Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: تەھرىم   ئايەت:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا تُوْبُوْۤا اِلَی اللّٰهِ تَوْبَةً نَّصُوْحًا ؕ— عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّكَفِّرَ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَیُدْخِلَكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— یَوْمَ لَا یُخْزِی اللّٰهُ النَّبِیَّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ ۚ— نُوْرُهُمْ یَسْعٰی بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَتْمِمْ لَنَا نُوْرَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۚ— اِنَّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ای مؤمنانو!الله ته په رښتیني توګه د زړه له کومې رجوع وکړئ کیدای شي چې رب مو ګناهونه ورژوي.او هغو جنتونو ته مو چې لاندې له ونو به یې ویالې بهیږي په هغه ورځ ننه باسي چې الله پاک پکې پیغمبران او د هغوی مؤمن ملګري نه رسوا کوي.رڼا به د هغوی په مخ اوښي اړخونو کې ځغلي او وايي به ای زمونږ ربه!زمونږ رڼا بشپړه کړه[۲۵]او بښنه راته وکړه.بې شکه چې ته په هر څه توانایې.
[۲۵] ـ په منافقانو کې به رڼا وو که او پل صراط به پرې تیاره شي نو ځکه به مؤمنان بشپړه رڼا غواړي چې تیاره پرې نه شي.(کابلی تفسیر).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنٰفِقِیْنَ وَاغْلُظْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ای پیغمبره!له کافرانو او منافقانو سره جهاد وکړه او سختي ورسره وکړه.د هغوی د ورتګ ځای جهنم دی.او هغه د ورتګ لپاره خورا بد ځای دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوا امْرَاَتَ نُوْحٍ وَّامْرَاَتَ لُوْطٍ ؕ— كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَیْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَیْنِ فَخَانَتٰهُمَا فَلَمْ یُغْنِیَا عَنْهُمَا مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا وَّقِیْلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدّٰخِلِیْنَ ۟
الله د کافرانو لپاره د نوح او د لوط د ښځو مثال وړاندې کوي.دواړه د خورا نیکو او صالحو بنده ګانو په نکاح کې وي.خو له خپلو میړونو سره یې خیانت[۲۶]وکړ پیغمبرانو دوی دواړه له الله څخه ونه ژغورلی شوي.او ورته وویل شول چې:له نورو دوزخیانو سره اورته ولاړي شئ.
[۲۶] ـ ایمان یې رانه وړ.د نوح ښځې به هغه ته لیونی وایه او د لوط ښځې به د قوم خراب خلک د لوط له میلمنو څخه خبرول.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا امْرَاَتَ فِرْعَوْنَ ۘ— اِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِیْ عِنْدَكَ بَیْتًا فِی الْجَنَّةِ وَنَجِّنِیْ مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهٖ وَنَجِّنِیْ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او الله دمؤمنانو لپاره د فرعون د ښځې مثال وړاندې کوي هغې ویلي وو:ای زما ربه!ماته له خپل پلوه په جنت کې یو کور جوړ کړه او د فرعون او د هغه کړنو نه مې خلاصه او له ظالم قوم نه مې وژغوره.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَمَرْیَمَ ابْنَتَ عِمْرٰنَ الَّتِیْۤ اَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِیْهِ مِنْ رُّوْحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهٖ وَكَانَتْ مِنَ الْقٰنِتِیْنَ ۟۠
او د عمران د لور مریمې مثال راوړي چې:خپل شرم ځای یې ساتلي و[۲۷]مونږ پکې [۲۸]له خپلې لورې روح[۲۹]پو کړ.او د خپل رب ټولې خبرې او کتابونه یي رښتیني وګڼل.او له منونکو خلکو څخه وه.
[۲۷] ـ نه یي نکاح کړې وه او نه زنا.
[۲۸] ـ د هغې په ګریوان کې.
[۲۹] ـ عیسې علیه السلام یا هغه روح چې مونږ پرته له واسطې جوړ کړی وو(تفسیر البیضاوی).
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: تەھرىم
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش