Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: رەھمان   ئايەت:

رحمن

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ
مهربان ذات.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ
قران یې ښوولی دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ
انسان یې پیدا کړی .
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟
او بیانول یې ورښوولي دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ
لمر او سپوږمۍ په یوه حساب دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟
او ستوری([۹] الف) اوونه دواړه سجده کوي.
[۹] الف:النجم ـ په عربي ژبه کې هغو بوټو ته هم وايي چې ډډه ونلري (ابن جریر الطبری)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ
اسمان یې هسک کړی او تله یې ایښې ده.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟
تر څو په تله کې له اندازې وانه وړئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟
ټول په انصاف کړئ او ډنډې پکې مه وهئ.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ
ځمکه یې دټول مخلوق لپاره هواره ایښې ده.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ
په هغې کې هر ډول میوې او وګي لرونکی خرماګاني دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ
پروړه لرونکی دانې او د ښکلی یوي ګلان.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ
انسان یې له یوې داسې کړنګیدونکې خټې څخه پیدا کړی دی چې د کودړې په شان یي اواز کاوو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ
او پیری يي داورله لمبو څخه پیدا کړی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ
رب د دواړو ختیځونو او رب د دواړو لویدیځونو دی([۹]ب)
[۹] ب ـ د لنډې ورځې یو مشرق او د اوږدې ورځې بل مشرق او په دې توګه یې مغرب هم جلا جلا دی.(الماوردی)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ ګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ
دوه دریابونه یې بیولي دي چې سره یو ځای کیږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ
خو په مینځ کې یي پرده ده چې یو هم ترې نه تیریږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لوریه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
له دواړو سیندونو څخه ملغلرې[۱۰]او مرجان اوځي[۱۱]
[۱۰] ـ ټولو لویو ملغلرو او مرجان کوچنیو ملغلرو ته وايي او ځینو یي برعکس معنا کړي
[۱۱] ـ ایت د اوبو د مینځ ګټه په ګوته کوي او(۲۴)ایت یې د پاسنۍ او ښکاره برخې.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ
هغه کښتۍ یې په واک کې دي چې د لوړو غرونو په څیر هسکې په سمندر کې روانې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ
هر څه چې د ځمکې پر مخ دي ټول له مینځه تلونکي دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ
او یوازې ستا د رب لوي او عزتمن مخ به تل پاتې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ
څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي یوازې له هغه څخه غوښتنه کوي هغه هر وخت په بیل بیل کار کې دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ
ای پيریانو او انسانانو! ډیر ژر به مونږ تاسې ته اوزګار شو[۱۲]
[۱۲] ـ دا د قهر او غضب اخرنۍ لوړه مرحله ده.لکه یو څوک بل ته په قهر کې ووایې زه به در اوزګار شم.(فتح القدیر).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ
ای د پیریانو او انسانانو ډلو!که تاسو توانیدلی شئ چې د اسمانونو او ځمکې له پولو وتښتئ؟نو وتښتئ؟خو تاسې نه شئ[۱۳]تیښتیدلی مګر په قوت او دلیل سره.
[۱۳] ـ او دا توان له تاسې سره مرسته نشته چې د الله له واکمنۍ څخه راوزئ ځکه هر ځای د الله واکمني ده نو معنې دا چې:نشئ تښتیدلی (فتح القدیر).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ
پر تاسې به داور سرې لمبې او ویلي شوی مس راښکته کړی شي نو تاسو به یو له بل سره هیڅ ډول کومک نه شئ کولای.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ
نو کله چې اسمان څیرې او د سرې څرمنې په شان تک سور ګل شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسې به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ
نو نن به له انسانانو او پیریانو څخه د هغوی د ګناهونو پوښتنه ونشي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ
مجرمان به له نښو او علامو څخه پیژندلی شي نو له تندیو او پښو څخه به ونیول شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ
دا همغه دوزخ دی چې مجرمانو به درواغ ګاڼه!
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ
هغوی به د دوزخ او ګرمو خوټیدلو اوبو په مینځ کې تاویږي راتاویږي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب په وړاندې له دریدلو نه ډاریږي دوه جنتونه دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ
د تازه څانګو او خرانګو لرونکي به وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ
په دواړو کې به دوه چینې روانې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ
هره میوه به پکې جوړه جوړه وي[۱۴]
[۱۴] ـ چې یوه به یې په دنیا کې لیدلې او ورسره به آشنا وي،او له بلې سره به ناآشنا وي.یا یوه وچه بله تازه(فتح القدیر).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ
پر هغو فرشونو به یې تکیه کړې وي چې پوښ به یې له غټو وریښمووي.او د میوو را پر یکول به یې خورا اسان وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
د داسې حیاناکو سترګو لرونکې ښځې به پکې وي چې له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
لکه چې لعل او مرجان وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ
ایا د نیکۍ بدل پرته له نیکۍ نه بل څه کیدای شي؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او له دغو دوه باغونو پرته به دوه نور باغونه هم وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ
له ډیر شین والي نه به تک تور بریښي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ
په دواړو جنتونو کې به دوه فواره کوونکي چینې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ
په دواړو کې به میوې،خرماګانې او انار ښه ډیر وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو اې انسانانو او پيریانو!تاسو به دخپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ
او هم به پکې د ښو اخلاقو ښایسته مخې ښځې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ
حورې به په خیمو کې په پرده کې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ
پر شنو او ښکلو بالښتونو،نفیسو او غوره فرشونو به یې تکیه کړې وي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠
ستا د ډير لوی عزت او وقار څښتن رب نوم ډير برکتناک دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: رەھمان
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش