Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நிஸா   வசனம்:
وَالّٰتِیْ یَاْتِیْنَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ فَاسْتَشْهِدُوْا عَلَیْهِنَّ اَرْبَعَةً مِّنْكُمْ ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَاَمْسِكُوْهُنَّ فِی الْبُیُوْتِ حَتّٰی یَتَوَفّٰهُنَّ الْمَوْتُ اَوْ یَجْعَلَ اللّٰهُ لَهُنَّ سَبِیْلًا ۟
ستاسو له ښځو نه چې څوك بدکاري وکړي پر هغو باندې له تاسي څخه څلور شاهدان ونيسئ، نو كه څلور كسان شاهدي ووايي بیا یې په كورونو كې بنديانې كړئ تر څو ورته مرګ راشي يا الله د هغو لپاره څه (بله) لاره برابره كړي.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَالَّذٰنِ یَاْتِیٰنِهَا مِنْكُمْ فَاٰذُوْهُمَا ۚ— فَاِنْ تَابَا وَاَصْلَحَا فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟
او هغه دوه سړي له تاسي نه چې د دې فعل (زنا/لواطت) مرتكب شي نو هغوى دواړه وځوروئ، بيا كه هغو توبه وايستله اوځانونه يې اصلاح كړل نو هغوى پرېږدئ يقيناً الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او رحم كوونكى دى.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَی اللّٰهِ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ یَتُوْبُوْنَ مِنْ قَرِیْبٍ فَاُولٰٓىِٕكَ یَتُوْبُ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
بېشکه پر الله د توبې قبلولو حق د هغه كسانو لپاره دى چې د ناپوهۍ له امله كوم بد عمل ورڅخه صادر شي او ورپسې سمدلاسه توبه وباسي داسې خلكو ته بيا الله د خپلې مهربانۍ په نظر پاملرنه كوي او الله له ټولو خبرو خبردار دى او د حكمت او پوهې څښتن دى.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَلَیْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا حَضَرَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ اِنِّیْ تُبْتُ الْـٰٔنَ وَلَا الَّذِیْنَ یَمُوْتُوْنَ وَهُمْ كُفَّارٌ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
خو د هغو خلكو لپاره توبه نشته چې پرله پسې بد كارونه كوي تر دې پورې چې كله له هغو نه د يو تن مرګ رارسېږي؛ نو په هغه وخت كې وايي چې اوس مې توبه وايستله او همدغه راز د هغو كسانو لپاره هم توبه نشته چې د مرګ تروخته پورې په كفر كې پاتې شي، د دغه ډول خلكو لپاره خو موږ دردناكه سزا تياره كړېده.
அரபு விரிவுரைகள்:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا ؕ— وَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ۚ— وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّیَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا ۟
اې مومنانو دا درته روانه ده چې په زور (جبراً) ښځې په ميراث واخلئ، او نه به يې را ايساروئ چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ كوم چې تاسو وركړى و، مګر خو كه ښكاره بدكاري يې وكړه، او له هغوى سره ښه ګوزران كوئ، نو كه بدې مو راتلې (نو صبر وكړئ) كېداى شي يو څه به ستاسو خوښ نه وي خو الله به ډېر خير پكى واچوي.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அந்நிஸா
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

அர்ருவ்வாத் மொழிபெயர்ப்பு மையத்தின் குழு அல்-ரப்வா அழைப்பு சங்கம் மற்றும் பல் மொழிகளில் இஸ்லாமிய உள்ளடக்கத்திற்கு சேவை செய்யும் சங்கத்துடன் இணைந்து மொழிபெயர்த்துள்ளது.

மூடுக