Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Ayet: (267) Sure: Sûratu'l-Bakarah
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّاۤ اَخْرَجْنَا لَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ ۪— وَلَا تَیَمَّمُوا الْخَبِیْثَ مِنْهُ تُنْفِقُوْنَ وَلَسْتُمْ بِاٰخِذِیْهِ اِلَّاۤ اَنْ تُغْمِضُوْا فِیْهِ ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او پېروي مو کړې د هغه د پېغمبر، ولګوئ له هغه حلال او پاک مال څخه چې ګټلی مو دی، او له هغه څخه چې مونږ درته د زمکې له نباتاتو څخه را ایستلي دي، او بې کارو او بدو مالونو ته قصد مه کوئ چې خیرات یې کړئ، او که چېرې تاسو ته درکړل شي نو نه یې اخلئ مګر که مو سترګې ورته پټې کړې وي په نا راضګۍ سره یې اخلئ له بې کاره کېدو له امله، نو څرنګه تاسو الله تعالی په هغه څه راضي کوئ چې خپله پرې نه راضي کېږئ؟ او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی بې پروا دی ستاسو له خېراتونو څخه، ستایل شوی دی په خپل ذات او کارونو کې.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• المؤمنون بالله تعالى حقًّا واثقون من وعد الله وثوابه، فهم ينفقون أموالهم ويبذلون بلا خوف ولا حزن ولا التفات إلى وساوس الشيطان كالتخويف بالفقر والحاجة.
په الله تعالی ریښتیني مومنان دالله تعالی په ژمنه او ثواب کلک باور لري پس خرچه کوي خپل مالونه په غیر د کومې ویرې او غم څخه او نه د شیطان وسوسو ته دپاملرنې لکه دغریبۍ اومحتاجۍ څخه ویریدل.

• الإخلاص من أعظم ما يبارك الأعمال ويُنمِّيها.
اخلاص خورا د غټو هغه اسبابو څخه دی چې په عملونو کې برکت اچوي او وده ورکوي.

• أعظم الناس خسارة من يرائي بعمله الناس؛ لأنه ليس له من ثواب على عمله إلا مدحهم وثناؤهم.
غټ تاوانې په خلکو کې هغه څوک دی چې عمل خلکو ته د ځان ښوونې لپاره کوي؛ نو نه به وي ده لپاره ثواب په دغه عمل مګر د خلکو ستاینه او صفت.

 
Anlam tercümesi Ayet: (267) Sure: Sûratu'l-Bakarah
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Mealler fihristi

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Kapat