Check out the new design

قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز * - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى


مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئەنپال   ئايەت:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ قُلْ لِّمَنْ فِیْۤ اَیْدِیْكُمْ مِّنَ الْاَسْرٰۤی ۙ— اِنْ یَّعْلَمِ اللّٰهُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ خَیْرًا یُّؤْتِكُمْ خَیْرًا مِّمَّاۤ اُخِذَ مِنْكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ای پیغمبره! هغو بندیانو ته چې ستاسې په لاسونو کې دي ووایه چې [۳]که الله ته ستاسې په زړونو کې څه نیکي ور معلومه شي نو تاسې ته به له هغه مال نه ډیر در کړي چې در څخه اخیستل شوی دی او بښنه به در ته وکړي الله پاک بښونکي ښه مهربان دی.
[۳] ـ حضرت عباس صاحب وايي دا ایت زما په هکله نازل شوی دی چې زه د بدر په غزا کې له مسلمانانو سره بندي شوم(ابن جریر الطبری)
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَاِنْ یُّرِیْدُوْا خِیَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللّٰهَ مِنْ قَبْلُ فَاَمْكَنَ مِنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او که له تاسره د ټګۍ هڅه وکړي نو له دې وړاندې یې هم له الله سره خیانت کړی ؤ خو الله پاک پرې تاسې برلاسي کړئ او الله پر هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّنَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یُهَاجِرُوْا مَا لَكُمْ مِّنْ وَّلَایَتِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ حَتّٰی یُهَاجِرُوْا ۚ— وَاِنِ اسْتَنْصَرُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ فَعَلَیْكُمُ النَّصْرُ اِلَّا عَلٰی قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
بي له شکه چې کومو خلکو ایمان راوړی،هجرت یې کړی،په مالونو او سرونو سره یې د الله په لیار کې جهاد کړی او کومو کسانو چې هجرت کوونکو ته پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یې کړی نو همدغه خلک یو د بل رښتیني دوستان دي او کومو کسانو چې ایمان راوړی خو هجرت یې لا ندی کړی نو ستاسې او هغوی تر مینځ هیڅ دوستي نشته تر څو چې هغوی د الله په لیار کې هجرت وکړي،خو که همدا خلک د دین په هکله له تاسې نه ملاتړ وغواړي نو پر تاسې یې ملاتړ لازم دی خو په دې شرط چې دداسې قوم پر خلاف نه وي چې له هغوی سره ستاسې تړون او تعهدات وي او الله پاک ستاسې کړنې ډیرې ښې ویني.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْضُهُمْ اَوْلِیَآءُ بَعْضٍ ؕ— اِلَّا تَفْعَلُوْهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِی الْاَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِیْرٌ ۟ؕ
او کافران ټول یو د بل دوستان دي که تاسې داسې ونه کړل نو په ځمکه کې به خورا لوی فساد راپورته شي.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالَّذِیْنَ اٰوَوْا وَّنَصَرُوْۤا اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ حَقًّا ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او د الله په لیار کې یې هجرت او جهاد کړی او کومو کسانو چې مهاجرینو ته پناه ورکړې او د هغوی ملاتړ یي کړی نو همدغه رښتیني مؤمنان دي د دوی لپاره بښنه او عزتمنه روزي ده.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا مَعَكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ مِنْكُمْ ؕ— وَاُولُوا الْاَرْحَامِ بَعْضُهُمْ اَوْلٰی بِبَعْضٍ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
او کومو کسانو چې وروسته ایمان راوړی او بیایي له تاسې سره هجرت او جهاد کړی نو هغوی هم ستاسې ډله ده د الله د کتاب له مخې خپلوان یو پر بل زیات حقوق لري بې شکه چې الله پاک پر هر څه ښه پوه دی.
ئەرەپچە تەپسىرلەر:
 
مەنالار تەرجىمىسى سۈرە: ئەنپال
سۈرە مۇندەرىجىسى بەت نومۇرى
 
قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - پاشتۇچە تەرجىمىسى-سەرفراز - تەرجىمىلەر مۇندەرىجىسى

مەۋلەۋىي جانباز سەرفراز تەرجىمىسى

تاقاش