَسْمَعُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! د الله او د هغه د رسول مننه وکړئ او وروسته له دې چې حکم یې واورئ مخ ترې مه اړوئ.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟ۚ
او د هغه چا په څیرمه کیږئ چې په خوله یې ویلي مونږ واوریده خو د حقیقت له مخې یې نه اوري.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
د الله په وړاندې تر ټولو بدترین ساکښ هغه کاڼه او ګونګیان دي چې له عقل څخه کار نه اخلي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَلَوْ عَلِمَ اللّٰهُ فِیْهِمْ خَیْرًا لَّاَسْمَعَهُمْ ؕ— وَلَوْ اَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او که الله په دوی کې د خبرې منلو صلاحیت لیدای نو خاماخا به یې ور اورولې وه او که اوس یې(چې د خبرې اوریدلو ته تیارندي)ورواوروي نو مخ به ترې واړوي ځکه چې هغوی له حق نه مخ اړوونکي دي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَحُوْلُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهٖ وَاَنَّهٗۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! د الله او د رسول بلنه په ورین تندي ومنئ کله مو چې د هغه څه په لور بلي چې تاسې ته رښتینې ژوند دربښي او پوه شئ چې الله پاک د بنده او د هغه د زړه ترمینځ پرده کیږي او تاسې به خاماخا هغه ته راټول کړای شئ.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِیْبَنَّ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَآصَّةً ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
او له هغه مصیبت او عذاب نه ځانونه وژغورئ چې یوازې تیري کوونکو ته به مونه رسیږي او پوه شئ چې د الله عذاب خورا سخت دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߞߐ߲ߛߐ߲ ߠߎ߬
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

ߡߎ߬ߤ߭ߊߡߡߊߘߎ߫ ߖߊߣߌߓߊߛߌ߫ ߛߙߝߙߊߛߌ߫ ߟߊ߫

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲