Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: جۇمۇئە   ئايەت:

جمعه

یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوْسِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي.د ټول واک،له هر عیب نه پاک په هر څه برلاسي او د حکمت څښتن د الله پاکي بیانوي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
هُوَ الَّذِیْ بَعَثَ فِی الْاُمِّیّٖنَ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۗ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
الله هغه ذات دی چې په نالوستي قوم یې د هغوی یو تن د پیغمبر په توګه ولیږه.چې د الله ایتونه ورته لولي.له خرابې عقیدي او ګناه څخه یې پاکوي.قران او سنت ورښایې.که څه هم دا قوم دده له راتګ نه وړاندې په ښکاره بې لاریو سر وو.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَّاٰخَرِیْنَ مِنْهُمْ لَمَّا یَلْحَقُوْا بِهِمْ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
او هم يي نورو ټولو هغو خلکو ته د پیغمبر په توګه لیږلی دی چې لاتر اوسه له دوی سره یو ځای شوی نه دي.او الله په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ذٰلِكَ فَضْلُ اللّٰهِ یُؤْتِیْهِ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟
دا د الله مهرباني ده چاته یې چې خوښه شي ورکوي یي.الله پاک د ډیرې لويي مهربانۍ څښتن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
مَثَلُ الَّذِیْنَ حُمِّلُوا التَّوْرٰىةَ ثُمَّ لَمْ یَحْمِلُوْهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ یَحْمِلُ اَسْفَارًا ؕ— بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
د هغو خلکو مثال چې د تورات په عملي کولو مکلف شوي وو خو عملي یي نه کړ،خره ته ورته دی چې کتابونه پرې بار کړای شي.د هغه قوم مثال خورا بد دی چې د الله پاک ایتونه درواغ ګڼي.الله پاک ظالم قوم ته روغه لار نه ښايي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ هَادُوْۤا اِنْ زَعَمْتُمْ اَنَّكُمْ اَوْلِیَآءُ لِلّٰهِ مِنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ای محمده!ووایه ای یهودیانو!که ستاسې خیال وي چې له ټولو خلکو پرته یوازې تاسې د الله پاک دوستان يي نو دمرګ هیله وکړئ که تاسې رښتیني یاست.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَلَا یَتَمَنَّوْنَهٗۤ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
هغوی به هیڅکله هم د هغو کړنو له کبله چې په خپلو لاسو یې کړي دي د مرګ هیله من نه شي.او الله ته ظالمان ښه معلوم دي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
قُلْ اِنَّ الْمَوْتَ الَّذِیْ تَفِرُّوْنَ مِنْهُ فَاِنَّهٗ مُلٰقِیْكُمْ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
ای محمده!ووایه له کوم مرګ نه چې تاسې تیښتئ هرو ،مرو تاسې ته راتونکلی دی.بیا به هغه ذات ته وړاندې شئ چې پټ او ښکاره ټول ورته معلوم دي.نو له هغه څه به مو خبر کړي چې په دنیا کې مو کول.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: جۇمۇئە
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش