Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نۇر   ئايەت:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاِذَا كَانُوْا مَعَهٗ عَلٰۤی اَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ یَذْهَبُوْا حَتّٰی یَسْتَاْذِنُوْهُ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ۚ— فَاِذَا اسْتَاْذَنُوْكَ لِبَعْضِ شَاْنِهِمْ فَاْذَنْ لِّمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بې له شکه رښتیني مؤمنان هغه کسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړی او کله چې په کوم ټولنیز کار کې له رسول سره مل وي نو د هغه له اجازې برته نه ځي. هو! کوم کسان چې له تانه اجازه غواړي همغوی په الله او د هغه په رسول ایمان راوړي. نو کله چې هغوی د خپلو ځینو اړتیاوو له مخې له تانه اجازه وغواړي نو چا ته دې چې خوښه شي اجازه ورکړه او له الله نه ورته بښنه وغواړه. بې له شکه الله پاک ښه بښونکی او مهربان دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ؕ— قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ— فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! ستاسې په مینځ کې د پیغمبر بلل لکه ستاسې یو د بل بلنې غوندی مه ګڼئ[۱۶] الله پاک ته ستاسې هغه کسان ښه معلوم دي چې یو، یو، دوه، دوه کښیږي او یو د بل ترڅنګ په ځان پټولو سره ووځي. د پیغمبر له حکم نه سرغړوونکي باید وډار شي هسي نه چې په کومه فتنه کې اخته او یا ورته دردناک عذاب ورسیږي.
[۱۶] بله معنې يې دا ده چې پیغمبر ته هسې نارې مه وهئ په خپلو مینځونو کې يې یو بل ته وهئ، دریمه معنا يي دا ده چې پیغمبر ښیرا او دغاء داسې مه ګڼئ لکه په خپلو مینځونو کې يي چې تاسې یو بل ته کوئ( تفسیر الماوردی) مړ په (۴۵۰).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ ؕ— وَیَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
واورئ٬ په اسمانونو او ځمکه کې ټول موجودات یوازې د یو الله دي. هغه ته تاسې ښه بربنډ یاست. او په کومه ورځ چې خلک هغه ته بیرته وروستل شي نو د هر چا په وړاندې به د هغه خپل کړه ورته کیږدي. او الله په هر څه ډیر ښه پوه دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نۇر
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش