Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்ஹாக்கா   வசனம்:
وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ
او فرعون او له هغه مخکېنيو امتونو، او هغو کليو چې د خپلو کليو په سرچپه کېدلو عذاب ورکړل شوی و، چې هغه د لوط قوم و همداسې ناروا د شرک او ګناه کارونه کړي و.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟
له هغوی هر يو يې له خپل ور لېږل شوي رسوله سرغړونه وکړه او درواغجن يې وګڼلو، نو الله هغوی په داسې زياته نيونه ونيول چې د هغوی تباهي پرې بشپړ شوه.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ
کله چې اوبه په لوړوالي کې له بريده واوښتې؛ نو موږ هغه خلک په روانه کښتۍ کې سپاره کړل - چې تاسو يې په ملاګانو کې وئ - هغه کښتۍ چې نوح عليه السلام زموږ په امر جوړه کړې وه، نو دا په حقيقت کې ستاسو لپاره سپرېدل و.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟
تر څو کښتۍ او کيسه يې داسې پند وګرځوو چې د کفر د څښتنانو پر تباهۍ او د ايمان د څښتنانو په ژغورلو استدلال پرې وشي، او هغه غوږونه يې په ياد وساتي چې اورېدل شوي شيان په ياد ساتي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ
کله چې پر پوکلو ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې يوځل پوکی وکړي او هغه دويم پوکی وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ
او ځمکه او غرونه پورته کړل شي، نو دواړه به په يو سخت ميده کولو ميده ميده کړل شي د ځمکې برخې او د غرونو برخې به سره بېلې بېلې کړل شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ
په کومه ورځ چې دا هرڅه وشي قيامت به را منځته شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ
او په هغه ورځ به د پرېښتو د راکوزېدو لپاره آسمان وچوي، نو په دغه ورځ به هغه کمزوری وي وروسته تردې چې هغه سخت ټينګ و.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ
او پرېښتې به يې پر څنډو او اړخونو وي، په دغه ورځ به اتو غوره پرېښتو ستا د پالونکي عرش پورته کړی وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟
اې خلکو! په دغه ورځ به تاسې پر الله ور وړاندې کړل شئ، له الله به ستاسې هيڅ ډول راز پټ پاتې نه شي، بلکې الله پر هغو ښه پوه او پرې خبر دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
نو چاته چې يې عملنامه په ښي لاس ورکړل شوه، هغه به له خوښۍ او وياړه وايي: واخلئ زما عملنامه ولولئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ
پرته له شکه زه په دنيا کې پوه وم او باور مې کړی و چې هرومرو به را پاڅول کېږم او له خپلې بدلې سره به مخامخ کېدونکی وم.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ
نو بيا به هغه په خوشالوونکي ژوند کې وي؛ ځکه هغه به تلپاتې نعمتونه ويني.
அரபு விரிவுரைகள்:
فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ
په داسې جنت کې چې د موقعيت او مرتبې له پلوه لوړ وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟
مېوې به يې هغه چاته نېږدې وي چې ترې خوري يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟
هغوی ته به د درناوي په ډول ويل کيږي: داسې خوراک او څښاک کوئ چې په هغه خوراک او څښاک کې هيڅ زيان نه وي د هغو غوره کړنو له امله چې په دنيا کې مو تېرو ورځو کې وړاندې کړي و.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ
او چاته چې يې عملنامه په چپ لاس ورکړل شي، نو له سختې پښېمانۍ به وايي: های کاشکي ماته مې عملنامه نه وای راکړل شوې ځکه په هغې کې داسې ناوړه کارونه دي چې زما عذاب لازموي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ
او کاشکي زه مې پر حساب هيڅ نه وای پوه شوی.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ
کاشکي هغه مرګ چې زه پرې مړ شوی وم داسې وای چې له هغه وروسته هيڅکله نه را پاڅول کېدلای.
அரபு விரிவுரைகள்:
مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ
مال مې د الله له عذابه هيڅ را څخه ايسار نه کړل.
அரபு விரிவுரைகள்:
هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ
زما حجت او هغه ځواک او مرتبه را څخه پټ شول چې بروسه مې پرې کوله.
அரபு விரிவுரைகள்:
خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ
او ويل کيږي به: اې پرېښتو را ويې نيسئ او لاس يې غاړې ته ور غونډ کړئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ
بيا يې اور ته ور ننباسئ ترڅو يې ګرمي وزغمي.
அரபு விரிவுரைகள்:
ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ
بيا يې په داسې ځنځير کې ننباسئ چې اوږدوالی يې اويا متره وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
پرته له شکه هغه پر لوی الله ايمان نه درلود.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ
او بل يې بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅولو.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ
نو هغه لره د قيامت په ورځ کوم خپل نشته چې عذاب ترې ايسار کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• المِنَّة التي على الوالد مِنَّة على الولد تستوجب الشكر.
پر پلار کړی احسان پر اولاد هم احسان وي چې شکر يې واجب دی.

• إطعام الفقير والحض عليه من أسباب الوقاية من عذاب النار.
بې وزله ته خواړه ورکول او پردې کار هڅونه د اور له عذابه د ساتنې له لاملونو څخه دي.

• شدة عذاب يوم القيامة تستوجب التوقي منه بالإيمان والعمل الصالح.
د قيامت د ورځې د عذاب سختي پر ايمان او نېک کار ترې ځان ساتنه لازموي.

 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்ஹாக்கா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக