Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: غاپىر   ئايەت:
وَیٰقَوْمِ مَا لِیْۤ اَدْعُوْكُمْ اِلَی النَّجٰوةِ وَتَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَی النَّارِ ۟ؕ
او ای زما قومه دا څه خبره ده؟ چې زه تاسې د خلاصون په لور بلم او تاسې مې د اور په لور؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
تَدْعُوْنَنِیْ لِاَكْفُرَ بِاللّٰهِ وَاُشْرِكَ بِهٖ مَا لَیْسَ لِیْ بِهٖ عِلْمٌ ؗ— وَّاَنَا اَدْعُوْكُمْ اِلَی الْعَزِیْزِ الْغَفَّارِ ۟
تاسې ماته بلنه راکوئ چې له الله نه متګبر، او هغه څه ورسره شریک کړم چې په خدايي والي يي له ماسره هیڅ دلیل نشته. په داسې حال کې چې زه تاسې ته د برلاسي او بښونکي ذات په لور بلنه درکوم.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لَا جَرَمَ اَنَّمَا تَدْعُوْنَنِیْۤ اِلَیْهِ لَیْسَ لَهٗ دَعْوَةٌ فِی الدُّنْیَا وَلَا فِی الْاٰخِرَةِ وَاَنَّ مَرَدَّنَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَنَّ الْمُسْرِفِیْنَ هُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟
حقه او پخه خبره همدا ده د کوم څه په لور تاسې ما بلئ ته په دنیا کې د خدایې بلنه لري او نه په اخرت کې[۷] او دا هم پخه خبره ده چې مونږ ټول به بیرته یو الله ته ورځو او له پولو اوښتي د اور ملګري دي.
[۷] ددې خبرې ډیر تاویلو ته شوي دي. ته په دنیا کې د چا بلنه منلی شي او نه په اخرت کې، نه په دنیا کې چاته ګټه او تاوان رسولی شي او نه په اخرت کې نه په دنیا کې د چا سپارښت کولای شي او نه په اخرت کې، هغوی نه په دنیاک کې د خدایي دعوا کړي وه او نه به يي په اخرت کې وکړي، بلکې خلک په زور خدایان ګرځولي دي( تفسیر الماوردی، او فتح القدیر)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَسَتَذْكُرُوْنَ مَاۤ اَقُوْلُ لَكُمْ ؕ— وَاُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَصِیْرٌ بِالْعِبَادِ ۟
ډیر ژر به تاسې ته زما خبره دریاده شي. زه خپل کار الله ته سپارم. بې له شکه چې الله خپل بنده ګان ډیر ښه ویني.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَوَقٰىهُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِ مَا مَكَرُوْا وَحَاقَ بِاٰلِ فِرْعَوْنَ سُوْٓءُ الْعَذَابِ ۟ۚ
نو الله پاک د فرعونیانو له بدو دسیسو څخه وژغوره او د فرعون ملګري او کورنۍ په ډیر بد عذاب اخته شول.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلنَّارُ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا غُدُوًّا وَّعَشِیًّا ۚ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ ۫— اَدْخِلُوْۤا اٰلَ فِرْعَوْنَ اَشَدَّ الْعَذَابِ ۟
هر سهار او ماښاماور ته وړاندې کږي او هغه ورځ چې قیامت جوړ شي نو وبه ویل شي چې د فرعون ملګري او کورنۍ ډیر سخت عذاب ته ننه باسئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِذْ یَتَحَآجُّوْنَ فِی النَّارِ فَیَقُوْلُ الضُّعَفٰٓؤُا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ اَنْتُمْ مُّغْنُوْنَ عَنَّا نَصِیْبًا مِّنَ النَّارِ ۟
او هغه رایاد کړه چې هغوی به په اور کې سره جګړه وکړي بې وزلان او پیروان به تکبر کوونکو ته ووايي: مونږ خو به تاسې پسې روان وو ایا تاسې له مونږ نه د اور څه برخه لرې کولای شئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْۤا اِنَّا كُلٌّ فِیْهَاۤ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ حَكَمَ بَیْنَ الْعِبَادِ ۟
لويې کوونکې به ورته ووايې: اوس مونږ او تاسې ټول په اور کې یو. الله د بنده ګانو په مینځ کې پریکړه کړې ده.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَقَالَ الَّذِیْنَ فِی النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوْا رَبَّكُمْ یُخَفِّفْ عَنَّا یَوْمًا مِّنَ الْعَذَابِ ۟
او په دوزخ کې لویلدي کسان به د دوزخ کارکوونکو ته ووايې: تاسې له خپل رب نه غوښتنه وکړئ چې زمونږ په عذاب کې یوه ورځ لږ څه سپک والی راولي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: غاپىر
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش