Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: بقرہ   آیت:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— قَالَ اَوَلَمْ تُؤْمِنْ ؕ— قَالَ بَلٰی وَلٰكِنْ لِّیَطْمَىِٕنَّ قَلْبِیْ ؕ— قَالَ فَخُذْ اَرْبَعَةً مِّنَ الطَّیْرِ فَصُرْهُنَّ اِلَیْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلٰی كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ یَاْتِیْنَكَ سَعْیًا ؕ— وَاعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
یاده کړه ای پیغمبره دا خبره کله چې ویلي و ابراهیم -علیه السلام- ای زما ربه په سترګو را وښایه چې د مړو ژوندي کول څرنګه وي؟ الله تعالی ورته وفرمایل: آیا ته په دې کار باور نلرې؟ ابراهیم -علیه السلام- وفرمایل: ولې نه په تحقیق سره باور لرم، لیکن دزړه ډاډ پرې زیاتوم، الله تعالی ورته امر وکړ او ورته یې وویل: څلور مرغان ونیسه او ځان ته یې نږدې او ټوټه ټوټه یې کړه، او بیا یې پر شاوخوا غرونو ټوټې کیږده، بیا ورته آواز وکړه، را به شي تا ته په تېزه منډه په داسې حال کې چې بېرته به ژوندي شوي وي. او پوه شه ای ابراهیمه چې بیشکه الله تعالی زورور دی پخپله پاچاهۍ کې او حکمت والا دی پخپل کار، او پخپله شرعه، او پخپل مخلوق کې.
عربی تفاسیر:
مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ اَنْۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِیْ كُلِّ سُنْۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ؕ— وَاللّٰهُ یُضٰعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
د هغو مومنانو د ثواب مثال چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي د هغه دانې په شان دی چې دهقان یې په یوه حاصل خیزه ځمکه کې واچوي او هغه اوه وږي راشنه کړي، او په هر وږي کې سل دانې وي، او الله تعالی زیاتوي ثوابونه چاته یې چې خوښه شي د خپلو بنده ګانو څخه، نو ورکوي هغوي ته اجرونه بی حسابه، او پراخه ده ورکړه او فضل د الله، او پوه دی په هغه چا چې هغه مستحق د زیاتوالي دی.
عربی تفاسیر:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا یُتْبِعُوْنَ مَاۤ اَنْفَقُوْا مَنًّا وَّلَاۤ اَذًی ۙ— لَّهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۚ— وَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟
هغه کسان چې لګوي خپل مالونه د الله په طاعت او رضا کې او بیا د هغه لګول شوي مال پسې هغه څه نه کوي چې دده ثواب بربادوي په وینا او کړنې سره، د داسې خلکو لپاره به ثواب وي د دوی د رب په نزد، او نه به وي ویره پر دوی په راتلونکې کې او نه به غمجن شي په هغه څه پسې چې مخکې تیر شوي، ځکه چې په لویو نعمتونو کې به وي.
عربی تفاسیر:
قَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ وَّمَغْفِرَةٌ خَیْرٌ مِّنْ صَدَقَةٍ یَّتْبَعُهَاۤ اَذًی ؕ— وَاللّٰهُ غَنِیٌّ حَلِیْمٌ ۟
عزتمنده وینا چې د يو مومن زړه ته خوشحالي بخښي، او هغه چا ته بخښنه کول چې له تا سره یې بد کړې وي غوره دي له هغه خیرات څخه چې ورپسې ځورونه وي په زبان سره په هغه چا چې خیرات ورکوې، او الله بې پروا دی له خپلو بنده ګانو څخه، او صبرناک دی سمدلاسه چا ته سزا نه ورکوي.
عربی تفاسیر:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُبْطِلُوْا صَدَقٰتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْاَذٰی ۙ— كَالَّذِیْ یُنْفِقُ مَالَهٗ رِئَآءَ النَّاسِ وَلَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَیْهِ تُرَابٌ فَاَصَابَهٗ وَابِلٌ فَتَرَكَهٗ صَلْدًا ؕ— لَا یَقْدِرُوْنَ عَلٰی شَیْءٍ مِّمَّا كَسَبُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
ای هغه کسانو چې په الله مو ایمان راوړی او د هغه د پېغمبر پېروي مو کړې ده، د خپلو خیراتونو ثواب په خیرات خورو باندې په احسان كولو مه بربادوئ او مه یې ځوروئ، د داسې کار کوونکو خلکو مثال د هغه چا په شان دی چې خپل مال دې لپاره لګوي چې خلک یې وویني او صفت یې وکړي، په داسې حال کې چې دې په الله او د قیامت په ورځ هم کافر دی، او د دې ورځې له ثواب او سزا هم منکر دی، نو د داسې کس مثال د ښویه ډبرې په شان دی چې خاوره پرې پرته وي، نو دې ډبرې ته ډېر باران ورسي او خاوره ترې یوسې او ښویه یې پرېږدي چې هېڅ پرې نه وي، نو همدا راز ریا کاران هم دي چې ثواب د کړنو او خیراتونو یې ځي، او د الله تعالی سره یې هېڅ نه پاتې کېږي، او الله تعالی کافرانو ته د هغه څه لارښوونه نه کوي چې دی پرې راضي کېږي او دوی ته د دوی په کړنو او خیراتونو کې ګټه ورسوي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• مراتب الإيمان بالله ومنازل اليقين به متفاوتة لا حد لها، وكلما ازداد العبد نظرًا في آيات الله الشرعية والكونية زاد إيمانًا ويقينًا.
پر الله تعالی د ایمان او یقین مرتبې مختلفې دي چې حد یې نشته څومره چې د یو بنده نظر د الله تعالی په کوني او شرعي آیتونو (نښو) کې زیاتیږي همدومره یې ایمان او یقین هم زیاتیږي.

• بَعْثُ الله تعالى للخلق بعد موتهم دليل ظاهر على كمال قدرته وتمام عظمته سبحانه.
له مرګ وروسته د مخلوقاتو ژوندي کول د الله تعالی په بشپړ توان او پوره لویۍ ښکاره دلیل دی.

• فضل الإنفاق في سبيل الله وعظم ثوابه، إذا صاحبته النية الصالحة، ولم يلحقه أذى ولا مِنّة محبطة للعمل.
د الله تعالی په لار کې د مال لګولو فضیلت او د هغې لویه بدله کله چې ورسره ښه نیت ملګری وي، او ځورونه او زبات ورپورې ونه تړل شي کوم چې کړنه بربادوي.

• من أحسن ما يقدمه المرء للناس حُسن الخلق من قول وفعل حَسَن، وعفو عن مسيء.
د ډیرو ښو کارونو څخه چې یو کس یې خلکو ته وړاندې کوي ښه اخلاق دي چې ښه خبره او ښه کردار دی، او د بد کار څخه بخښنه کول دي.

 
معانی کا ترجمہ سورت: بقرہ
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں