Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Sure: Sûretu'l-Mulk   Ayet:

الملك

Surenin hedefleri:
إظهار كمال ملك الله وقدرته؛ بعثًا على خشيته، وتحذيرًا من عقابه.
د الله د پاچايۍ او ځواک ښکارندوينه؛ د هغه د وېرې او له سزا يې د ځان ساتنې لامل کېدل.

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُ ۟ۙ
د هغه الله خير ډېر زيات او لوی دی چې يوازې د هغه په لاس کې پاچايي ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
Arapça tefsirler:
١لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُ ۟ۙ
هغه ذات دی چې مرګ يې پيداکړی او ژوند يې پيداکړی ترڅو اې خلکو! تاسو و ازمويي چې کوم يو مو د عمل له پلوه غوره دی، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي.
Arapça tefsirler:
الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ؕ— مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ؕ— فَارْجِعِ الْبَصَرَ ۙ— هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ ۟
(الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان د خپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې.
Arapça tefsirler:
ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّهُوَ حَسِیْرٌ ۟
بيا دې له يو ځل وروسته دويم ځل سترګې ور واړوه سترګې به دې داسې خوارې در وګرځي چې د آسمان په پيدايښت کې به هيڅ زيان او ګډوډي ونه ويني، هغه به له ليدلو ناتوانه ايسارې وې.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَاَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ ۟
او ځمکې ته نېږدې آسمان مو په رڼا کوونکو ستورو ښايسته کړی، او دغه ستوري مو داسې وېشتونکي ګرځولي چې هغه شيطانان پرې وېشتل کيږي کوم چې په پټه غوږ نيسي، نو سوزي يې او هغوی لره مو په آخرت کې بلېدونکی اور چمتو کړی دی.
Arapça tefsirler:
وَلِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د قيامت په ورځ سور اور دی او ډېر بد د ورتګ ځای دی چې هغوی به ورګرځي.
Arapça tefsirler:
اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّهِیَ تَفُوْرُ ۟ۙ
کله چې هغوی په اور کې واچول شي له هغوی به داسې بد سخت آواز واورېدل شي او هغه به داسې خوټيږي لکه دېګ چې خوټيږي.
Arapça tefsirler:
تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ ۟
نېږدې ده چې (د دوزخ) ځينې برخې به له ځينو بېلې او جلا شي پر هغه چا د سختې غوسې له امله چې پکې ور ننوځي، هر کله چې يوه ډله له کافرانو پکې ور وغورځول شي، پر هغوی ګومارل شوې پرېښتې به يې د سخت چلند د پوښتنې په ډول پوښتي: آيا تاسو ته په دنيا کې کوم رسول نه و درغلی چې د الله له عذابه يې وېرولي واست؟!.
Arapça tefsirler:
قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ ۙ۬— فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۖۚ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ ۟
او کافرانو وويل: ولې نه، موږ ته رسول راغی چې د الله له عذابه يې وېرولو، خو موږ درواغجن وګڼلو، او ورته ومو ويل: الله هيڅ وحي نه ده را نازله کړې، او اې رسولانو! تاسې يوازې له حقه په لويه لارورکۍ کې ياست.
Arapça tefsirler:
وَقَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟
او کافران به وايي: که چېرې موږ داسې اورېدلای چې ګټه يې رسولای او يا داسې پوهېدلای چې حق يې له باطله بېلولای؛ نو موږ به په دوزخيانو کې نه و، بلکې پر رسولانو به مو ايمان راوړی و او هغه څه به مو رېښتيا ګڼلی و چې هغوی راوړي وو، او موږ به له جنتيانو وو.
Arapça tefsirler:
فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ ۚ— فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟
نو هغوی د خپلو ځانو پر خلاف د کفر او درواغ ګڼلو اقرار وکړ، نو هغوی د اور وړ وګرځېدل، او د اور خلکو لره (د الله له لورېيڼې) لېرې والی دی.
Arapça tefsirler:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې په خپلو پټوځايونو کې له الله وېريږي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده، او هغوی لره لويه بدله ده چې هغه جنت دی.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• في معرفة الحكمة من خلق الموت والحياة وجوب المبادرة للعمل الصالح قبل الموت.
د مرګ او ژوند د پيدايښت د پېژندګلوۍ حکمت، له مرګ وړاندې نېک کار ته بيړه کول لازموي.

• حَنَقُ جهنم على الكفار وغيظها غيرةً لله سبحانه.
پر کافرانو د دوزخ غوسه او سختېدل دا د الله پاک د پاره غيرت دی.

• سبق الجن الإنس في ارتياد الفضاء وكل من تعدى حده منهم، فإنه سيناله الرصد بعقاب.
له انسانانو مخکې د پېريانو فضاء ته تګ راتګ او له هغوی څخه چې څوک له بريده اوښتي، هغه به د رانیولو په سزا رسي.

• طاعة الله وخشيته في الخلوات من أسباب المغفرة ودخول الجنة.
د الله پيروي او په پټه له هغه وېره د بښنې او جنت ته د ننتولو له لاملونو څخه دي.

وَاَسِرُّوْا قَوْلَكُمْ اَوِ اجْهَرُوْا بِهٖ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
اې خلکو! خبرې مو که پټې کوئ او که يې ښکاره کوئ، الله پرې پوهيږي، بېشکه هغه پاک ذات پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په زړونو کې يې دي، پر هغه له دغه څخه هيڅ هم نه پټيږي.
Arapça tefsirler:
اَلَا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ ؕ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟۠
آيا هغه ذات به نه پوهيږي چې ټول خلک يې پيداکړي، راز او تر راز پټ يې هم پيداکړي دي؟! او هغه پر بندګانو يې مهربانه دی، پر چارو يې ښه خبر دی، له هغه هيڅ هم ترې پټ نه دي.
Arapça tefsirler:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ ذَلُوْلًا فَامْشُوْا فِیْ مَنَاكِبِهَا وَكُلُوْا مِنْ رِّزْقِهٖ ؕ— وَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ۟
همغه ذات دی چې تاسو لره يې ځمکه پسته نرمه ګرځولې، پر هغې د اوسېدو لپاره، نو په بېلابېلو برخو او اړخونو کې يې وګرځئ، او له هغه روزي يې وخورئ چې تاسې لره يې پکې چمتو کړې ده، او يوازې هغه ته مو د حساب او بدلې لپاره بېرته را پورته کېدل دي.
Arapça tefsirler:
ءَاَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمُ الْاَرْضَ فَاِذَا هِیَ تَمُوْرُ ۟ۙ
آيا تاسې له هغه الله څخه چې په آسمان کې دی له دې خبرې په امن کې ياست چې هغه ستاسې لاندې ځمکه وچوي لکه څنګه يې چې د قارون لاندې وچوله وروسته تردې چې پر هغې د اوسېدو لپاره نرمه او اېل کړل شوې وه، نو پرتاسو وخوځيږي وروسته د هغې له برقرارۍ څخه.
Arapça tefsirler:
اَمْ اَمِنْتُمْ مَّنْ فِی السَّمَآءِ اَنْ یُّرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ؕ— فَسَتَعْلَمُوْنَ كَیْفَ نَذِیْرِ ۟
آيا د هغه الله له لوري د دې خبرې په اړه ډاډه ياست چې هغه به پرتاسو له آسمانه ډبرې را ونه ليږي لکه د لوط پر قوم يې چې ولېږلې؟! نو ژر به پوه شئ کله چې تاسې لره زما عذاب زما له لوري په وېرولو ووينئ، خو هيڅکله به د عذاب له ليدلو وروسته ګټه ترې پورته نه کړئ.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
له دغو مشرکانو مخکې چې کوم امتونه تېر شوي (خپل رسولان يې) درواغجن وګڼل، نو پر هغوی د الله عذاب را نازل شو پر خپل کفر او درواغ ګڼلو يې د ټينګار له امله، نو پر هغوی زما عذاب څنګه و؟! هغه ډېر سخت انکار( تغییر او بدلون) و.
Arapça tefsirler:
اَوَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ فَوْقَهُمْ صٰٓفّٰتٍ وَّیَقْبِضْنَ ؕۘؔ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا الرَّحْمٰنُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ بَصِیْرٌ ۟
آيا دغو درواغ ګڼونکو خپل له پاسه داسې مرغان نه دي ليدلي چې د الوتلو پر مهال يوځل خپل وزرونه غوړوي او بيا يې ټولوي، او پر ځمکه له لوېدو يې له الله پرته بل څوک نه نيسي، بېشکه هغه د هر څه ليدونکی دی، هيڅ هم نه ترې پټيږي.
Arapça tefsirler:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ جُنْدٌ لَّكُمْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ ؕ— اِنِ الْكٰفِرُوْنَ اِلَّا فِیْ غُرُوْرٍ ۟ۚ
اې کافرانو! تاسې لره کوم داسې لښکر نشته چې د الله له عذابه مو مخه ونيسي که چېرې هغه مو په عذابول وغواړي، کافران يوازې دوکه شوي دي، شيطان دوکه کړي دي، نو هغوی هم پرې دوکه شوي دي.
Arapça tefsirler:
اَمَّنْ هٰذَا الَّذِیْ یَرْزُقُكُمْ اِنْ اَمْسَكَ رِزْقَهٗ ۚ— بَلْ لَّجُّوْا فِیْ عُتُوٍّ وَّنُفُوْرٍ ۟
هيڅوک نشته چې تاسې ته روزي درکړي که چېرې الله تاسو ته خپله روزي رسول منع کړي، بلکې پايله دا ده چې کافران په ضد، لويۍ او له حقه په مخ اړولو کې له بريده اوښتي دي.
Arapça tefsirler:
اَفَمَنْ یَّمْشِیْ مُكِبًّا عَلٰی وَجْهِهٖۤ اَهْدٰۤی اَمَّنْ یَّمْشِیْ سَوِیًّا عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ايا څوک چې پړمخې پروت روان وي او مشرک وي هغه به په سمه لار وي او که هغه مؤمن چې پر نېغه لار روان وي؟!.
Arapça tefsirler:
قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو د الله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي.
Arapça tefsirler:
قُلْ هُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته د حساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ.
Arapça tefsirler:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د بېرته را ژوندي کولو درواغ ګڼونکي به د بيا ژوندي کولو د لېرې ګڼلو له امله وايي: دا ژمنه به کله وي چې ته يې زموږ سره ژمنه کوې اې محمده! ته او ملګري دې که په خپله هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې هغه به هرومرو راتلونکي وي؟!.
Arapça tefsirler:
قُلْ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ۪— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
اې رسوله! ووايه: د قيامت پوهه يوازې له الله سره ده، يوازې هغه پوهيږي چې کله به را منځته کيږي، او زه خو يوازې تاسو لره په خپلو وېرولو کې څرګندوونکی يم.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• اطلاع الله على ما تخفيه صدور عباده.
د الله پر هغه څه خبرېدل چې د هغه دبندګانو سينې يې پټوي.

• الكفر والمعاصي من أسباب حصول عذاب الله في الدنيا والآخرة.
کفر او ګناهونه په دنيا او آخرت کې د الله د عذاب د حاصلېدلو له لاملونو څخه دي.

• الكفر بالله ظلمة وحيرة، والإيمان به نور وهداية.
پر الله کفر کول تياره او حيرانتيا ده، او پر هغه ايمان راوړل رڼا او لارښوونه ده.

فَلَمَّا رَاَوْهُ زُلْفَةً سِیْٓـَٔتْ وُجُوْهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَقِیْلَ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَدَّعُوْنَ ۟
کله چې د هغوی د ژمنې وخت راشي او ځانو ته نېږدې عذاب وويني او دا به د قيامت ورځ وي، د هغو خلکو د مخونو رنګ به بدل او تګ تور شي چې پر الله يې کفر کړی وو، او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې په دنيا کې موغوښتل او په اړه مو يې بيړه کوله.
Arapça tefsirler:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَهْلَكَنِیَ اللّٰهُ وَمَنْ مَّعِیَ اَوْ رَحِمَنَا ۙ— فَمَنْ یُّجِیْرُ الْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته پر هغوی د استنکار (بدګڼلو) په ډول ووايه: خبر راکړئ که الله ما مړ کړي او څوک چې له مؤمنانو را سره دي هغوی هم مړه کړي او يا را باندې ورحميږي، چې نېټې مو وروسته کړي؛ نو څوک به کافران له دردوونکې سزا څخه وژغوري، هيڅوک به يې هم هيڅکله ونه شي ژغورلای.
Arapça tefsirler:
قُلْ هُوَ الرَّحْمٰنُ اٰمَنَّا بِهٖ وَعَلَیْهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: هغه رحمان چې يوازې خپل عبادت ته مو وربولي، موږ پرې ايمان راوړی، او يوازې پر هغه مو په خپلو چارو کې بروسه کړې ده، تاسو به هرومرو پوه شئ چې څوک په څرګنده لارورکۍ کې دي او څوک پر نېغه لار دي.
Arapça tefsirler:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ ۟۠
اې رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: خبر راکړئ که چېرې مو هغه اوبه چې ترې څښئ يې په ځمکه کې داسې ښکته شي چې تاسو نه شئ ورته رسېدلای؛ نو څوک به زياتې روانې اوبه درته راولي؟! له الله پرته بل هيڅوک دا نه شي کولای.
Arapça tefsirler:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• اتصاف الرسول صلى الله عليه وسلم بأخلاق القرآن.
د رسول -صلی الله عليه وسلم- پر قرآني اخلاقو متصف والی.

• صفات الكفار صفات ذميمة يجب على المؤمن الابتعاد عنها، وعن طاعة أهلها.
د کافرانو صفتونه بد صفتونه دي د مؤمنانو لپاره له هغو او د هغو د څښتنانو له پيروۍ څخه لېرې والی په کار دی.

• من أكثر الحلف هان على الرحمن، ونزلت مرتبته عند الناس.
څوک چې زياتې لوړې کوي د رحمان پر وړاندې به سپک وي، او د خلکو پر وړاندې به يې مرتبه راولوېږي.

 
Anlam tercümesi Sure: Sûretu'l-Mulk
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Mealler fihristi

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Kapat