Check out the new design

قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ * - ترجمے کی لسٹ


معانی کا ترجمہ آیت: (144) سورت: اعراف
قَالَ یٰمُوْسٰۤی اِنِّی اصْطَفَیْتُكَ عَلَی النَّاسِ بِرِسٰلٰتِیْ وَبِكَلَامِیْ ۖؗ— فَخُذْ مَاۤ اٰتَیْتُكَ وَكُنْ مِّنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
الله تعالی موسی -علیه السلام- ته وفرمایل: ای موسی! بیشکه ته ما خاص کړی یې او غوره کړی مې یې په ټولو خلکو په خپلو پیغامونو سره کله چې ته ما دوی ته لیږلی یې، او ته ما غوره کړی یې په خبرو کولو سره پغیر د واسطې نه، نو ته ونیسه هغه چې ما تاته درکړی د دې لوی شرف نه، او شه ته د شکر ایستونکو نه الله تعالی ته په درکولو د دې لوی بخشش سره.
عربی تفاسیر:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• على العبد أن يكون من المُظْهِرين لإحسان الله وفضله عليه، فإن الشكر مقرون بالمزيد.
بنده باید د الله تعالی فضل او مهرباني په ځان باندې ښکاره کړي، ځکه چې شکر ایستلو سره د نعمتونو زیاتوالی تړل شوی دی.

• على العبد الأخذ بالأحسن في الأقوال والأفعال.
بنده باید په ویناوو او کارونو کې خایسته غوره کړي.

• يجب تلقي الشريعة بحزم وجد وعزم على الطاعة وتنفيذ ما ورد فيها من الصلاح والإصلاح ومنع الفساد والإفساد.
لازم دي قبلول د شریعت په پوره هوډ او قوت او ارادې سره په تابعدارۍ کولو او په عملي کولو د هغه څه چې په دې کې راغلي د خیر او اصلاح نه او د بندولو د فساد او د فساد کولو نه.

• على العبد إذا أخطأ أو قصَّر في حق ربه أن يعترف بعظيم الجُرْم الذي أقدم عليه، وأنه لا ملجأ من الله في إقالة عثرته إلا إليه.
کله چې بنده خطا شي او یا د خپل رب په حق کې کمی وکړي باید اعتراف وکړي په غټوالي د هغې ګناه چې کړې یې ده، او اعتراف وکړي په دې چې یقینا نشته ده لره بل ځای د پناه د الله تعالی نه پرته په بخښلو د خطایۍ د ده مګر الله تعالی دی.

 
معانی کا ترجمہ آیت: (144) سورت: اعراف
سورتوں کی لسٹ صفحہ نمبر
 
قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ - ترجمے کی لسٹ

مرکز تفسیر للدراسات القرآنیۃ سے شائع ہوا ہے۔

بند کریں