Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىبراھىم   ئايەت:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَاْتِ بِخَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۙ
اې انسانه ته نه ګورې چې الله اسمانونه او ځمکه په حقه پیدا کړي؟ او که هغه وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او پرځای به مو نوي خلک راولي؟.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّمَا ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ بِعَزِیْزٍ ۟
او دا کار الله ته هیڅ سختي نه لري.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ جَمِیْعًا فَقَالَ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قَالُوْا لَوْ هَدٰىنَا اللّٰهُ لَهَدَیْنٰكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْنَاۤ اَجَزِعْنَاۤ اَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَّحِیْصٍ ۟۠
او کله چې دا خلک د الله په وړاندې څرګند شي نو بې وزلي خلک به متکبرینو ته ووايي چې مونږ خو په دنیا کې ستاسې هره یوه منله ایا اوس تاسې کولای شئ چې د الله د عذاب څه برخه له مونږ نه لرې کړئ؟ هغوی به ورته ووایې که الله مونږ ته له عذاب نه د بچ کیدلو کومه لار راښوولې وای نو مونږ به هم تاسې ته درښوولې وای. اوس یوه خبره ده که چیغې او سورې وکړو او که شته ورځ وزغمو په هیڅ توګه مو د خلاصون ځای نشته.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَقَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ ؕ— وَمَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ— فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَلُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ— اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او کله چې پریکړه[۲۰] وشي نو شیطان به ووايې بې له شکه چې الله له تاسې سره رښتیني وعده کړې وه او ما هم درسره وعده کړې وه او پوره مې نه کړه. خو زما پر تاسې کوم زور نه وو زما ټوله واکمني همدا وه چې ما بلنه درکړه او تاسې ومنله. نو اوس ما مه ملامتوئ خپل ځانونه ملامت کړئ. اوس نه زه ستاسې ستونزو ته رسیدای او نه تاسې زما ستونزو ته رسیدای شئ. زه له هغه څه نه چې تاسې پکې زه د الله شریک ګڼلی وم خپله بي زاري اعلانوم. هو! د ظالمانو لپاره[۲۱] دردناک عذاب دی.
[۲۰] جنتیان جنت ته او دوزخیان دوزخ ته ولاړ شي ( ابن جریر الطبری).
[۲۱] د شیطان له خبرو وروسته الله پریکړه کوي چې شیطان او منونکي يي دواړه ظالمان دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاُدْخِلَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْ ؕ— تَحِیَّتُهُمْ فِیْهَا سَلٰمٌ ۟
او داخل به کړای شي مؤمنان او د نیکو کړنو څښتنان هغو جنتونو ته چې د نعمتونو ویالې به پکې بهیږي د الله د حکم له مخې به تل تر تله هملته وي. او د سلام په ویلو سره به ښه راغلاست ورته ویل کیږي[۲۲].
[۲۲] سلام په دنیا کې د روغتیا غوښتلو دعا د او په اخرت کې د ورغتیا او سلامتیا میندلو مبارکي ده.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَیِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ اَصْلُهَا ثَابِتٌ وَّفَرْعُهَا فِی السَّمَآءِ ۟ۙ
ای انسانه! ته نه وینې چې الله پاک د پاکیزه خبرې مثال څرنګه ښوولی دی؟ مثال يې د هغې غوره ونې دی چې جړړې يې په ځمکه کې خښې او څانګې يې تر اسمان لوړې شوې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئىبراھىم
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش