Check out the new design

Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Serfraz * - Mealler fihristi


Anlam tercümesi Sure: Sûratu'n-Nisâ   Ayet:
وَاللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْكُمْ ۫— وَیُرِیْدُ الَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِیْلُوْا مَیْلًا عَظِیْمًا ۟
الله غواړي چې ستاسې توبه ومني او د شهوتونو پسې منډې وهونکې غواړي چې تاسې په لویه پیمانه له لارې کاږه شئ.
Arapça tefsirler:
یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّخَفِّفَ عَنْكُمْ ۚ— وَخُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا ۟
الله غواړي چې په تاسې اساني راولي انسان ډير ناتوانه پیدا کړای شوی دی.
Arapça tefsirler:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِّنْكُمْ ۫— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟
ای مؤمنانو! مالونه مو په خپلو مینځونو کې په ناروا مه خورئ مګر هغه چې د طرفینو د خوښې په رڼا کې د راکړی او ورکړی له لارې وي او ځانونه مو مه وژنئ بې شکه الله پاک پر تاسې ډير مهربان دی.
Arapça tefsirler:
وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ عُدْوَانًا وَّظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِیْهِ نَارًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟
او هر څوک چې د تیري او تجاوز له مخې دا ناوړه کار وکړي نو ډیر ژر به یې اور ته ننه باسو دا کار الله پاک ته ډیر اسان دی.
Arapça tefsirler:
اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟
که تاسې له هغو لویو ګناهونو چې تاسې ترې منع کولای شئ ځانونه وژغورئ نو مونږ به ستاسې کوچني ګناهونه ورژ وو او خورا ښه او غوره ځای ته به مو داخل کړو.
Arapça tefsirler:
وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللّٰهُ بِهٖ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوْا ؕ— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ؕ— وَسْـَٔلُوا اللّٰهَ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟
او د هغه څه د لاس ته راوړلو هیله مه کوئ چې الله پاک پرې ستاسې ځینې خلک پر ځینو نورو زیات کړي دي ـ د سړیو لپاره د خپلو کړنو برخه ده او د ښځو لپاره د خپلو کړنو برخه له الله نه د هغه مهرباني وغواړئ بې له شکه له الله پاک پر هر شي ښه پوه دی.
Arapça tefsirler:
وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ؕ— وَالَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟۠
مونږ د هر هغه مال لپاره چې مور، پلار او خپلوان یې پریږدي وارثان او حقداران ټاکلي دي(۴) او د هغو خلکو برخه هم ورکړئ چې تاسې ورسره تړون لرئ بې شکه الله پاک پر هر شي ښه څارونکی دی.
Arapça tefsirler:
 
Anlam tercümesi Sure: Sûratu'n-Nisâ
Surelerin fihristi Sayfa numarası
 
Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Peştuca Tercüme - Serfraz - Mealler fihristi

Peştuca Kur'an-ı Kerim Meali. Mevlana Canbaz Serferaz tarafından tercüme edilmiştir.

Kapat