Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئال ئىمران   ئايەت:
وَلِیُمَحِّصَ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَیَمْحَقَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
او چې الله پاک مؤمنان چاڼ او کافران نابود او ورک کړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا یَعْلَمِ اللّٰهُ الَّذِیْنَ جٰهَدُوْا مِنْكُمْ وَیَعْلَمَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
ایا تاسو ګمان کوئ چې جنت ته به ولاړ شئ په داسې حال کې چې الله پاک به ستاسې جهاد کوونکي او صبر کوونکې نه وي معلوم کړي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ اَنْ تَلْقَوْهُ ۪— فَقَدْ رَاَیْتُمُوْهُ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟۠
تاسو واست چې د مرګ له لیدلو وړاندې مو دشهادت ارزو هیله کوله دا دی اوس په ریښتیا له مرګ سره مخ او په سترګو مو ولید.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمَا مُحَمَّدٌ اِلَّا رَسُوْلٌ ۚ— قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ؕ— اَفَاۡىِٕنْ مَّاتَ اَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ ؕ— وَمَنْ یَّنْقَلِبْ عَلٰی عَقِبَیْهِ فَلَنْ یَّضُرَّ اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— وَسَیَجْزِی اللّٰهُ الشّٰكِرِیْنَ ۟
محمد صلی الله علیه وسلم صرف یو رسول دی له ده وړاندې هم ډیر رسولان تیر شوي دي، که هغه مړ او یا ووژل شي نو تاسې به له اسلام څخه بیرته ګرځيږئ؟ او هر څوک چې په خپلو پوندو بیرته وګرځید الله ته هیڅکله څه زیان نه شي رسولای الله به ډیر ژر شکر کوونکو ته ښه بدله ورکړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ اَنْ تَمُوْتَ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ كِتٰبًا مُّؤَجَّلًا ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ ثَوَابَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۚ— وَمَنْ یُّرِدْ ثَوَابَ الْاٰخِرَةِ نُؤْتِهٖ مِنْهَا ؕ— وَسَنَجْزِی الشّٰكِرِیْنَ ۟
هیڅ ساه لرونکی د الله له حکم نه پرته نه مړ کیږي، د مرګ یوه لیکلې شوې ټاکلې نیټه ده څوک چې د دنیا بدل غواړي مونږ به ترې څه ورکړو او څوک چې د اخرت بدل غواړي مونږ به یې هغه ته هم ورکړو او مونږ به ډیر ژر شکر کوونکو ته نیکه بدله ورکړو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ نَّبِیٍّ قٰتَلَ ۙ— مَعَهٗ رِبِّیُّوْنَ كَثِیْرٌ ۚ— فَمَا وَهَنُوْا لِمَاۤ اَصَابَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَمَا ضَعُفُوْا وَمَا اسْتَكَانُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الصّٰبِرِیْنَ ۟
د ډیرو پیغمبرانو په ملتیا زیاتو الله والو خلکو جهاد کړی دی د هغو ستونزو له کبله چې د الله په لار کې ورته رسیدلې وې نه بې زړه او سست، نه ناتوانه او نه سر ټیټي شوي وو الله صبر کوونکي خوښوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَا وَاِسْرَافَنَا فِیْۤ اَمْرِنَا وَثَبِّتْ اَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟
یوازې همدا به یي ویل چې ای زمونږ ربه زمونږ ګناهونه او د ژوند اوږدو کې له پولو څخه اووښتنه مو وبښه، زمونږ قدمونه کلک او پر کافرانو مو برلاسي کړه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاٰتٰىهُمُ اللّٰهُ ثَوَابَ الدُّنْیَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْاٰخِرَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
الله هغوی ته د دنیا ثواب ورکړی او د اخرت ښه بدل وربښلی و، او الله نیکي کوونکي خوښوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئال ئىمران
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش