Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: يۈسۈپ   ئايەت:
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ اَرْسَلَتْ اِلَیْهِنَّ وَاَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَاً وَّاٰتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّیْنًا وَّقَالَتِ اخْرُجْ عَلَیْهِنَّ ۚ— فَلَمَّا رَاَیْنَهٗۤ اَكْبَرْنَهٗ وَقَطَّعْنَ اَیْدِیَهُنَّ ؗ— وَقُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا هٰذَا بَشَرًا ؕ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا مَلَكٌ كَرِیْمٌ ۟
زلیخا چې د هغوی له مکر نه ډکې خبرې واوریدی نو څوک یې ورپسې ولیږه او د هغوی لپاره يې میلمستیا جوړه او د خوراک په دوران کې يي هرې میلمنې ته یوه چاړه[۳۳] ورکړه او په همغه وخت يې یوسف ته وویل میلمنو ته ورشه!
[۳۳] چاړه يي د میوو لپاره وه. او یا کیدای شي چې همغه وخت د اشرفو خوراک په قاشق او پنجه چې چاړه ورسره وي وه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالَتْ فَذٰلِكُنَّ الَّذِیْ لُمْتُنَّنِیْ فِیْهِ ؕ— وَلَقَدْ رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ فَاسْتَعْصَمَ ؕ— وَلَىِٕنْ لَّمْ یَفْعَلْ مَاۤ اٰمُرُهٗ لَیُسْجَنَنَّ وَلَیَكُوْنًا مِّنَ الصّٰغِرِیْنَ ۟
زلیخا وویل: بس دا همغه څوک دی چې تاسې پرې زه ملامته کړې وم. او رښتیا هم ما ترې ځان[۳۴] وغوښت خو هغه ځان وساته او قسم دی که چیرې زما په وینا عمل ونه کړي بندي او ډیر خوار او ذلیل به کړای شي.
[۳۴] په یوه مجلس کې په بدکارۍ اعتراف د فساد اخرنی پړاو څرګندوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ اَحَبُّ اِلَیَّ مِمَّا یَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ ۚ— وَاِلَّا تَصْرِفْ عَنِّیْ كَیْدَهُنَّ اَصْبُ اِلَیْهِنَّ وَاَكُنْ مِّنَ الْجٰهِلِیْنَ ۟
یوسف وویل: ای زما ربه د هغه څه نه چې دوی مې ورته بلي زندان راته ډیر ښه دی. او ای زما ربه! که ته له ما نه د دوی فریب او دوکه ونه ګرځوې نو کیداي شي چې زه د هغوی په لور میلان وکړم او زه هم د ناپوهانو او جاهلانو په ډله کې وشمیرل شم.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاسْتَجَابَ لَهٗ رَبُّهٗ فَصَرَفَ عَنْهُ كَیْدَهُنَّ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
رب يې دعا قبوله او د ښځو چلونه يې ترې دفع کړل بې شکه چې الله ښه اوریدونکی او په هر څه ښه پوه دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا رَاَوُا الْاٰیٰتِ لَیَسْجُنُنَّهٗ حَتّٰی حِیْنٍ ۟۠
بالاخر د مصر واکمنو ته سره له دې چې( د یوسف د بي ګناهۍ او د ښځو د ناپاکۍ) ټول دلایل يې ولیدل دا خبره ښه په نظر ورغله چې یوسف تر یو وخته [۳۵] بندي کړي .
[۳۵] یوه اجتماع چې داسې پړاو ته رسیدلي وي چې ناپاک برملا چیغي وهي او پاک زندان ته ځي . نو دا وړ پاک اناس پرته له معصوم پیغمبر نه بل څوک ډیر مشکل دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَیٰنِ ؕ— قَالَ اَحَدُهُمَاۤ اِنِّیْۤ اَرٰىنِیْۤ اَعْصِرُ خَمْرًا ۚ— وَقَالَ الْاٰخَرُ اِنِّیْۤ اَرٰىنِیْۤ اَحْمِلُ فَوْقَ رَاْسِیْ خُبْزًا تَاْكُلُ الطَّیْرُ مِنْهُ ؕ— نَبِّئْنَا بِتَاْوِیْلِهٖ ۚ— اِنَّا نَرٰىكَ مِنَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
او له ده سره دوه نور ځوانان هم زندان ته ولاړل. یوه يې وویل زه خوب ګورم چې پاچا ته شراب زبیښم او هغه بل وویل: په سر مې خوراک ایښی وي او مرغان يي خوري. ای یوسفه مونږ ته د خوبونو تعبیر وکړه. بې له شکه چې ته مونږ ته نیکو کاره ښکارې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالَ لَا یَاْتِیْكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقٰنِهٖۤ اِلَّا نَبَّاْتُكُمَا بِتَاْوِیْلِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّاْتِیَكُمَا ؕ— ذٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِیْ رَبِّیْ ؕ— اِنِّیْ تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
یوسف وویل پخوا له دې چې تاسې ته د نن ورځې خوراک راشي زه به مو د خوب [۳۶] تعبیر وکړم. دا هغه څه دي چې ماته خپل رب راښوولي دي. ما د هغه قوم دین پریښی دی چې په الله ایمان نه راوړي او له اخرت نه منکر دي.
[۳۶] د خوب تعبیر هومره انسان دی چې زه به يي د نن له ډوډۍ راتګ نه وړاندې تاسې ته ووایم( معارف القران).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: يۈسۈپ
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش