Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு வசனம்: (22) அத்தியாயம்: அல்மாயிதா
قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّ فِیْهَا قَوْمًا جَبَّارِیْنَ ۖۗ— وَاِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَا حَتّٰی یَخْرُجُوْا مِنْهَا ۚ— فَاِنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا فَاِنَّا دٰخِلُوْنَ ۟
وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند د طاقت دی او خاوند د سختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي د ننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت د دوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی د دې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې د ننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• تعذيب الله تعالى لكفرة بني إسرائيل بالمسخ وغيره يوجب إبطال دعواهم في كونهم أبناء الله وأحباءه.
د الله تعالی عذاب ورکول د بنی اسرائیلو کافرانو ته په بدلولو د شکلونو او نورو عذابونو سره ثابتوي بطلان د دعوې د هغوی چې ګویا کې دوی د الله تعالی زامن او دوستان دي.

• التوكل على الله تعالى والثقة به سبب لاستنزال النصر.
په الله تعالی یقین او په هغه باندې اعتماد کول د نصرت او کامیابۍ د رانازلیدلو سبب دی.

• جاءت الآيات لتحذر من الأخلاق الرديئة التي كانت عند بني إسرائيل.
دا آیتونه الله تعالی د دې لپاره رالیږلي تر څو خلک له هغه ناوړه خویونو څخه وویروئ چې بنې اسرائیلو درلودل.

• الخوف من الله سبب لنزول النعم على العبد، ومن أعظمها نعمة طاعته سبحانه.
د الله تعالی څخه ویره کول په بنده باندې د نعمتونو د رانازلیدلو سبب دی، او لدې ټولو څخه لوی نعمت د الله تعالی تابعداري کول دي.

 
மொழிபெயர்ப்பு வசனம்: (22) அத்தியாயம்: அல்மாயிதா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக