Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نىسا   ئايەت:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ اَصْدَقُ مِنَ اللّٰهِ حَدِیْثًا ۟۠
الله هماغه دى چې له هغه پرته كوم بل خداى نشته، خامخا به مو د قيامت په هغه ورځ راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته او تر الله زياته رښتينې خبره به د چاوي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَمَا لَكُمْ فِی الْمُنٰفِقِیْنَ فِئَتَیْنِ وَاللّٰهُ اَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوْا ؕ— اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَهْدُوْا مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا ۟
او په تاسو څه شوي چې د منافقانو په هكله دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله دوى د خپلو عملونو له امله نسكور كړي دي، آيا غواړئ هغه په سمه لار كړئ چې الله بې لارې كړي او الله چې څوك بې لارې كړي نو كومه لار به ورته بيا نه مومې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ كَمَا كَفَرُوْا فَتَكُوْنُوْنَ سَوَآءً فَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ اَوْلِیَآءَ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ ۪— وَلَا تَتَّخِذُوْا مِنْهُمْ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۙ
هغوى دا خوښوي چې كه تاسو هم داسې كافران شئ لكه دوى چې كافر شوي نو بيا به سره برابر شئ، نو ترهغه له دوى نه دوستان مه نيسئ چې د الله په لار كې يې هجرت نه وي كړى، نو كه يې مخ واړاوو بيا يې راونيسئ او چېرى مو چې وموندل وژنئ يې، او مه ترې څوك دوست نيسئ او نه كوم مرستندوى.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِلَّا الَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ اِلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ اَوْ جَآءُوْكُمْ حَصِرَتْ صُدُوْرُهُمْ اَنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ اَوْ یُقَاتِلُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْكُمْ فَلَقٰتَلُوْكُمْ ۚ— فَاِنِ اعْتَزَلُوْكُمْ فَلَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ وَاَلْقَوْا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ ۙ— فَمَا جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ عَلَیْهِمْ سَبِیْلًا ۟
له هغو پرته چې له يو داسې قوم سره يو ځاى كيږي چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، يا هغه چې تاسو ته په داسې حال راځي چې نور يې زړونه تنګ شوي چې له تاسو يا خپل قوم سره وجنګيږي، او كه الله غوښتي واى نو حتماً به يې درباندې مسلط كړي او بيا به درسره جنګېدل، نو كه درنه ډډې ته شول او درسره ونه جنګېدل او سوله يې درته وړاندې كړه نو بيا الله تاسو ته پر دوى كومه لار نه ده پريښې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
سَتَجِدُوْنَ اٰخَرِیْنَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّاْمَنُوْكُمْ وَیَاْمَنُوْا قَوْمَهُمْ ؕ— كُلَّ مَا رُدُّوْۤا اِلَی الْفِتْنَةِ اُرْكِسُوْا فِیْهَا ۚ— فَاِنْ لَّمْ یَعْتَزِلُوْكُمْ وَیُلْقُوْۤا اِلَیْكُمُ السَّلَمَ وَیَكُفُّوْۤا اَیْدِیَهُمْ فَخُذُوْهُمْ وَاقْتُلُوْهُمْ حَیْثُ ثَقِفْتُمُوْهُمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟۠
زر به تاسو نورهم داسى خلك بيامومئ چې غواړي هم له تاسو او هم له خپله قومه بى غمه واوسي، خو كله چې د كوم فساد په لور وبلل شي نو (بې ضرورته) پكې پرېوځي، نو كه درنه په څنګ نه شول، سوله يې دروړاندې نه كړه او (له جګړې يې) لاس وانه خیست، نو بيا يې، را نيسئ او چېرته يې چې مومئ وژنئ يې، او پر همدې خلكو مو تاسو ته ښكاره سند دركړى دى.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نىسا
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

رۇۋاد تەرجىمە مەركىزىدىكى بىر گۇرۇپ ئالىملار رىبۋە دەۋەت جەمئىيىتى ۋە ئىسلامىي مەزمۇنلارنى تەمىنلەش جەمئىيىتى بىلەن ھەمكارلىشىپ تەرجىمە قىلغان.

تاقاش