Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نىسا   ئايەت:
اَلرِّجَالُ قَوّٰمُوْنَ عَلَی النِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ اللّٰهُ بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ وَّبِمَاۤ اَنْفَقُوْا مِنْ اَمْوَالِهِمْ ؕ— فَالصّٰلِحٰتُ قٰنِتٰتٌ حٰفِظٰتٌ لِّلْغَیْبِ بِمَا حَفِظَ اللّٰهُ ؕ— وَالّٰتِیْ تَخَافُوْنَ نُشُوْزَهُنَّ فَعِظُوْهُنَّ وَاهْجُرُوْهُنَّ فِی الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوْهُنَّ ۚ— فَاِنْ اَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوْا عَلَیْهِنَّ سَبِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیًّا كَبِیْرًا ۟
سړي پر ښځو واکمن دي ځکه چې الله پاک ځینې انسانان په ځینو نورو غوره کړي دي او ځکه چې سړي خپل مالونه مصرفوي نو نیکې ښځې منوونکي وي، د میړه په غیاب کې د هغه د مال او عزت ساتونکي وي ځکه چې الله پاک هغوی ساتلي دي[۵] او هغو ښځو ته نصیحت وکړئ چې د سر غړونې اندیښنه یي در سره وه( که روغې نه شوی) په څملاست ځای کې یي یوازې پریږدئ او ویې وهئ[۶] نو که ستاسې مننه یې وکړه نو د هغوی د ربړولو لپاره بانې مه لټوئ بې شکه چې الله پاک ډير پورته او لوی دی.
[۵] الله پاک د ښځو ساتنه د میړونو دنده ګرځولې ده( کابلی تفسیر)
[۶] نصیحت، یوازې پرې ښوول او وهل باید مرحله په مرحله وي( ابن جریر الطبري).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَیْنِهِمَا فَابْعَثُوْا حَكَمًا مِّنْ اَهْلِهٖ وَحَكَمًا مِّنْ اَهْلِهَا ۚ— اِنْ یُّرِیْدَاۤ اِصْلَاحًا یُّوَفِّقِ اللّٰهُ بَیْنَهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا خَبِیْرًا ۟
او که تاسې د میړه او ښځې له مخالفت او جلا والې څخه ډاریدئ نو د میړه د کورنۍ یو غړی او هم دښځې د کورنۍ یو غړی د منځګړي په توګه وټاکئ نو که میړه او ښځه یا منځګړی د روغې غوښتونکي وي الله پاک به د هغوی په مینځ کې روغه او موافقه راولي، بې شکه الله پاک ښه پوه او په هر څه خبر دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاعْبُدُوا اللّٰهَ وَلَا تُشْرِكُوْا بِهٖ شَیْـًٔا وَّبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّبِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْجَارِ ذِی الْقُرْبٰی وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْۢبِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— وَمَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُوْرَا ۟ۙ
د الله عبادت وکړئ او هیڅ شی ورسره مه شریکوئ له مور او پلار سره نیکي وکړئ او هم له خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، خپلوانو ګاونډیانو، پردیو ګاونډیانو، د څنګ له ملګري، مسافر، او غلامانو سره بې شکه الله پاک هغه څوک نه خوښوي چې لویې کوي او پر ځان ویاړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
١لَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ وَیَاْمُرُوْنَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَیَكْتُمُوْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابًا مُّهِیْنًا ۟ۚ
او هغه کسان هم نه خوښوي چې په خپله بخیلي کوي او نورو ته هم پرې امر کوي او هغه څه پټوي چې الله پاک له خپلې لورینې هغوی ته ورکړي دي او مونږ کافرانو ته سپکوونکی عذاب تیار کړی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: نىسا
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش