قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى

مؤمنون

external-link copy
1 : 23

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 23

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَ ۟ۙ

هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه). info
التفاسير:

external-link copy
3 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې له چټياتو ډډه كونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې زكات ورکوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ

هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 23

اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ

پرته له مېرمنو او وينځو يې چې په هغو كې دوى د ملامتۍ وړ نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 23

فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ

نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو همدغه کسان له حد نه تېریدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ۘ

او هغوى چې (تل) د خپلو لمونځونو ساتنه كوي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 23

اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَ ۟ۙ

همدوى وارثان دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 23

الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

چې په ميراث كې به فردوس ومومي اوپه هغې كې به د تل لپاره هستوګن وي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 23

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍ ۟ۚ

او بې شکه پیدا کړی موږ انسان له چاڼ کړی شوې خټې نه. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 23

ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۪۟

بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 23

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ۗ— ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ ؕ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَ ۟ؕ

بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 23

ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَ ۟ؕ

بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 23

ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ ۟

بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 23

وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ ۖۗ— وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ ۟

او موږ ستاسي د پاسه اوه لارې جوړې كړې دي او (تر هغو لاندې) مخلوق څخه موږ بې خبره نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 23

وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ ۖۗ— وَاِنَّا عَلٰی ذَهَابٍ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَ ۟ۚ

او له ااسمانه مو په يوه ټاكلې اندازه اوبه را اوورولې او هغه مو په ځمكه كې ودرولې او په له منځه وړلو يې هم بې شکه موږ قادر يو. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 23

فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ ۘ— لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ

بيا مو تاسو ته په هغو سره د كجورو او انګورو باغونه پيدا كړل چې په هغو كې ستاسي لپاره ډېرې مېوى دي او له همدغو نه تاسو خوراك كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 23

وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ ۟

او هغه ونه موهم پيدا كړه چې له ښایسته غر څخه راوځي، د خوړونكو لپاره له غوړيو او ترکارۍ سره را زرغونيږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 23

وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ

او رېښتيا چې ستاسي لپاره په څارويو كې هم يو درس شته، چې د هغو په خیټو كې څه دي، له هغو موږ تاسو ته يو (پاك) شى درڅښو او تاسو ته په هغو كې ډېرې ګټې دي او خوراك هم ترې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 23

وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠

او په دغو (څارويو) او بېړئ باندې بارول كېږئ هم. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 23

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

او بېشكه موږ نوح د هغه خپل قوم ته ورواستلو نو ورته ويې ويل: ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم بل معبود نشته، اّيا تاسو نه وېرېږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 23

فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً ۖۚ— مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟ۚۖ

نو د هغه د قوم هغو سردارانو – چې كافر شوي وو وويل: دا ستاسو په شان يو انسان نه پرته بل څه نه دى! غواړي چې پر تاسي لوړتيا ولري او الله خو كه غوښتي واى نو پرېښتې به يې رالېږلې وې، دا خبره خو مو پخوانيو پلرونو كې هم نه وه اورېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

هغه بل څه نه دى مګر يو داسې سړى چې په هغه ليونتوب دى نو تر يو څه وخته هغه ته انتظار وكړئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

نوح وويل: ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 23

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۚ— وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟

نو هغه ته مو وحې وكړه چې زموږ تر څارنې لاندې یې او زموږ په وحى بېړۍ جوړه كړه کله چې زموږ امر راغی او تنور وخوټېد، نو له ټولو (ځناورو) څخه جوړه جوړه، دوه دوه ورننباسه او خپله كورنۍ هم، پرته له هغه چا چې په اړه يې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او چا چې ظلم كړى، د هغوی په اړه له ماسره خبره مه كوه، هغوى يقيناً ډوبېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 23

فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو كله چې ته او هغه څوك چې درسره وي، پر بېړۍ سم برابر شوئ نو بيا ووايه چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالمانو وژغورلو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

او ووايه پروردګاره! ما په بركتناك ځاى كې ښكته كړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى يې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 23

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟

بې شكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بې شكه موږ خامخا ازمېښت كوونكي یو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ

بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه راپورته كړل. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 23

فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠

نو په هغوی كې مو له هغوى څخه رسول واستولو چې الله ولمانځئ، ستاسو لپاره له هغه پرته بل معبود نشته، آيا تاسو نه وېرېږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 23

وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ

او د هغه د قوم هغو مشرانو چې کفر يې کړی و، له آخرت سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼلي وو او د دنيا په ژوند كې مو سو كاله كړي وو، داسې وويل: دغه ستاسو په شان له يو انسان پرته بل څه نه دى، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسو يې څښئ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 23

وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ

او كه ستاسو په شان يو بشر ته مو غاړه كېښوده نو بيا به تاسو هرومرو تاوانيان ياست. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 23

اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟

آيا هغه دا ژمنه درسره كوي چې كه تاسو كله مړه او خاورې او هډوكي شوئ نو (بيا به) را اېستل كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 23

هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

لرې ده، بيخي لرې ده دغه ژمنه چې له تاسي سره كېږي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 23

اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟

نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي راپورته كېدونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

دا هم يوازې داسې يو سړى دی چې پر الله يې درواغ تړلي او موږ يې منونكي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

وويل (نوح) ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 23

قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ

ويې فرمايل: لږ وخت وروسته به هغوى هرومرو پښېمانه شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 23

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

پس ونیول په پاى کې دوی لره له حق سره سم يوې سترې چغې او موږ هغوى نيزوړو غوندې وغورځول، ايسته دې وي ظالم قوم! info
التفاسير:

external-link copy
42 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

بيا مو له هغوى وروسته نور ولسونه را پيدا كړل. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 23

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ

نشي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې مقررې وعدې او نه ترې وروسته پاتې کیدلی شي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

بيا مو پرله پسې خپل رسولان واستول، كله به چې يو قوم ته د هغوى رسول ورغلو، هغه به يې درواغجن وباله، نو موږ هم يو پر بل پسې تباه كړل، تر دې چې له هغوى مو افسانې جوړې كړې نو تباهي (يا له رحمته لرې والى) دې وي پر داسې خلكو چې ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

بيا مو موسىٰ او ورور يې هارون له خپلو نښانو او ښكاره دليل سره ولېږل. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 23

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ

فرعون او سردارانو ته يې، خو هغوى لويي وكړه او دوى كبرجن خلك وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 23

فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ

نو هغوى وويل: آيا موږ پر داسې دوو کسانو ايمان راوړو چې زموږ غوندې انسانان دي او قوم يې زموږ مريان دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 23

فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟

بيايې هغوى دواړه درواغجن وګڼل؛ نو له تباه کېدونکو وګرځېدل. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 23

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

او بې شكه موسىٰ ته مو كتاب وركړ تر څو هغوى سمه لار ومومي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 23

وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠

او موږ د مريم زوى او مور يې نښانه وګرځول او هغوى ته مو په يوه داسې هسكه ځمكه كې ځاى وركړ چې د كراري او روانو چينو والا وه. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 23

یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ

ای رسولانو! له پاكو شيانو خوراك كوئ او سم عملونه وكړئ (د قران او سنت موافق)، بې شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 23

وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟

او همدغه ستاسو امت يو امت دى او زه مو پالونکی يم را څخه ووېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 23

فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

خو بيا يې خپل دين سره ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې سره چې څه وو پرهماغه خوشحاله وه. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 23

فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

نو تر يوې نېټې يې په خپل غفلت كې همداسې ډوب پرېږده. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 23

اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ

آيا دوى دا انګېري چې موږ په مالونواولادونو كې له دوى سره مرسته كوو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 23

نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟

چې موږ د هغوى لپاره په ښېګڼه كې هڅه كوو؟ نه، بلكې هغوى نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 23

اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ

بې شكه هغه خلك چې د خپل پالونکي له وېرې لړزېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې د خپل پالونکي پر آيتونو ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې له خپل پالونکي سره څه نه شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 23

وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ

او هغوى چې وركوي، څه چې وركوي حال دا چې زړونه يې په دې وېره کې وي چې دوى د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 23

اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟

همدا خلك په ښېګڼو كې منډې ترړې وهي او همدوى ور وړاندې كېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 23

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او موږ هيڅوك د هغه له توانه پورته نه مکلفوو، او له موږ سره يو داسې كتاب دى چې رېښتيا بيانوي او په دوى به هيڅ ظلم ونه شي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 23

بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟

خو د هغوى زړونه له دې څخه په غفلت كې دي او څه نور عملونه يې هم شته چې كوونكي يې دي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 23

حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ

تر دې چې عياشان يې په سزا كې راګير كړو نو بيا به يو دم په رمباړو شي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 23

لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

نن رمباړې مه وهئ (اوس به) زموږ لخوا څه مرسته درنه کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 23

قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ

زموږ آيتونه خو پرتاسو لوستل كېدل خو تاسو به پر پوندو شاته ګرځېدئ. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 23

مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟

پر هغه لويي کوونکي وئ، د شپى كيسې به مو پرې جوړولې، سپكې سپورې مو پرې وېلې. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 23

اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ

نو آيا هغوى په دې وينا څه غور نه دى كړى، كه هغوى ته يو داسې څه راغلي چې پخوانيو پلرونو ته يې نه وو راغلي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 23

اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ

يا يې خپل رسول نه دى پېژندلى نو (ځكه) ترې نټه کوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 23

اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

او يا دوى وايي چې په هغه (كې) لېونتوب دى؟ نه بلكې هغوی ته يې حق راوړى او د هغوى ډېری د حق ناخوښوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 23

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ

او كه حق د هغوى په هوسونو پسې تللى وى نو هرومرو به اسمانونه، ځمكه او څه چې په هغو كې دي، ګډ وډ شوي وو. خو، نه، موږ هغوى ته يې ذكر (نصيحت) راوړى او هغوى له خپله ذكر څخه مخ ګرځوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 23

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

آيا ته له دوی نه څه اجر غواړې؟ ستا لپاره ستا د رب دركړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي دركوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 23

وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او بې شکه ته خو يې سمې نېغى لارې ته رابولې. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 23

وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟

او هغه خلك چې آخرت نه مني له همدې سمې لارې كږېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 23

وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 23

وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 23

حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠

تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 23

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 23

بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟

خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 23

قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟

هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 23

لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 23

قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 23

قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 23

قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟

ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 23

بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

بلكې موږ حق ورته راوړى خو هغوى (په خپله) درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 23

مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

الله هيڅوك په اولاد نه دى نيولى، او نه له هغه سره بل معبود شته، (كنه) بيا به هر معبود له خپل مخلوق سره (بېل شوى) تللى و او يو پر بل به يي لوړتيا كوله الله لره پاكي ده، له هغه څه چې ورته بيانوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 23

عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

پر پټو او ښکاره و پوه دی، له هغه څه ډېر اوچت دى چې هغوى يې ورسره شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 23

قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

ووايه: ای زما پالونکيه! كه هغه سزا راووينې چې له هغوی سره يې ژمنه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 23

رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

ای زما پالونکيه! ما خو په ظالمانو خلكو كې مه شاملوه. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 23

وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟

او بې شكه موږ پر دې قادر يو چې د كوم عذاب ژمنه هغوی سره كوو، هغه تا ته وښايو. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 23

اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟

د بدۍ ايسارول په هغه توګه كوه چې ډېره غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوى يې بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ

او وايه چې اى زما ربه! د شيطان له وسوسو په تا پورې پناه غواړم. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 23

وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟

او له دې نه هم پناه غواړم چې هغوى ما ته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 23

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ

تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايې اې زما ربه! بېرته مې وګرځوې. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 23

لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ښايي په خپله شاته پريښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی. او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي راپاڅول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 23

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو كله چې په شپېلۍ كې پوکی وشي بيا به يې هغه ورځ نه ترمنځ څه خپلوي وي او نه به پوښتنې سره كوي. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 23

فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو د چا تلې چې درنې شوې، هماغه خلك برى موندونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 23

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

او د چا چې تلې سپكې شي نو همدغه خلك دي چې خپل ځانونه يې تاواني كړي، په جهنم كې به تل اوسېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 23

تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟

اور به يې مخونه سوځوي او هغوی به بد شکله پكې پراته وي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 23

اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

آيا زموږ آيتونه پر تاسو نه لوستل كېدل چې تاسو به هغه درواغ ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 23

قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ ۟

وايي به ای زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه او موږ له حق څخه بې لارې خلك وو. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 23

رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ ۟

ای زموږ ربه! له دې مو وباسه، كه بيا مو هماغسې وكړل؛ نو موږ به خامخا ظالمان يو. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 23

قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَلَا تُكَلِّمُوْنِ ۟

وبه فرمايي: لرې چوپ شئ او مه راسره غږيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 23

اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ

بې شكه زما بندګانو كې يوه ډله وه: ويل به يې زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو بخښنه راته وكړه او رحم راباندې وكړه او همدا ته له ټولو زيات مهربانه يې. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 23

فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَكُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ ۟

نو تاسو دومره ملنډې ورباندې وهلې چې آن زما ياد يې در څخه هېر كړ او تاسو به ورپورې خندل. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 23

اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا ۙ— اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟

بې شکه نن مې هغوى ته په همدې صبر دا بدله وركړه چې همدوى بريالي دي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 23

قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ ۟

الله به ووايي: په ځمكه كې مو څومره وخت تېر کړ؟ د كلونو په شمېر. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 23

قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ ۟

هغوى به وايي: يوه ورځ يا د ورځې څه برخه به ځنډېدلي يو؛ نو شمېرونكي وپوښته! info
التفاسير:

external-link copy
114 : 23

قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

وبه وايي: نه یاست پاتې شوي مګر لږ، كه تاسو (هغه وخت) پوهېدلى. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 23

اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّاَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ ۟

نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 23

فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ ۟

نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 23

وَمَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۙ— لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ ۙ— فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟

او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠

او ووايه: ای زما پالونکيه بخښنه او رحم وكړې او ته تر ټولو زيات مهربان يې. info
التفاسير: