Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்முஃமினூன்   வசனம்:
بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
بلكې موږ حق ورته راوړى خو هغوى (په خپله) درواغجن دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله هيڅوك په اولاد نه دى نيولى، او نه له هغه سره بل معبود شته، (كنه) بيا به هر معبود له خپل مخلوق سره (بېل شوى) تللى و او يو پر بل به يي لوړتيا كوله الله لره پاكي ده، له هغه څه چې ورته بيانوي يې.
அரபு விரிவுரைகள்:
عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
پر پټو او ښکاره و پوه دی، له هغه څه ډېر اوچت دى چې هغوى يې ورسره شريكوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
ووايه: ای زما پالونکيه! كه هغه سزا راووينې چې له هغوی سره يې ژمنه كيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ای زما پالونکيه! ما خو په ظالمانو خلكو كې مه شاملوه.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟
او بې شكه موږ پر دې قادر يو چې د كوم عذاب ژمنه هغوی سره كوو، هغه تا ته وښايو.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟
د بدۍ ايسارول په هغه توګه كوه چې ډېره غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوى يې بيانوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ
او وايه چې اى زما ربه! د شيطان له وسوسو په تا پورې پناه غواړم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟
او له دې نه هم پناه غواړم چې هغوى ما ته راشي.
அரபு விரிவுரைகள்:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ
تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايې اې زما ربه! بېرته مې وګرځوې.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ښايي په خپله شاته پريښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی. او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي راپاڅول كيږي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو كله چې په شپېلۍ كې پوکی وشي بيا به يې هغه ورځ نه ترمنځ څه خپلوي وي او نه به پوښتنې سره كوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو د چا تلې چې درنې شوې، هماغه خلك برى موندونكي دي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
او د چا چې تلې سپكې شي نو همدغه خلك دي چې خپل ځانونه يې تاواني كړي، په جهنم كې به تل اوسېدونكي وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟
اور به يې مخونه سوځوي او هغوی به بد شکله پكې پراته وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அல்முஃமினூன்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக