Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ آیت: (108) سورت: مائدہ
ذٰلِكَ اَدْنٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِالشَّهَادَةِ عَلٰی وَجْهِهَاۤ اَوْ یَخَافُوْۤا اَنْ تُرَدَّ اَیْمَانٌ بَعْدَ اَیْمَانِهِمْ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاسْمَعُوْا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
دغه بیانه شوې طریقه د قسم ورکولو نه ګواهانو ته د لمانځه نه وروسته کله چې شک وي د دې داوړو په ګواهۍ کې، او د رد کولو د ګواهۍ د دوی نه، ډیره نږدې ده د راتګ د دوی په ګواهۍ سره په شرعې طریقې د ګواهۍ کولو، نو نه به اړوي دوی ګواهۍ لره او نه به یې بدلوي او نه به خیانت کوي، او ډیره نږدې ده دې خبرې ته چې وویریږي د دې نه چې وبه ګرځې قسمونه د وارثانو وروسته د دوی د قسمونو نه، نو دوی به قسم کوي په خلاف د هغه څه چې دوی پرې ګواهي ورکړي نو رسوا به شي، او وویریږئ د الله تعالی نه په پریښودلو د دروغو او خیانت سره په ګواهۍ او قسم کې، او واورئ هغه څه چې تاسو ته پرې امر شوی داسې اوریدل چې قبلیدل ورسره مل وي، او بیشکه الله تعالی توفیق نه ورکوي د هغه د طاعت نه وتونکو خلکو ته.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• إذا ألزم العبد نفسه بطاعة الله، وأمر بالمعروف ونهى عن المنكر بحسب طاقته، فلا يضره بعد ذلك ضلال أحد، ولن يُسْأل عن غيره من الناس، وخاصة أهل الضلال منهم.
کله چې یو بنده خپل ځان د الله تعالی طاعت او تابعدارۍ باندې برابر کړ، او په نیکو یې امر وکړ او د بدو نه یې خلک بند کړل د خپل وس په اندازه، نو هیڅ ضرر نشي رسولی ده ته وروسته د دې نه ګمراهي د هیچا، او تپوس به نشي کیدلی د ده نه د نورو خلکو باره کې، او خاصکر د ګمراهانو خلکو باره کې.

• الترغيب في كتابة الوصية، مع صيانتها بإشهاد العدول عليها.
وصیت لیکنې ته د خلکو هڅول، او دا چې وصیت باید د عادلو او منصفو خلکو په ګواهۍ ورکولو سره له هر ډول لاسوهنې وساتل شي.

• بيان الصورة الشرعية لسؤال الشهود عن الوصية.
د ګواهانو څخه د وصیت باره کې د پوښتنې کولو د شرعي طریقې بیان.

 
معانی کا ترجمہ آیت: (108) سورت: مائدہ
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں