Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: صافات   آیت:
یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟
ما ته یې د انکار کوونکي او ملنډې وهونکي حال کې ویل: آیا ته -ای ملګریه- د مړو په ژوندي کېدلو باندې له باور کوونکو څخه یې؟.
عربی تفاسیر:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟
آیا کله چې مونږ مړه شو او خاورې او زاړه هډوکي شو نو بیا به هم مونږ را پورته کولی شو او د هغو کړنو بدله به راکولی شي چې دنیا کې مو کړې دي؟
عربی تفاسیر:
قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟
مومن دوست به خپلو جنتیانو ملګرو ته ووایي: ما سره پورته شئ چې د هغه ملګري انجام ووینو کوم چې له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو؟.
عربی تفاسیر:
فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟
نو هغه به ور وګوري، نو خپل ملګری به د دوزخ په منځ کې ووینې.
عربی تفاسیر:
قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ
وایي به: په الله قسم -ای ملګریه- تا خو نږدې زه هم دوزخ ته په ننوتلو تباه کړی وم، ستا په بللو کفر ته او له بعث (پاڅون) څخه انکار کولو ته.
عربی تفاسیر:
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
او که د الله لورینه پر مونږ د هدایت او ایمان ښوونې او د هغې وس ورکولو نه وی، نو زه به هم ستا په څېر عذاب کې حاضر شوی وم.
عربی تفاسیر:
اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ
نو آیا مونږ -جنتیان- مړه کېدونکي نه یو؟.
عربی تفاسیر:
اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
پرته له هغه لومړي مرګ څخه چې د دنیا په ژوند کې ؤ، بلکې مونږ په جنت کې تلپاتې یو، او مونږ عذابېدونکي هم نه یو لکه څرنګه چې کافران په عذابېږي.
عربی تفاسیر:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
بېشکه دا بدله کومه چې الله راکړه - د جنت د داخلېدو او په هغه کې تلپاتې کېدلو او دوزخ څخه د بچ کېدلو- همدا ستره بریا ده چې هېڅ بریا ورسره نه برابرېږي.
عربی تفاسیر:
لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟
د همدې په شان سترې بدلې لپاره لازمه ده چې عمل کوونکي عمل وکړي، نو بېشکه همدا ګټوره سوداګري ده.
عربی تفاسیر:
اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟
آیا دا یاد شوي نعمتونه کوم چې الله تعالی خپلو هغو بندګانو ته چمتو کړي چې د خپل طاعت لپاره یې ځانګړي کړي، ډېر غوره او بهتر دي د مقام او عزت له اړخه که ونه د زقوم چې قرآن کې پرې لعنت ویل شوی هغه چې د کافرانو خوراک دی، نه چاغول کوي او نه له ولږې ګټه رسوي؟!.
عربی تفاسیر:
اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟
بېشکه مونږ دغه ونه یو عذاب ګرځولی چې د کفر او ګناهونو په وجه ظالمان پرې ازمول کېږي، ځکه چې دوی ویل: بېشکه اور خو ونې خوري، نو ناشونې ده چې پکې شنه شي.
عربی تفاسیر:
اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
بېشکه د زقوم ونه له بنسټه خبیثه ونه ده، نو هغه د دوزخ په بیخ کې راوځي.
عربی تفاسیر:
طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟
بهر راوتونکې مېوې يې بد شکله د شیطانانو د سرونو په څېر دي، او بدرنګي یې د هغه څه په بدرنګۍ دلالت کوي چې په اړه یې خبر ورکول کېږي، او د دې معنا داده چې د مېوې خوند یې هم بد دی.
عربی تفاسیر:
فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ
نو بېشکه کافران به د دې له ترخې او بدرنګه مېوې څخه خوړونکي وي او خپلې تشو خیټو لره ډکونکي وي.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ
بیا به دوی لره له دې خوراک وروسته د ګرمو اوبو بدرنګه ګډ شوی څښاک وي.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟
بیا له دې وروسته د دوی ورتګ د دوزخ د عذاب په لور دی، نو دوی به له یو عذاب څخه بل عذاب ته اوړي.
عربی تفاسیر:
اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ
بېشکه دې کافرانو خپل پلرونه د هدایت له لارې څخه بې لارې موندلي وو، نو د هغوی تابعداري یې له دلیل پرته په تقلید سره کړې.
عربی تفاسیر:
فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟
نو دوی په بې لاریتوب کې تابعداري کوي د خپلو پلرونو د پلونو بیړه کوونکي.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او خامخا له دوی مخکې زیاتره لومړني بې لارې شوي وو، نو ستا قوم -ای پېغمبره- له امتونو څخه لومړی بې لارې شوی قوم نه دی.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او خامخا مو په هغو لومړیو امتونو کې پېغمبران لېږلي وو چې د الله له عذاب څخه یې ویرول، نو کفر یې وکړ.
عربی تفاسیر:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ
نو وګوره -ای پېغمبره- څرنګه وه پایله د هغو قومونو چې خپلو پېغمبرانو وېرولي وو خو دوی د هغوی ونه منله، بېشکه د دوی پایله اور ته ننوتل و، د دوی د کفر کولو او د پېغمبرانو د دروغجنولو له کبله به تل پکې وي.
عربی تفاسیر:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠
پرته له هغو چې الله پر ده د ایمان راوړلو لپاره ځانګړي کړي، نو بېشکه دوی له هغه عذاب څخه ژغورل شوي چې د همدغه دروغجنونکو کافرانو پایله ده.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ
او بېشکه زمونږ پېغمبر نوح علیه السلام مونږ ته آواز وکړ کله چې یې خپل هغه قوم ته ښېرې وکړې چې دروغجن کړی یې ؤ، نو مونږ څومره ښه ځواب ورکونکي وو! بېشکه مونږ د ده د دعا په قبلولو کې بیړه وکړه.
عربی تفاسیر:
وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ
او بېشکه مونږ ده لره، د ده کورنۍ او ده سره مومنان د قوم له ضرر رسولو او په هغه ستر طوفان باندې د غرقیدلو څخه وژغورل کوم چې د ده د قوم په کافرانو لېږل شوی و.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• الظفر بنعيم الجنان هو الفوز الأعظم، ولمثل هذا العطاء والفضل ينبغي أن يعمل العاملون.
د جنت نعمتونه ترلاسه کول ستره بریا ده، او د همدا شان ورکړې او فضل لپاره باید عمل کوونکي عمل وکړي.

• إن طعام أهل النار هو الزقّوم ذو الثمر المرّ الكريه الطعم والرائحة، العسير البلع، المؤلم الأكل.
بېشکه د اور څښتنانو خوراک زقوم دی چې د ترخې او بد خوند او بد بویه میوه لري، په سختۍ تېرېږي، په خوراک کې دردونکی دی.

• أجاب الله تعالى دعاء نوح عليه السلام بإهلاك قومه، والله نعم المقصود المجيب.
الله تعالی د نوح علیه السلام ښېرا د هغه د قوم د هلاک په اړه قبوله کړه او الله ښه مقصود او قبلوونکی دی.

 
معانی کا ترجمہ سورت: صافات
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں