Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: پەتىھ   ئايەت:

فتح

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ
اې پیغمبره! مونږ تاته څرګنده فتحه درکړه.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
ترڅو الله ستاسې تیر او راتلونکي ګناهونه وبښي او خپله لورینه پر تا بشپړه او سمه لار دروښايي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟
او الله درسره خورا پیاوړی کومک وکړي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
الله هغه ذات دی چې د مؤمنانو په زړونو کې يي ډاډ ورواچاوو تر څو خپل ایمانونه لا پیاوړي کړي. د اسمانونو او ځمکي ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ
او تر څو مؤمن سړي او مؤمنې ښځې هغو جنتونو ته ننه باسي چې لاندې ترې ویالې روانې دي او تل تر تله به هملته وي. د هغوی ټول بدکارونه به ورژوي دا کار د الله په وړاندې خورا لوی بری دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟
او تر څو هغو منافقو سړیو، منافقو ښځو، مشرکانو سړیو او مشرکانو ښځو ته جزا ورکړي چې: د الله په هکله بد ګومانونه کوي په بدۍ کې راګیر او الله پرې عضب کړی او په لعنت يي کړل او دوزخ يي ورته تیار کړی دی. او هغه د ورتګ خورا بد ځای دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
د اسمانونو او ځمکې ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
اې محمده! بې له شکه چې ته مونږ شاهد، زیری ورکوونکی او ډارونکی لیږی يې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
ترڅو تاسې په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ د الله د دین ملاتړي او د هغه تعظیم وکړئ سهار او ماښام يي په پاکۍ سره وستايې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: پەتىھ
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش