Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு வசனம்: (166) அத்தியாயம்: அந்நிஸா
لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ
که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) د هغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- د قران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان د هغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره د ګواهۍ د الله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو د هغه ګواهي کافی ده د نورو خلکو له ګواهۍ څخه.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• إثبات النبوة والرسالة في شأن نوح وإبراهيم وغيرِهما مِن ذرياتهما ممن ذكرهم الله وممن لم يذكر أخبارهم لحكمة يعلمها سبحانه.
ثبوت د نبوت او رسالت په باره د نوح او ابراهیم -علیهما السلام- کې او نورو لره د دوی د اولادې څخه کوم چې الله تعالی ذکر کړل او کوم چې د هغوی قصې او حالات يې بیان نه کړل د وجې د حکمت نه چې الله تعالی پرې پوهیږي.

• إثبات صفة الكلام لله تعالى على وجه يليق بذاته وجلاله، فقد كلّم الله تعالى نبيه موسى عليه السلام.
ثبوت د صفت د خبرو کولو الله تعالی ته څرنګه چې د هغه له شان او مرتبې سره مناسب وي، په تحقیق سره خبرې کړي دي الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره.

• تسلية النبي محمد عليه الصلاة والسلام ببيان أن الله تعالى يشهد على صدق دعواه في كونه نبيًّا، وكذلك تشهد الملائكة.
تسلی محمد -صلی الله علیه وسلم- ته په بیانولو د دې خبرې چې بیشکه الله تعالی ګواهې کوي په رښتینولۍ د هغه د دعوې چې دی پیغمبر دي، او همدارنګه ګواهي ورکوي ملایکې.

 
மொழிபெயர்ப்பு வசனம்: (166) அத்தியாயம்: அந்நிஸா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக