Check out the new design

ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ * - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ


ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߖߘߍ߬ߟߊ߬ߛߊߦߌ   ߟߝߊߙߌ ߘߏ߫:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَّكُفْرًا وَّتَفْرِیْقًا بَیْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَاِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَلَیَحْلِفُنَّ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّا الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
او داسې خلک هم شته چې جومات یې جوړ کړ تر څو اسلامي دعوت ته د ضرر رسولو او کفر ته د پراختیا ورکولو د مسلمانانو په مینځ کې د جلاوالي راوستلو او د هغه منافق[۲]لپاره څار ځای وي چې له وړاندې نه یې د الله او د هغه له رسول سره جنګ ته ملاتړلې او هرو مرو به قسمونه پورته کړي چې پرته له خیر نه مو بله هیڅ اراده نه ده کړې. خو الله پاک شهادت ورکوي چې همدوی درواغجن دي.
[۲] د هغه منافق ابو عامر په وینا یې جوړ کړی ؤ چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دښمنۍ له کبله شام ته فرار شوی و او په مدینه کې یې د خپلو منافقو ملګرو په واسطه جوړ کړ چې په اسانۍ سره پکې ناسته ولاړه وکړي(فتح القدیر)
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
لَا تَقُمْ فِیْهِ اَبَدًا ؕ— لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ ؕ— فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ ۟
په دې جومات کې هیڅکله مه ودریږه یوازې هغه جومات ددې وړ دی چې پکې ودیریږي چې له لومړنۍ ورځې نه د تقوی په نوم جوړ شوی دی په دې جومات کې داسې خلک شته چې د ځان پاکول ډیر خوښوي او الله پاک ځان پاکوونکي ډیر خوښوي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اَفَمَنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی تَقْوٰی مِنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٍ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهٖ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ایا هغه څوک ډير غوره دی چې د خپلې ودانۍ بنسټ یې د الله په ډار او د هغه د خوښۍ د ترلاسه کولو په هیله ایښی وي او که هغه چې د خپلې ودانۍ بنست یې د یوې نړیدونکې کندې په څنډه ایښی وي چې په ناببره ډول یې د جهنم اورته ور وغورځوي او الله ظالم قوم ته روغه لیار نه ښايي.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
لَا یَزَالُ بُنْیَانُهُمُ الَّذِیْ بَنَوْا رِیْبَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلَّاۤ اَنْ تَقَطَّعَ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟۠
د هغوی ودانۍ به د تل لپاره تر دې چې زړونه یې ټوټه ټوټه او مړه شي د هغوی په زړونو کې شک اوسوسه وي او الله په هر څه پوه او د حکمت والا دی.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ؕ— یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیَقْتُلُوْنَ وَیُقْتَلُوْنَ ۫— وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ وَالْقُرْاٰنِ ؕ— وَمَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ مِنَ اللّٰهِ فَاسْتَبْشِرُوْا بِبَیْعِكُمُ الَّذِیْ بَایَعْتُمْ بِهٖ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
بې له شکه الله پاک له مؤمنانو نه د هغوی ځانونه او مالونه اخیستي دي په بدل کې به یې جنت ورکوي،هغوی د الله په لیار کې جنګیږي نور وژني او دوی هم وژل کیږي دا همغه رښتینې او پخه وعده ده چې په تورات،انجیل او قران کې یاده شوې ده او آیا په وعده ورکولو کې له الله نه بل څوک پورته شته؟نو ای مؤمنانو! پر خپله معامله خوښ اوسئ همدا خورا لویه کامیابې ده.
ߊߙߊߓߎߞߊ߲ߡߊ ߞߘߐߦߌߘߊ ߟߎ߬:
 
ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌ߬ߘߊ߬ߟߌ ߝߐߘߊ ߘߏ߫: ߖߘߍ߬ߟߊ߬ߛߊߦߌ
ߝߐߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ
 
ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫ - ߘߟߊߡߌߘߊ ߟߎ߫ ߦߌ߬ߘߊ߬ߥߟߊ

ߡߎ߬ߤ߭ߊߡߡߊߘߎ߫ ߖߊߣߌߓߊߛߌ߫ ߛߙߝߙߊߛߌ߫ ߟߊ߫

ߘߊߕߎ߲߯ߠߌ߲