Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: فُصّلت   آیت:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
بېشکه هغه کسان چې ويل يې: زموږ پالونکی الله دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته او د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ټينګ هم شول، هغوی ته د مرګ د حاضرېدو پر مهال به پر هغوی پرېښتې را نازليږي ورته به وايي: له مرګ او له هغه وروسته حالت څخه مه وېرېږئ او مه په هغه څه خپه کېږئ چې په دنيا کې مو پرې ايښي دي، او په هغه جنت خوشحاله شئ چې په دنيا کې مو پر الله د ايمان راوړلو او نېک عمل کولو له امله ژمنه درسره کېدله.
عربی تفاسیر:
نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَ ۟ؕ
موږ مو د دنيا په ژوندانه کې دوستان يو، سمه لار مو درته ښودله او ساتلئ مو، او په آخرت کې مو دوستان يو، نو زموږ دوستي ستاسو سره تلپاتې ده، او په جنت کې به ستاسو لپاره هغه مزې او خوندونه وي چې زړونه مو يې غواړي، او هلته به تاسو لره وي هر هغه څه چې غواړئ يې کوم څه ته مو چې زړونه کيږي.
عربی تفاسیر:
نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ ۟۠
چمتو شوې روزي ستاسو د مېلمستيا لپاره د بښونکي رب له لورې، د هغه چا د ګناهونو د بښونکي له لوري چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، پر هغوی مهربان دی.
عربی تفاسیر:
وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَّقَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او هيڅوک تر هغه غوره وينا والا نه دی چې د الله يووالي او د هغه پر شريعت عمل کولو ته بلنه کوي، او نېک عمل کوي چې پالونکی يې خوشحالوي او وايي: له شک پرته زه له مسلمانانو الله ته له غاړه اېښودونکو يم، نو چا چې دغه ټول وکړل، هغه تر ټولو خلکو د غوره وينا والا دی.
عربی تفاسیر:
وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ؕ— اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَبَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ ۟
او نه برابريري د هغو نېکيو او پيرويو ترسره کول چې الله خوشحالوي او نه د هغو بديو او ګناهونو کول چې الله غوسه کوي، له خلکو چې څوک بدي درسره کوي د هغوی بدي په داسې طريقه له منځه يوسه چې ښه وي، نو هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، کله چې د هغه د بدۍ ځواب له هغه سره په نېکۍ کولو ورکړې، نو هغه به لکه نېږدې خپل مهربانه شي.
عربی تفاسیر:
وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا ۚ— وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
د دغه ستايل شوي عادت لپاره يوازې هغو خلکو ته توفيق ورکول کيږي چې پر آزار او هغه څه يې صبر کړی وي چې د خلکو لخوا ورسره مخ شوی وي، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د هغې توفيق ورکول کيږي، ځکه په دې کې زيات خير او ډېره ګټه ده.
عربی تفاسیر:
وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او که په هر وخت کې شيطان د شر وسوسه در واچوله، نو په الله پورې پناه غواړه او هغه ته مخه کوه، بېشکه هغه د هغه څه اورېدونکی دی چې ته يې وايې او ستا پر حال ښه پوه دی.
عربی تفاسیر:
وَمِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ؕ— لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟
د الله پر لويي او يووالي له دلالت کوونکو نښانو څخه شپه او ورځ يو او بل پسې په راتلوسره، لمر او سپوږمۍ دي، ای خلکو مه لمر ته سجده کوئ، مه سپوږمۍ ته سجده کوئ، يوازې هغه الله ته سجده کوئ چې دا ټول يې پيداکړي دي که چېرې تاسو په حقه د هغه عبادت کوئ.
عربی تفاسیر:
فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ ۟
که چېرې هغوی لويي کوي او مخ اړوي، او پيداکوونکي الله ته سجده نه کوي، نو هغه پرېښتې چې له الله سره دي هغوی يې پاکي بيانوي او په شپه او ورځ دواړو کې د هغه پاک ذات ستاينه کوي او هغوی يې له بنده ګۍ کولو ستړې کيږي هم نه.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• منزلة الاستقامة عند الله عظيمة.
د استقامت مرتبه د الله په وړاندې ډېره لويه ده.

• كرامة الله لعباده المؤمنين وتولِّيه شؤونهم وشؤون مَن خلفهم.
د الله لخوا د مؤمنو بندګانو درناوی او د هغوی او څوک چې له هغوی وروسته دي د هغوی د چارو پر غاړه اخېستل.

• مكانة الدعوة إلى الله، وأنها أفضل الأعمال.
د الله لوري ته د بلنې مرتبه او دا چې دا تر ټولو غوره عمل دی.

• الصبر على الإيذاء والدفع بالتي هي أحسن خُلُقان لا غنى للداعي إلى الله عنهما.
پر آزار صبر کول او په ښه ډول د چا ځواب ورکول داسې خويونه دي چې د الله لوري ته بلونکي له دغو دواړو څخه نه شي مستغني کېدلای.

 
معانی کا ترجمہ سورت: فُصّلت
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں