Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi * - Mealler fihristi

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Anlam tercümesi Sure: Sûratu'l-Hicr   Ayet:
قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ
وویل (لوط -علیه السلام-): دغه زما لوڼي دي ( نکاح ورسره وکړئ) که چېرته تاسو تر سره کوونکي یاست.
Arapça tefsirler:
لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
قسم دی ستا په ژوند؛ یقینا دوی په خپله نشه کې دي پریشانه.
Arapça tefsirler:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ
نو د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چغې ونيول.
Arapça tefsirler:
فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ
او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره كړه او پر هغو مو د پخې شوې خټې د تيږو باران ووراوه.
Arapça tefsirler:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟
په دې پېښه كې د ځيركو خلكو لپاره سترې نښانې دي.
Arapça tefsirler:
وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟
او بې شکه دغه (کلي) خامخا پراته دي په لار سمه (چلنده) کې.
Arapça tefsirler:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
په هغې كې د عبرت درس دى هغو خلكو لپاره چې د ايمان خاوندان دي.
Arapça tefsirler:
وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او یقینا وو خاوندان د بڼ (ځنګل) خامخا ظلم کوونکي.
Arapça tefsirler:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠
نو بدل واخیست موږ له دوی څخه او یقینا خامخا دوی دواړه قومونه په مشهوره او ښکاره لاره باندې دي.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
د حجر خلكو (د كندې اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران دروغجن ګڼلي وو.
Arapça tefsirler:
وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ
او ورکړي وو موږ دوی ته ډیر معجزات خپل نو وو دوی له هغو (معجزو) څخه مخ ګرځوونکي.
Arapça tefsirler:
وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟
او دوی به د غرونو نه تراشلې کوټې او په امن سره اوسیدونکي وو.
Arapça tefsirler:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
نو ونیول دوی لره یوې ناڅاپه چغې په وخت د سبا کې.
Arapça tefsirler:
فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ
او د هغو ګټلې هغوی ته هېڅ په درد ونه خوړل.
Arapça tefsirler:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟
او نه دي پیدا کړي موږ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې په منځ د دواړو کې دي مګر د حق د ښکاره کولو لپاره، او بې شکه قیامت خامخا راتلونکی دی نو مخ واړوه له دې خلکو څخه په ښایسته مخ اړولو سره.
Arapça tefsirler:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟
بې شکه رب ستا دی ښه پیداکوونکی او پوهه دی په هر څه.
Arapça tefsirler:
وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟
موږ تا ته اوه بیا تکرارېدونکې ايتونه دركړيدي، او تا ته مو ستر قراّن دركړيدى.
Arapça tefsirler:
لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ته هغه سامانونو ته سترګې مه اړوه چې موږ له دوى څخه بيلابېلو خلكو ته وركړيدي، او مه د دوى پر حال خپل زړه ځوروه، او مومنانو ته د خواخوږۍ او مهربانۍ وزرې ښکته کړه.
Arapça tefsirler:
وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ
او (نه منونكو ته) ووايه: بې شکه زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم.
Arapça tefsirler:
كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ
دا هماغسې اخطار دى لكه چې مو تفرقه اچوونكو ته لېږلى و.
Arapça tefsirler:
 
Anlam tercümesi Sure: Sûratu'l-Hicr
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Rowad Tercüme Merkezi - Mealler fihristi

Rowad Tercüme Merkezi Ekibi tarafından Rabvede'ki Tebliğ, İrşat ve Toplum Bilinçlendirme Derneği ve Dünya dillerinde İslami içerik ve hizmet cemiyeti işbirliğiyle tercüme edilmiştir.

Kapat