Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அர்ரஹ்மான்   வசனம்:

رحمن

சூராவின் இலக்குகளில் சில:
تذكير الجن والإنس بنعم الله الباطنة والظاهرة، وآثار رحمته في الدنيا والآخرة.
پېريانو او انسانانوته د الله ښکاره او پټې پېرزوينې ور په يادول او په دنيا او آخرت کې د هغه د لورېينې اغېزې.

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ
هغه مهربان چې د پراخه لورېينې څښتن دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ
هغه خلکو ته قرآن په آسانه يادولو او د هغه د معناوو په آسانه پوهولو سره ښوولی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ
هغه انسان سم پيداکړی، او د هغه صورت يې ښايسته کړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟
هغه ته يې ښوولي دي چې څه ډول د خپل زړه خبره په ويلو او ليکلو سره بيان کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ
او لمر او سپوږمۍ يې اندازه کړي، چې په باوري حساب سره تاوېږي ترڅو خلک د کلونو شمېر او حساب پرې معلوم کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟
او هغه شينګي چې تنه نه لري او ونې دواړه الله پاک لره سجده کوي، هغه لره غاړه اېښودونکي او سر ټيټوونکي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ
او پر ځمکه سربېره يې آسمان د ځمکې لپاره د چت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې د هغه امر کړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟
ای خلکو! عدالت يې د دې لپاره ثابت کړی ترڅو تاسو تېری او په تول او پېمانه کې خيانت ونه کړئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟
او په خپلو منځونو کې تول سم په عدل سره ترسره کوئ، په تول يا پېمانه کې کمی مه کوئ کله چې نورو ته پېمانه او يا تول کوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ
او ځمکه يې داسې چمتو کړې اېښې ده چې خلک پرې ځای پرځای کېدای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ
په هغې کې داسې ونې دي چې مېوې کوي، او داسې د خرما ونې دي چې وښي يې له خرماوو ډک دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ
او په هغې د وښو والا دانې دي لکه غنم او وربشې، او داسې شينګي دي پکې چې تاسې يې بويوئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
அரபு விரிவுரைகள்:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ
هغه آدم عليه السلام له داسې وچې خټې پيداکړ چې شرنګهار يې اورېدل کېدی، لکه پخه کړل شوې خټه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ
او د پېريانو پلار يې د اور د لمبې چې د دود څخه پاکه سوچه وي پيداکړ.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
அரபு விரிவுரைகள்:
رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ
هغه په اوړي او ژمي کې د لمر د دواړو ختيځونو او دواړو لوېديځونو پالونکی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• كتابة الأعمال صغيرها وكبيرها في صحائف الأعمال.
د اعمالو څخه د وړو او لويو ليکل يې د اعمالو په پاڼو کې.

• ابتداء الرحمن بذكر نعمه بالقرآن دلالة على شرف القرآن وعظم منته على الخلق به.
د مهربان الله له لوري د قرآن په نعمت پيل د قرآن پر شرف او پر خلکو يې د احسان پر لوی والي دلالت کوي.

• مكانة العدل في الإسلام.
په اسلام کې د عدالت مرتبه.

• نعم الله تقتضي منا العرفان بها وشكرها، لا التكذيب بها وكفرها.
د الله نعمتونه له موږ څخه د هغو د پېژندګلوۍ اوپر هغو د شکر غوښتنه کوي، نه د هغو د درواغ ګڼلو او له هغو څخه د نټه کولو.

 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அர்ரஹ்மான்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக