Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Serfraz * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Sure: Sûratu Yûnus   Ayet:

یونس

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ ۟
الر دا له حکمت نه د ډک کتاب ایتونه دي.
Arapça tefsirler:
اَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا اَنْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی رَجُلٍ مِّنْهُمْ اَنْ اَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؔؕ— قَالَ الْكٰفِرُوْنَ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ایا خلکو ته د تعجب خبره ده؟چې مونږ د هغوی یوه سړي ته وحې کړې ده چې ویده خلک راویښ او مؤمنانو ته زیری ورکړه چې هغوی ته د رب په وړاندې خورا لوړ مقام او مرتبه ده.کافرانو وویل چې محمد یو ښکاره جادوګر دی.
Arapça tefsirler:
اِنَّ رَبَّكُمُ اللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ یُدَبِّرُ الْاَمْرَ ؕ— مَا مِنْ شَفِیْعٍ اِلَّا مِنْ بَعْدِ اِذْنِهٖ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
حقیقت همدا دی چې ستاسې رب هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پيدا بیا یې پر عرش استواء وکړه د کایناتو چارې په خپله چلوي،هیڅ څوک سپارښتنه نه شي کولې مګر د هغه له اجازې وروسته به یې کوي هو! همدغه الله ستاسې رب دی نو عبادت یې وکړئ،ایا تاسې خبرې ته زیر نه یي؟
Arapça tefsirler:
اِلَیْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— اِنَّهٗ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ بِالْقِسْطِ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِیْمٍ وَّعَذَابٌ اَلِیْمٌ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟
ستاسو ټولو بیرته ورتګ د هغه په لور دی،دا د الله حقه وعده ده،ځکه چې هغه مخلوق پیدا کوي او بیا یې بیرته د ځان په لور راګرځوي تر څو د ایمان خاوندانو او نیکو کارو خلکو ته د انصاف په رڼا کې بدله ورکړي،او کافرانو ته د هغوی د کفری کارونو له کبله خوټیدلې ګرمې اوبه او دردناک عذاب دی.
Arapça tefsirler:
هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الشَّمْسَ ضِیَآءً وَّالْقَمَرَ نُوْرًا وَّقَدَّرَهٗ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— مَا خَلَقَ اللّٰهُ ذٰلِكَ اِلَّا بِالْحَقِّ ۚ— یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې لمر یې روښانه ځلیدونکی او سپوږمۍ یې رڼا ګرځولې او د هر یوه لپاره یې خپل،خپل مدار ټاکلی دی تر څو تاسې د کلونو په شمیر او حساب پوه شئ. الله پاک دا ټول کائنات په باوري توګه په حق سره پیدا کړي د پوهو خلکو لپاره ټول دلایل په بشپړ ډول وړاندې کوي.
Arapça tefsirler:
اِنَّ فِی اخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَّقُوْنَ ۟
بې له شکه چې د شپې او ورځې په اختلاف او د الله په هغه پيدایښت کې چې په اسمانونو او ځمکه کې یې کړی دی،د الله نه د ډاریدونکو خلکو لپاره ډیرې زیاتې نښې دي.
Arapça tefsirler:
 
Anlam tercümesi Sure: Sûratu Yûnus
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Serfraz - Mealler fihristi

Peştuca Kur'an-ı Kerim Meali. Mevlana Canbaz Serferaz tarafından tercüme edilmiştir.

Kapat