Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்மஆரிஜ்   வசனம்:
یُّبَصَّرُوْنَهُمْ ؕ— یَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِىِٕذٍ بِبَنِیْهِ ۟ۙ
هر انسان به خپل دوست ويني چې نه به ترې پټيږي، خو له دې سره به هيڅوک له بل چا څخه د حالت د سختوالي له امله پوښتنه نه کوي، څوک چې د اور وړ ګرځېدلی هغه به خوښوي چې خپل اولادونه د بدلې په ډول وړاندې کړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَصَاحِبَتِهٖ وَاَخِیْهِ ۟ۙ
او مېرمن او وروڼه يې په بدله کې ورکړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَفَصِیْلَتِهِ الَّتِیْ تُـْٔوِیْهِ ۟ۙ
او له کورنۍ يې هغه خپلوان قربان کړي چې له هغه سره په سختيو کې درېدل.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ— ثُمَّ یُنْجِیْهِ ۟ۙ
او له انسانانو، پېريانو او له هغوی پرته چې څه هم په ځمکه کې دي دا ټول به په بدله کې ورکړي، بيا به دغه بدله سپاري ترڅو ځان د اور له عذابه و ژغوري.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَلَّا ؕ— اِنَّهَا لَظٰی ۟ۙ
معامله به داسې نه وي لکه څنګه يې چې دغه ګناهکار غواړي، هغه خو د آخرت اور دی لمبې او شغلې وهي.
அரபு விரிவுரைகள்:
نَزَّاعَةً لِّلشَّوٰی ۟ۚۖ
د سخت ګرموالي او لمبو له امله د سر پوستکی په ډېره سختۍ له سره بېلوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَدْعُوْا مَنْ اَدْبَرَ وَتَوَلّٰی ۟ۙ
هغه څوک رابولي چې له حقه يې مخ اړولی وي او ډېر ترې لېرې شوی وي، ايمان يې نه وي پرې راوړی او عمل يې نه وي کړی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَجَمَعَ فَاَوْعٰی ۟
او مال يې راټول کړی، د الله په لار کې يې پر لګولو پرې بخيلي کړې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الْاِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْعًا ۟ۙ
پرته له شکه انسان سخت حريص پيداکړل شوی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًا ۟ۙ
کله چې له ناروغۍ او بې وزلۍ کوم ضرر ور ورسي لږ صبر کوونکی وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّاِذَا مَسَّهُ الْخَیْرُ مَنُوْعًا ۟ۙ
او کله چې له آبادۍ او شتمنۍ کوم داسې څه ور ورسي چې خوشالوي يې؛ نو د الله په لار کې له لګولو زيات منع کوونکی وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
مګر لمونځ کوونکي، ځکه هغوی له دغو بدو صفتونو څخه خوندي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
الَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ دَآىِٕمُوْنَ ۟
هغه کسان چې پر خپلو لمونځونو ټينګ ولاړ وي، پر بل څه نه ترې بوختيږي، او پر خپل ټاکلي وخت کې يې اداکوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ فِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُوْمٌ ۟
او هغه کسان چې په مالونو کې يې ټاکلې فرض برخه وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟
هغه چاته يې ورکوي چې سوال ترې کوي او هغه چاته چې سوال نه ترې کوي خو د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ یُصَدِّقُوْنَ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او هغه کسان چې د قيامت ورځ رېښتيني ګڼي، په کومه ورځ چې الله هر چاته د هغه څه بدله ورکوي چې وړ يې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۚ
او هغه کسان چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونکي وي، سره له دې چې هغوی نېک عملونه وړاندې کړي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَیْرُ مَاْمُوْنٍ ۪۟
پرته له شکه د هغوی د پالونکي عذاب وېروونکی دی هوښيار نه شي ترېبې غمه کېدلای.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د خپلو شرمځايونو په پټولو او له نارواوو په لېرې کولو ساتونکي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ
پرته له خپلو مېرمنو او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان شوي دي، ځکه پر دغو ښځو د کوروالي يا له هغو کمه ګټه اخېستلو کې هغوی ګرم نه دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ
نو څوک چې له يادو شويو مېرمنو او مينځو پرته پر بل چا ګټه پورته کوي، همغوی د الله له پولو اوښتونکي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟
او هغه کسان چې د مالونو، رازونو او نور څه په اړه امين وګڼل شي، او د خپلو هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې دي ساتونکي دي، په امانتونو کې خيانت نه کوي اوخپلې ژمنې نه ماتوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِشَهٰدٰتِهِمْ قَآىِٕمُوْنَ ۟
او هغه کسان چې خپلې شاهدۍ په مطلوب ډول وړاندې کوي، په هغو کې خپلوي او دښمني اغېز نه کوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ؕ
او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتنه کوي، چې په خپل وخت کې يې ادا کوي، په پاکۍ او ډاډ يې کوي، هيڅ شی يې نه ترې مشغولوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اُولٰٓىِٕكَ فِیْ جَنّٰتٍ مُّكْرَمُوْنَ ۟ؕ۠
همدغه پر داسې صفتونو متصف خلک به په عزتمنو جنتونو کې وي، چې له تلپاتې نعمتونو او د عزتمن الله مخ ته له کتلو سره به مخ کيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَالِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا قِبَلَكَ مُهْطِعِیْنَ ۟ۙ
اې رسوله! څه شي دغه ستا د قوم مشرکان ستا شاوخوا ته ستا درواغ ګڼلو ته په منډه منډه در کش کړي دي؟!.
அரபு விரிவுரைகள்:
عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِیْنَ ۟
ستا له ښي او چپ لوري ډلې ډلې پرتا چاپېر دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اَیَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ اَنْ یُّدْخَلَ جَنَّةَ نَعِیْمٍ ۟ۙ
آيا هر يو له هغوی دا هيله لري چې الله به يې د نعمتونو جنت ته ننباسي، چې پر تلپاتې نعمتونو به مزې کوي، په داسې حال کې چې هغه پر خپل کفر پاتې وي؟!.
அரபு விரிவுரைகள்:
كَلَّا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّمَّا یَعْلَمُوْنَ ۟
امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی فکر کړی، پرته له شکه موږ هغوی له هغه څه پيداکړي چې هغوی پرې پوهيږي، موږ له سپکو اوبو پيداکړي دي، چې هغوی کمزوري وو د ځانونو لپاره يې نه د ګټې او نه د ضرر واک لرلو؛ نو بیا څنګه هغوی لويي کوي؟!.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَلَاۤ اُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشٰرِقِ وَالْمَغٰرِبِ اِنَّا لَقٰدِرُوْنَ ۟ۙ
الله پر خپل ذات لوړه وکړه، په داسې حال کې چې هغه د لمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو لپاره د ختيځونو او لوېديځونو پالونکی دی، چې بېشکه موږ ځواکمن يو.
அரபு விரிவுரைகள்:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• شدة عذاب النار حيث يود أهل النار أن ينجوا منها بكل وسيلة مما كانوا يعرفونه من وسائل الدنيا.
د اور د عذاب سختوالی چې دوزخيان به خوښوي چې په هره لار ترې وژغورل شي، هغه لارې چارې کومې چې هغوی په دنيا کې پېژندلې.

• الصلاة من أعظم ما تكفَّر به السيئات في الدنيا، ويتوقى بها من نار الآخرة.
لمونځ ترټولو لوی هغه څه دی چې په دنيا کې کړي ګناهونه له منځه وړي او په آخرت کې له اوره پرې ساتل کيږي.

• الخوف من عذاب الله دافع للعمل الصالح.
د الله له عذابه وېره د نېک عمل کولو لامل دی.

 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்மஆரிஜ்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

வெளியீடு அல்குர்ஆன் ஆய்வுகளுக்கான தப்ஸீர் மையம்

மூடுக