Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ سورت: احقاف   آیت:
وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ اِحْسٰنًا ؕ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ كُرْهًا وَّوَضَعَتْهُ كُرْهًا ؕ— وَحَمْلُهٗ وَفِصٰلُهٗ ثَلٰثُوْنَ شَهْرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَبَلَغَ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۙ— قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَصْلِحْ لِیْ فِیْ ذُرِّیَّتِیْ ؕۚ— اِنِّیْ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاِنِّیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او انسان ته مو په ټينګه امر کړی چې له خپل موراوپلار سره ښېګڼه وکړي، چې د هغوی په ژوند کې او د هغوی له مرګ وروسته په هغه څه کې نيکي ورسره وکړي چې په هغو کې د شريعت مخالفت نه وي، او په ځانګړي ډول له مور سره يې چې په سختۍ يې په ګېډه کې و، او په سختۍ يې وزېږولو، او د هغه په ګېډه کېدو او له تي څخه بېلېدو نېټه دېرش مياشتې ده، کله يې چې دواړه عقلي او بدني ځواکونه بشپړ شول او څلوېښت کلنۍ ته ورسېد ويې ويل: ای زما پالونکيه! ماته وښيه چې پر هغه پېرزوينه چې ما او زما پر موراوپلار دې کړې ستا شکر وباسم، او دا راته وښيه چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې خوښ شې او له ما يې قبول کړه، او زما اولادونه راته نېک کړه، ما تاته له خپلو ګناهونو توبه اېستلې ده او زه ستا پيروۍ ته له غاړه اېښودونکو څخه يم او ستا امرونو ته سر ټيټوونکی يم.
عربی تفاسیر:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَیِّاٰتِهِمْ فِیْۤ اَصْحٰبِ الْجَنَّةِ ؕ— وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟
دا هغه کسان دي چې کوم غوره کارونه يې کړي هغه ترې قبلوو، او له بديو يې ور تېرېږو، پر هغو يې نه نيسو، او هغوی په ټوله کې له جنتیانو دي، دغه ژمنه چې ورسره شوې ده حق ژمنه ده، هرومرو به ترسره کيږي.
عربی تفاسیر:
وَالَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ ۚ— وَهُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ ۖۗ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او هغه کس چې خپل مور او پلار ته يې وويل: تاسو لره دي تباهي وي، آيا تاسو ماته ژمنه راکوئ چې له مرګ وروسته به زه بېرته له قبره ژوندی راوځم، حال دا چې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي، او خلک پکې مړ شوي او له هغوی هيڅوک هم بېرته نه دي ژوندي شوي؟! او مور او پلار يې له الله څخه مرسته غواړي چې زوی ته يې د ايمان لار وښيي، او دوی دواړه زوی ته وايي: تا لره به تباهي وي که پر بېرته ژوندي کېدو ايمان را نه وړې، نو ايمان پرې راوړه، له شک پرته د بېرته را ژوندي کېدو په اړه د الله ژمنه حق ده، هيڅ شک پکې نشته، خو هغه د بېرته را ژوندي کېدو څخه د نوي نټه کوونکي په توګه وايي: دا د بېرته راژوندي کېدو په اړه چې څه ويل کيږي دا يوازې له پخوانيو کتابونو څخه را نقل شوې دي او هغه څه دي چې هغوی ليکلي دي، له الله څخه ثابت نه دي.
عربی تفاسیر:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟
دا هغه کسان دي چې له هغوی مخکې د پېريانو او انسانانو د ولسونو په ډله کې پرې عذاب واجب شوی، له شک پرته هغوی تاوانيان دي، داسې چې ځانونه او کورنۍ يې اور ته په ننه اېستلوسره تاوانيان کړل.
عربی تفاسیر:
وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ۚ— وَلِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
او دواړو د جنتيانو او دوزخيانو ډلو لره به د هغوی د کړنو سره سمې مرتبې وي، نو د جنتیانو مرتبې به لوړې درجې وي او د دوزخيانو مرتبې به ښکته درجې وي، ترڅو الله هغوی ته د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي او د قيامت په ورځ به د هغوی له نېکيو څخه په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو پر هغوی ظلم نه کيږي.
عربی تفاسیر:
وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا ۚ— فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُوْنَ ۟۠
او په کومه ورځ چې پیش کړی شي اور ته هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي ترڅو پکې عذاب ورکړل شي، هغوی ته به د ګوت څنډنې او کواښ په توګه وويل شي: تاسو مو د دنيا په ژوند کې خپل خوندور څيزونه يووړل، او هلته مو له مزو ګټه پورته کړه، خو نن ورځ به تاسو ته په داسې عذاب سزا درکړل شي چې سپکوي مو او رسوا کوي مو، پرته له حقه په ځمکه کې ستاسو د لويي له امله، او په کفر او ګناهونو سره د الله له پيروۍ څخه ستاسو د وتلو له امله.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• بيان مكانة بِرِّ الوالدين في الإسلام، بخاصة في حق الأم، والتحذير من العقوق.
په اسلام کې د مور او پلار سره د نېکۍ د مرتبې بيان، په ځانګړي ډول د مور په حق کې او د هغوی له سرغړونې څخه د وېرولو بيان.

• بيان خطر التوسع في ملاذّ الدنيا؛ لأنها تشغل عن الآخرة.
د دنيا په مزو کې د پراخۍ د خطر بيان، ځکه هغه له آخرت څخه څوک مشغولوي.

• بيان الوعيد الشديد لأصحاب الكبر والفسوق.
د لويي کوونکو او فسق د خاوندانو لپاره د سختې ګوتڅنډنې بيان.

 
معانی کا ترجمہ سورت: احقاف
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں