Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئەھزاب   ئايەت:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَّلَا مُؤْمِنَةٍ اِذَا قَضَی اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗۤ اَمْرًا اَنْ یَّكُوْنَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ اَمْرِهِمْ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِیْنًا ۟
کله چې الله او د هغه رسول د کوم کار په هکله پریکړه وکړي نو هیڅ مؤمن سړی او مؤمنه ښځه حق نه لري چې د خپل همغه کار په هکله اختیارمن اوس. او هر چا چې له الله او رسول نه يې سر وغواو، نو په رښتیا چې په ښکاره يې لار ورکه کړه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِذْ تَقُوْلُ لِلَّذِیْۤ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَاَنْعَمْتَ عَلَیْهِ اَمْسِكْ عَلَیْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللّٰهَ وَتُخْفِیْ فِیْ نَفْسِكَ مَا اللّٰهُ مُبْدِیْهِ وَتَخْشَی النَّاسَ ۚ— وَاللّٰهُ اَحَقُّ اَنْ تَخْشٰىهُ ؕ— فَلَمَّا قَضٰی زَیْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَیْ لَا یَكُوْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ حَرَجٌ فِیْۤ اَزْوَاجِ اَدْعِیَآىِٕهِمْ اِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
او ای پیغمبره! هغه یاد کړه چې تا هغه سړي ته چې الله پرې د اسلام او تا پرې د ازادۍ لورینه کړې وویل چې: ښځه دې درسره وساته وله او له الله نه وډار شه. او په دې توګه تا هغه خبره په زړه کې پټه پریښووله چې الله پاک يې ښکاره کول غوښتل[۱].او له خلکو ډاریدلې. په داسې حال کې چې الله زیات حق دار دی چې تا ورڅخه وویریږې. نو کله چې زید له هغې نه خپل حاجت پوره کړ مونږ هغه تا ته په نکاح کړه. تر څو په مؤمنانو د خپلو بللو شوو ځامنو د هغه ښځو په نکاح کولو کې کومه ستونزه نه وي چې هغوی ترې خپل حاجت پوره کړی وي. او د الله کار کیدونکی دی.
[۱] پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوښوله چې له زینب سره يې د نکاح کولو پریکړه پټه پاتې او خلک ترې خبر نشي. ځکه چې زینب د هغه د خولې د ځوی زید ښځه وه او د خولې د ځوی له ښځې سره نکاح کول خورا ناوړه کار و( تفسیر الماوردی)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مَا كَانَ عَلَی النَّبِیِّ مِنْ حَرَجٍ فِیْمَا فَرَضَ اللّٰهُ لَهٗ ؕ— سُنَّةَ اللّٰهِ فِی الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ قَدَرًا مَّقْدُوْرَا ۟ؗۙ
پر پیغمبر په هغه کار کې هیڅ حرج نشته چې الله پاک ورته ټاکلی دی. د الله همدغه کړنلاره د هغو ټولو خلکو په هکله راغلې ده چې وړاندې تیر شوي دي. او د الله هر کار په ټاکلې اندازه وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
١لَّذِیْنَ یُبَلِّغُوْنَ رِسٰلٰتِ اللّٰهِ وَیَخْشَوْنَهٗ وَلَا یَخْشَوْنَ اَحَدًا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ حَسِیْبًا ۟
هو! همدا کړنلاره د هغو پیغمبرانو په هکله ده چې د الله پیغامونه رسوي له هغه نه ډاریږي او پرته له یو الله د بل هیچا ډار ورسره نه وي. او د حساب کتاب لپاره همدا یو الله بس دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مَا كَانَ مُحَمَّدٌ اَبَاۤ اَحَدٍ مِّنْ رِّجَالِكُمْ وَلٰكِنْ رَّسُوْلَ اللّٰهِ وَخَاتَمَ النَّبِیّٖنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠
محمد ستاسې د هیڅ یو سړي پلار نه، بلکې د الله استازی، او اخرنی پیغمبر دی. او الله پر هر څه ښه عالم دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوا اللّٰهَ ذِكْرًا كَثِیْرًا ۟ۙ
ای مؤمنانو! الله ډیر یاد کړئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
سهار او ماښام يې تسبیح ووایې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هُوَ الَّذِیْ یُصَلِّیْ عَلَیْكُمْ وَمَلٰٓىِٕكَتُهٗ لِیُخْرِجَكُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ؕ— وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَحِیْمًا ۟
الله پر تاسې مهربان او ملایکې يي ستاسې د بښنې غوښتنه کوي. ترڅو تاسې له تیارو نه رڼا ته وباسي او الله پر مؤمنانو ډیر مهربان دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئەھزاب
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش