Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: تۇر   ئايەت:
اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
آيا عقلونه يې همداسې امر ورته كوي، كه هغوى كوم سرکښه قوم دى؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
(او) كه هغوى وايي چې له ځانه يې جوړ كړى؟ په اصل كې هغوى ايمان نه راوړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ
نو كه رېښتيني وي، هغوى دې هم داسې كومه خبره راوړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ
آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
كه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ
كه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
يا له هغوى سره څه پوړۍ (زينه) ده چې (آسمان ته خيژي) پكې اوري؟ نو كوم اورېدونكى خو دې څه ښكاره دليل راوړي!
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ
آيا هغه لره لوڼې او تاسي لره زامن دي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ
كه ته له هغوى څه بدله غواړې چې هغوى له تاوانه درانده كړاى شوي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ
يا له هغوى سره (علم) غيب دى چې ليكي يې؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ
كه (نه) هغوى څه چل جوړول غواړي؟ نو هغه کسان چې كفر يې کړی په رېښتيا په خپله پر هغوى چل شوى دى.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
آيا هغوى لره له الله پرته بل اله دى؟ الله لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟
او كه هغوى له آسمانه يوه رالوېدونكې ټوټه وويني، وايي به غبرګه ډبله ورېځ ده!
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ
نو پرېږده يې چې له خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي چې بې هوښه به شي پكې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
كومه ورځ چې (دا) چلونه به يې هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شي او نه به يې څه مرسته وشي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او د هغو كسانو لپاره په رېښتيا له دې پرته بل عذاب هم شته خو ډېری يې نه پوهيږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
او د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه، ځكه ته زموږ د سترګو لاندې يې او سهار چې كله راپاڅېږې نو د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠
او د شپې څه وختونه يې هم پاکي بيانوه او له ستورو (ډوبېدو) وروسته هم.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: تۇر
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى - رۇۋۋاد تەرجىمە مەركىزى - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

رۇۋاد تەرجىمە مەركىزىدىكى بىر گۇرۇپ ئالىملار رىبۋە دەۋەت جەمئىيىتى ۋە ئىسلامىي مەزمۇنلارنى تەمىنلەش جەمئىيىتى بىلەن ھەمكارلىشىپ تەرجىمە قىلغان.

تاقاش