Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ آیت: (80) سورت: نساء
مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللّٰهَ ۚ— وَمَنْ تَوَلّٰی فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۟ؕ
چا چې تابعداري د پیغمبر وکړه په عملي کولو د هغه څه چې پیغمبر پرې امر کړی دی، او په ځان ساتلو د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې ده؛ نو په تحقیق سره دې غاړه کیخودله د الله تعالی حکم ته، او چاچې مخ واړاوه ستا د تابعدارۍ نه -ای پیغمبره- نو ته مه غمجن کیږه په هغه باندې، نو ته مونږه په هغه باندې څارونکی نه یې لیږلی چې د هغوی عملونه ساتې، یقینا مونږ د هغه عمل جمع کوو او حسابوو یې.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• تدبر القرآن الكريم يورث اليقين بأنه تنزيل من الله؛ لسلامته من الاضطراب، ويظهر عظيم ما تضمنه من الأحكام.
په قران کریم کې سوچ او غور کول انسان ته دا یقین ورکوي چې دا د الله تعالی له طرفه رالیږل شوی؛ د وجې د بچ ساتلو د ګډوډئ نه، او ښکاره کوي لوی والی د هغو احکامو چې دې قران کې دي.

• لا يجوز نشر الأخبار التي تنشأ عنها زعزعة أمن المؤمنين، أو دبُّ الرعب بين صفوفهم.
نه دې جایز خورول د هغو خبرونو چې د هغې د وجې نه د مومنانو امن ته خطر رسیږی، او یا په هغه سره د مومنانو په منځ کې ویره خپریږي.

• التحدث بقضايا المسلمين والشؤون العامة المتصلة بهم يجب أن يصدر من أهل العلم وأولي الأمر منهم.
د مسلمانانو د قضیو باره کې خبرې کول او په عامو نورو مسایلو کې چې د هغوی سره تعلق لري پکاره ده چې د اهل علمو او واک او اختیار والاو نه خپور شي.

• مشروعية الشفاعة الحسنة التي لا إثم فيها ولا اعتداء على حقوق الناس، وتحريم كل شفاعة فيها إثم أو اعتداء.
جواز د نیک سپارش هغه چې څه ګناه په کې نه وي او نه په کې د خلکو په حقوقو باندې تیری وي، او حرام دی هر هغه سپارش چې ګناه او تیری په کې وي.

 
معانی کا ترجمہ آیت: (80) سورت: نساء
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں