Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى ئايەت: (31) سۈرە: رەئد
وَلَوْ اَنَّ قُرْاٰنًا سُیِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ اَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْاَرْضُ اَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلْ لِّلّٰهِ الْاَمْرُ جَمِیْعًا ؕ— اَفَلَمْ یَایْـَٔسِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَهَدَی النَّاسَ جَمِیْعًا ؕ— وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا تُصِیْبُهُمْ بِمَا صَنَعُوْا قَارِعَةٌ اَوْ تَحُلُّ قَرِیْبًا مِّنْ دَارِهِمْ حَتّٰی یَاْتِیَ وَعْدُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُخْلِفُ الْمِیْعَادَ ۟۠
او که د قران په وسیله غرونه روان کړي شوي وای[۱۶] یا ځمکه ټوټه ټوټه شوې او مړو پرې خبرې کړی وای بیا به هم دوی ایمان نه وای راوړی. ځکه چې د هر کار واک یوازې له الله سره دی. ایا مسلمانانو لا تر اوسه د کافرانو د مسلمانیدلو له هیلې څخه نه دي مایوسه؟ سره له دې چې هغوی پوهیږي چې که د الله خوښه شوې وای نو ټولو خلکو ته به يې لار ښوولې وای. او کافرانو ته د هغوی د بدو کړنو له کبله د تل لپاره زړه لړزوونکې غمیزه رسیږي او یا د هغوی د اوسیدانې په چاپیریال کې راپریووزي او دا سلسله به د الله د وعدې تر پوره کیدلو جاري وي. بې له شکه چې الله پاک د کړې وعدې خلاف نه کوي.
[۱۶] کافرانو به چې کله ویل محمد دې داغرونه لږ لري، شام دې رانژدې او زمونږ مړه پلرونه دي راژوندي کړي: نو د ځینو مسلمانانو په زړونو کې به هم ګرځیدله چې کاشکې دا کارونه شوي وای. نو دې خلکو به ایمان راوړی واې. نو الله دا ایت نازل کړ( ابن جریر الطبری).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى ئايەت: (31) سۈرە: رەئد
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش