Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: زُمر   آیت:
اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
آیا نو د چا سینه چې الله تعالی د اسلام لپاره پرانیستې وي، او لارښوونه یې ورته شوې وي، او د خپل رب لخوا په دلیل هم وي، د هغه چا په شان دی چې زړه یې د الله له یاد څخه سخت وي؟! هېڅکله سره برابر نه دي، نو ژغورنه خو د لارموندونکو لپاره ده، او تاوان د هغو لپاره دی چې زړونه یې د الله له یاد څخه سخت شوي وي، همدوی د حق څخه (لیرې) په ښکاره بې لارېتوب کې دي.
عربی تفاسیر:
اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ۚ— ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَقُلُوْبُهُمْ اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟
الله تعالی په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن نازل کړی چې ډېرې ښایسته خبرې دي، متشابه یې نازل کړ چې یو بل ته ورته دی په ریښتنوالي، ښایست، موافقت او د مخالفت په نشتوالي کې، کیسې او احکام پکې تکرارېږي، وعدې (د نعمتونو) او وعېدونه (د عذابونو)، د حق د خاوندانو صفتونه، د باطل والاوو صفتونه، او داسې نور، د هغو خلکو پوستکي ترې لړزېږي چې د الله څخه وېرېږي کله چې هغه وعیدونه او ګوت څنډنه واورې چې پکې دي، بیا یې پوستکي او زړونه د الله یاد لره نرم شي کله چې هغه هېلې او زیري واوري چې پکې دي، دا یادې شوې خبرې د قرآن او د هغه د اغیز په اړه د الله لارښوونه ده چې چا ته وغواړي لارښوونه کوي، او څوک چې الله رسوا کړي او د لارښوونې وس ورنکړي، نو بیا هېڅ لارښوونکی نلري چې لار ور وښایي.
عربی تفاسیر:
اَفَمَنْ یَّتَّقِیْ بِوَجْهِهٖ سُوْٓءَ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَقِیْلَ لِلظّٰلِمِیْنَ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُوْنَ ۟
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لارښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لاسونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی د زورنې په ډول وویل شي: د هغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده.
عربی تفاسیر:
كَذَّبَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
له دغو مشرکانو مخکې امتونو تکذیب کړی ؤ، نو ناببره ورته عذاب له هغه لوري راغی چې دوی پرې نه پوهېدل څو په توبې یې چمتووالی ونیسي.
عربی تفاسیر:
فَاَذَاقَهُمُ اللّٰهُ الْخِزْیَ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
نو په همدې عذاب ورته الله د دنیا په ژوند کې رسوایي او شرم ور وڅکلو، او بېشکه د آخرت هغه عذاب چې دوی یې انتظار باسي ستر او سخت دی، که چېرې دوی پوهېدلی.
عربی تفاسیر:
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
او بېشکه مونږ خلکو ته په دې قرآن کې چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی شوی ډول ډول د خیر او شر، حق او باطل، ایمان او کفر او داسې نور مثالونه بیان کړي؛ په دې هیله چې عبرت ترې واخلي، نو په حق عمل وکړي او باطل پرېږدي.
عربی تفاسیر:
قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا غَیْرَ ذِیْ عِوَجٍ لَّعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
په عربي ژبه مو قرآن (لوستل شوی) ګرځولی، کوږوالی او ګډوډي نلري، په دې هیله چې له الله ووېرېږي؛ د اوامرو پر ځای کولو او د نواهیو څخه په ځان ساتلو.
عربی تفاسیر:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِیْهِ شُرَكَآءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ۚ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله تعالی د مشرک او موحد لپاره مثال بیانوي د یو مریي سړي چې د څو مخالفو شریکانو وي؛ که ځینې خوشاله کړي نور غصه کړي، نو هغه په حېرانتیا او ګډوډۍ کې وي، او بل سړی (مریی) د یو سړي وي، یوازې یې مالک وي، او د هغه مراد پېژني نو هغه په اطمینان او د زړه په آرامتیا کې وي، دا دواړه سړي سره برابر نه دي، ستاینه الله لره ده، بلکې زیاتره د هغوی نه پوهېږي، نو ځکه د الله سره نور شریکان نیسي.
عربی تفاسیر:
اِنَّكَ مَیِّتٌ وَّاِنَّهُمْ مَّیِّتُوْنَ ۟ؗ
بېشکه ته -ای رسوله- مړ کېدونکی یې، او بېشکه دوی هم له شک پرته مړه کېدونکي دي.
عربی تفاسیر:
ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عِنْدَ رَبِّكُمْ تَخْتَصِمُوْنَ ۟۠
بیا به تاسو -ای خلکو- د قیامت په ورځ د خپل رب په وړاندې په هغه څه کې ناندرۍ وهئ چې تاسو پکې اختلاف کولو، نو حقدار به له باطل والا څخه څرګند شي.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• أهل الإيمان والتقوى هم الذين يخشعون لسماع القرآن، وأهل المعاصي والخذلان هم الذين لا ينتفعون به.
د ایمان او تقوی خاوندان هغه خلک دي چې د قرآن په اورېدلو عاجزي کوي، او د ګناهونو او رسوایي خاوندان هغه خلک دي چې ترې ګټه نه اخلي.

• التكذيب بما جاءت به الرسل سبب نزول العذاب إما في الدنيا أو الآخرة أو فيهما معًا.
په هغه څه تکذیب کول چې رسولانو راوړي په دنیا یا په آخرت او یا دواړو کې د عذاب د نازلېدو لامل دی.

• لم يترك القرآن شيئًا من أمر الدنيا والآخرة إلا بيَّنه، إما إجمالًا أو تفصيلًا، وضرب له الأمثال.
قرآن د دنیا او آخرت له کارونو څخه له بیانولو پرته هېڅ هم ندي پرېښي، یا لنډ (اجمالي) او یا اوږد (تفصیلي)، او ورته یې بېلګې بیان کړې دي.

 
معانی کا ترجمہ سورت: زُمر
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں