Check out the new design

அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் * - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை


மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஅல்ஹிஜ்ர்   வசனம்:
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
الله وفرمایل: ابلیسه! څه خبره وه چې ته له سجده کوونکو سره یو ځای نه شوې؟
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
ابلیس وویل: له ما سره نه ښايې چې زه یو داسې چا ته سجده وکړم چې هغه تا له وچې کړنکیدلي تورې ورستې کړی شوې خټې نه جوړ کړی دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ
الله ورته وفرمایل: ته له دې ځایه ووځه ځکه چې ته رټل شوی یې.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او پر تا به د قیامت تر ورځې لعنت وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: پروردګاره! ما ته تر هغې ورځې وخت راکړه چې خلک بیرته راپورته کولای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
الله وفرمایل! تا ته وخت او مهلت دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
تر هغې ورځې چې نیټه يې مونږ ته معلومه ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ابلیس وویل: پروردګاره! څنګهچې تا زه بې لارې کړم په همغه شان به زه دوی ته د ځمکې ډیر څیزونه ښکاره او ټول د مخې به له لارې واړوم.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
خو یوازې ستا ځانګړي بنده ګان به رانه خلاص شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟
الله وفرمایل: هو! همدا لار روغه رمټه ماته راغلې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟
زما په غوره بنده ګانو ستا هیڅ وس او توان نه رسي. یوازې پر هغو بې لارو ته برلاسی يې چې ستا مننه يي کړې ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
او له تاسو ټولو سره جهنم وعده ده.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠
دوزخ اووه دروازې لرې هره دروازه د جلا جلا خلکو لپاره ویشل شوې ده[۷]
[۷] اووه دروازې یعنې اووه طبقې لري یا اووه دروازې لري چې هره دروازه يې ځانګړي خلک ننوځي( البحر المحیط).
அரபு விரிவுரைகள்:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ
او بې شکه چې پرهیزګاران به په باغونو او چینو کې وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟
( هغوی ته به وویل شي) جنتونو ته په روغه سټه ډاډمن ننه ووځئ.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
د دوی په زړونو کې چې یو د بل په هکله څه خبری وي هغه به هم ترې وباسو. نو د ورونو په څیر به په تتختونو یو بل ته مخامخ ناست وي.
அரபு விரிவுரைகள்:
لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟
هلته به ته له ستونزو سره مخ کیږي. او نه به له جنت څخه ویستلای شي.
அரபு விரிவுரைகள்:
نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
ای محمده! زما بنده ګانو ته اعلان وکړه چې زه بښونکی او مهربان یم.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟
او زما عذاب هم خورا دردناک عذاب دی.
அரபு விரிவுரைகள்:
وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او د ابراهیم د میلمنو کیسه هم ورته وکړه.
அரபு விரிவுரைகள்:
 
மொழிபெயர்ப்பு அத்தியாயம்: அஅல்ஹிஜ்ர்
அத்தியாயங்களின் அட்டவணை பக்க எண்
 
அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ் - மொழிபெயர்ப்பு அட்டவணை

மொழிபெயர்ப்பு மெளலவி ஜானிபாஸ் சர்பராஸ் மூலம் மொழிபெயர்க்கப்பட்டது

மூடுக