قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

فاتحه

سورہ کے بعض مقاصد:
تحقيق العبودية الخالصة لله تعالى.
يوازې الله تعالی ته د خالصې بندګۍتحقيق. info

external-link copy
1 : 1

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟

د الله په نامه د قرآن لوستل پیلوم، له هغه مرسته غواړم او د هغه د نوم په یادولو برکت ترلاسه کوم. او په بسم الله کې د الله تعالی درې ښایسته نومونه دی: ۱- (الله) یعنې: په حقه سره د عبادت وړ. او دا د الله تعالی ځانګړی نوم دی او بل څوک په دې نوم نه نومول کېږي. ۲- (الرحمن) یعنې: د پراخه لورینې څښتن. هغه په خپل ذات کې لورین دی. ۳- (الرحیم) یعنې: د پرله پسې لورینې څښتن دی. هغه چا ته چې خوښه یې شي لورینه پرې کوي په ځانګړي ډول پر خپلو مؤمنو بنده ګانو باندې. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• افتتح الله تعالى كتابه بالبسملة؛ ليرشد عباده أن يبدؤوا أعمالهم وأقوالهم بها طلبًا لعونه وتوفيقه.
الله تعالی خپل کتاب په بسم الله سره پېل کړی دی؛ د دې لپاره چې خپلو بندګانو ته وښایي چې خپل کارونه او ویناوې په بسم الله (د الله په نامه) پیل کړي او له الله څخه مرسته او بریا وغواړي. info

• من هدي عباد الله الصالحين في الدعاء البدء بتمجيد الله والثناء عليه سبحانه، ثم الشروع في الطلب.
په دعا کې د الله د نېکو بندګانو له لارښوونې دا ده چې - لومړی - د الله په لويۍ او د هغه پاک ذات په ستاينه پيل کوي، بيا په غوښتنه. info

• تحذير المسلمين من التقصير في طلب الحق كالنصارى الضالين، أو عدم العمل بالحق الذي عرفوه كاليهود المغضوب عليهم.
د حق په غوښتنه کې د ګمراه نصاراوو په څېر له کمي کولو څخه د مسلمانانو ویرول او یا د غضب کړل شویو یهودو په څېر په پېژندل شوي حق باندې عمل نه کوي، څخه وېرول. info

• دلَّت السورة على أن كمال الإيمان يكون بإخلاص العبادة لله تعالى وطلب العون منه وحده دون سواه.
دا سورت په دې دلالت کوي چې پوره ایمان په پوره اخلاص سره د الله -تعالی- په بندګۍ او یوازې له الله تعالی څخه په مرسته غوښتلو کې دی. info