Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: مائىدە   ئايەت:
یَوْمَ یَجْمَعُ اللّٰهُ الرُّسُلَ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اُجِبْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَا عِلْمَ لَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ ۟
په هغه ورځ چې الله پاک ټول رسولان را یو ځای کړي نو وبه وايي چې ای رسولانو تاسې ته څه ځواب در کړ شوی ؤ؟ ځواب به ورکړي چې مونږ ته معلومات نشته، په پټو همدا ته ښه پوهیږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِیْ عَلَیْكَ وَعَلٰی وَالِدَتِكَ ۘ— اِذْ اَیَّدْتُّكَ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ۫— تُكَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۚ— وَاِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ ۚ— وَاِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّیْنِ كَهَیْـَٔةِ الطَّیْرِ بِاِذْنِیْ فَتَنْفُخُ فِیْهَا فَتَكُوْنُ طَیْرًا بِاِذْنِیْ وَتُبْرِئُ الْاَكْمَهَ وَالْاَبْرَصَ بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتٰی بِاِذْنِیْ ۚ— وَاِذْ كَفَفْتُ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَنْكَ اِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او کله چې الله پاک ووایې: ای عیسې د مریمې ځویه! هغه لورینه در یاده کړه چې پر تا او ستا په مور مې کړې وه په پاک روح مې [۵] ستا ملاتړ وکړ او له خلکو سره دی په زانګو او بوډاوالي[۶] کې خبرې کولې او هم دریاد کړه چې ما لیکنه، پوهه، تورات او انجیل در وښوول او هغه هم در یاد کړه چې تا به زما په اجازه له خټې څخه د مارغه شکل جوړ بیا به دې پوکی پکې وکړ او زما په اجازه به ترې مارغه جوړ شو زما په اجازه به دې له مور نه ړوند پیدا بینا کولو او د برګي ناروغ نه دی جوړولو او زما په اجازه به دې مړي راویستل او هغه هم در یاد کړه چې بني اسرائیلو مې هغه وخت در څخه منع کړل چې تا ورته روښانه خبرې راوړې او کافرانو یې وویل ددې سړي خبري پرته له ډانګ پیلي جادو څخه بل څه نه دي.
[۵] عبارت دی له جبرائیل، انجیل او یا اسم اعظم څخه ( کابلی تفسیر)
[۶] هغه وخت چې په بوډاوالي کې له اسمان څخه راښکته شوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِذْ اَوْحَیْتُ اِلَی الْحَوَارِیّٖنَ اَنْ اٰمِنُوْا بِیْ وَبِرَسُوْلِیْ ۚ— قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَاشْهَدْ بِاَنَّنَا مُسْلِمُوْنَ ۟
او هغه هم یاد کړه چې ما ستا ملاتړو ته اعلان وکړ چې په ما او زما په رسول ایمان راوړئ هغو وویل مونږ ایمان راوړی او ای الله ته شاهد اوسه چې مونږ رښتیني مسلمانان یو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِذْ قَالَ الْحَوَارِیُّوْنَ یٰعِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ هَلْ یَسْتَطِیْعُ رَبُّكَ اَنْ یُّنَزِّلَ عَلَیْنَا مَآىِٕدَةً مِّنَ السَّمَآءِ ؕ— قَالَ اتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
او هغه یاد کړه چې ملاتړو وویل ای عیسې بن مریم! ایا ستا رب کولاې شي چې له اسمان نه پر مونږ د خوراک ډک دسترخوان راښکته کړي؟ عیسي ورته وویل له الله نه وډارشئ که تاسې رښتینې مومنان یاست.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قَالُوْا نُرِیْدُ اَنْ نَّاْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَىِٕنَّ قُلُوْبُنَا وَنَعْلَمَ اَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُوْنَ عَلَیْهَا مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
هغوی وویل زمونږ یوازینۍ غوښتنه همدا ده چې له دي دسترخوان څخه خوراک وکړو زړونه مو ډاډمن او باور مو راشې چې تا راته رښتیا ویلي دي او مونږ به هر ځای ددی کار شاهدي وایو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: مائىدە
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش