Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: دۇخان   ئايەت:

دخان

حٰمٓ ۟ۚۛ
حم.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
قسم پر څرګند او ښکاره کوونکي کتاب.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟
مونږ قرآن په یوه مبارکه شپه کې نازل کړی ځکه چې مونږ خلک خبروو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ
په دې شپه کې هر پریکړه شوی کار له نورو جلا کیږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ
د هر کار چې زمونږ له لورې يي پریکړه وشي. بې له شکه چې مونږ لیږونکي یو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
ستا د رب له لورې رحمت لیږل کیږي. په رښتیا چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟
د اسمانونو او ځمکې او د هغو ټولو څیزونو رب دی چې ددې دواړو په غیږ کې پراته دي که تاسې منونکي یاست.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
پرته له هغه هیڅ معبود نشته. ژوندون بښي او مړه کول کوي. ستاسې او ستاسې د پخوانیو پلرونو رب دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟
بلکې کافران د هغه په هکله په شک کې لویدلي لوبیږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
نو ای محمده! د هغې ورځې انتظار کوه چې د اسمان له لورې یو ښکاره او څرګند لوګی راشي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ټول خلک به پټوي. او همدا دردناک عذاب دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟
بیا به وايې چې: ای زمونږ ربه! له مونږ نه عذاب لرې کړه مونږ ایمان راوړونکي یو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
اوس به هغوی ته پند منل څه ګټه ورسوي؟ په داسې حال کې چې هغوی ته ښکاره کوونکی پیغمبر راغلی و.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ
بیا ترې ګرځیدلي و ویلي يي وو چې: خبره ورته ښوولې شوې لیونی سړی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ
مونږ به ډيرلږ عذاب لرې کړو. خو تاسې بیرته د کفر په لور ګرځیدونکي یاست.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟
هغه ورځ رایاه کړه چې مونږ لویه او سخته نیونه وکړو. په رښتیا چې مونږ غچ اخیستونکي یو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
او له دوی نه وړاندې مو د فرعون قوم هم ازمویلی او هغوی ته هم یو پتمن او عزتمن پیغمبر راغلی و.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
چې ويې ویل: له ماسره د الله بنده ګان پریږدئ زه ستاسې په لور یو امین استازی یم.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: دۇخان
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش